Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

طالبان: د حکومت پر تشکیل بحثونه پای ته رسېدلي او ډېر ژر به اعلان شي

0
طالبان: د حکومت پر تشکیل بحثونه پای ته رسېدلي او ډېر ژر به اعلان شي

طالب چارواکي وايي چې له اوږدو خبرو، سلا مشورو وروسته د نوي حکومت د تشکیل په اړه بحثونه پای ته رسېدلی.

د طالبانو مطبوعاتي غړي مولوي بلال کریمي نن د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به نوی حکومت اعلان شي: "د حکومتوالی او حکومت په اړه چې کومې مشورې او بحثونو دوام درلود هغه بشپړ شوي دي، موږ امیدواره یو چې ډېر نژدې راتلونکي کې به یو نوی حکومت اعلان شي او موږ به یې شایدان یو."

خو دا چې د حکومت طرز، جورښت او څرنګوالی به څه ډول وي او له دوی پرته په کې نور چاته ونډه ورکړل شوې، نوموړي په دې اړه زیات معلومات ورنه کړل.

دی وايي چې د دوی مشر هبت الله په مشرۍ د حکومتوالۍ درې ورځنۍ ناسته د تېرې دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلی.

ښاغلي کریمي زیاتوي چې قطر کې د دوی د سیاسي دفتر استازو د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو له ډپلوماټو سره د اړوندو هېوادونو د اندېښنو د رفع کولو او اقتصادي بنسټونو د بیارغونې او ډپلوماټو اړیکو جوړونې پر سره خبرې روانې دي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر لیکلي چې تېره ورځ د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د چین له سفیر زوجیان سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي او چینايي لوري د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو په غوښتنه په قطر کې د دوی له سفیر یپک مېټل له شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدلي.

په اعلامیه کې راغلي چې سفیر یې له ستانکزي سره د هند پر ضد د افغانستان د خاورې استعمال په اړه اندېښنه شریکه کړې او مقابل لوري د اندېښنو د رفع ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل، له پنجشیر پرته طالبانو پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړې.

طالبان وايي، هڅه دا ده چې په پنجشیر کې رامنځته شوې ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي تر اوسه پوځي اقدام نه دی شوی.

له تېرو دوو اونیو راهیسې د طالبانو او د پنجشیر د مقاومت ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي، دا چې په دې خبرو کې کوم پرمختګ شوی او که نه؟ نه طالب او نه هم د مقاومت جبهې چارواکي په دې اړه معلومات ورکوي.

نړیوال وايي د طالبانو کړنې له نږدې څاري او له دوی سره اړیکې او د دوی په اړه قضاوتونه به د دوی د دوی نوي حکومت پورې اړه ولري.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ига Свёнтек

«Ну и кто сказал, что женский теннис — это скучно?» Свёнтек — после матча с Соболенко






«Попрошайка»: Киркоров унизил Успенскую в эфире шоу

В России растет число жалоб на таксистов-извращенцев

Бизнесмен Афанасий Максимов решил дальше судиться с экс-президентом Якутии

ФСБ: Гитлер надеялся тайно переманить США и Великобританию на свою сторону