د کندهار په زرګونو اوسېدونکو ته د اجباري کډې کېدو خبرداری ورکړل شوی
د کندهار د زړې قول اردو یا فرقې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له دې سیمې کډه وکړي. د دې سیمې په زرګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ د کندهار ښار پر لارو سړکونو لاریون وکړ. دوی ادعا وکړه، چې طالبانو د زړې قول اردو اوسېدونکو ته درې ورځې وخت ورکړی، چې دغه سیمه تخلیه کړي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.