د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو لوی کمېشنر: د افغانستان اوسنی وضعيت ستونزمن دی
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لوی کمیشنر فلیپیو ګراندې د افغانستان اوسنی وضعیت ستونزمن وباله. ښاغلي ګراندې له ازادي رادیو/ ازادي اروپا رادیو سره په دې اړه په مرکه کې وویل: "وضعیت خورا ستونزمن دی. خو زه فکر کوم چې هغې سترې بشرپالې پانګونې، چې په وروستیو څو میاشتو کې شوې، د اوس وخت لپاره بحران محدود کړی دی. ستونره دا ده چې طالبان باید خپلې پالیسۍ، په تېره بیا د ښځو او اقلیتونو په اړه بدلې کړي. خو مهمه دا ده چې له طالبانو سره دیالوګ ته دوام ورکړئ او له دې لاس مه اخلئ. ګنې هلته به یو ستر بشري بحران اروپا ته د کډوالو سېل مات کړي. Читать дальше...