د پاکستان پوځ په بیا بیا د وسله والو د ملاتړ تورونه او وايي د ټولو وسله والو ډلو ضد يې بې له توپیره عملیات کړي دي. خو د پوځ پر دعوو سربېره په شمالي وزیرستان کې حملې روانې دي او د ۲۰۲۲ز کال د جون تر ۲۹مې هلته ۲۵ هدفي بریدونه شوي ول چې د زیاترو ذمه واري چا نه ده منلې.