مالیې وزارت: ملي بودجې ته به د ۱۰۱ میلیونه یورو مرسته ور زیاته شي
ټاکل شوې چې د روانې مېلادي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان ملي بودجې ته د ۱۰۱ میلیونه یورو په شااوخواکې مرسته ور زیاته شي. د مالېې وزارت ویاند رفیع تابع نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرسته د جنیوا کنفرانس د ژمنو پر بنسټ ترسره کېږي. نوموړي وویل چې په دې اړه د مالیې وزارت د همغږۍ، څارنې او راپور ورکونې عمومي رئیس په مشرۍ د مالیې وزارت، اروپایي ټولنې او پلي کوونکو دولتي ادارو د با صلاحیته استازو تر منځ نن یوه ناسته هم جوړه شوې وه. ښاغلی تابع وايي، په یاده ناسته کې د حکومت... Читать дальше...