طالبانو د ملګرو ملتونو پر یوې پرېکړې اعتراض کړی
طالبانو د ملګرو ملتونو پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې د دوی استازی د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت سفیر نومول شوی، نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی حق لري د افغانستان استازیتوب وکړي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي. شاهین زیاته کړه: "موږ د خلکو ملاتړ لرو او موږ د دې وړتیا لرو چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع وکړو. نو دا زموږ حق دی چې د ملګرو ملتونو د اصولو پر بنسټ... Читать дальше...