Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 20.09.2021

د طالبانو حکومت په راتګ سره د 'سوداګرو مېرمنو فعالیتونه' درېدلي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښخینه سوداګرو ستونزې. یو شمېرو يې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره‌یې کارونه درېدلي چې له امله‌یې له ستونزو سره مخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرافغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته ډېری دوی او د سوداګرو ښځو د خونې مسؤلین له هېواده وتلي دي. شهرزاد مصطفوي چې د تازه مېوو په سوداګرۍ بوخته او د هوايي دهلېزونو له لارې یې هند او عربي متحده اماراتو ته صادرولې، اوس‌یې کارونه ځنډېدلي دي. مېرمن مصطفوي وايي، مخکې له دې یې هره... Читать дальше...

د روسیې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه څو د پام وړ ټکي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې پر اپوزېسیون د پراخ بندیز او له انتخاباتو څخه د پیاوړو سیالانو له ایستلو وروسته، د پوتین ملاتړ لرونکی ګوند وتوانېد چې د روسیې ولسي جرګه کې خپل اکثریت وساتي. د ازادي راډیو خبر څانګې د روسیې د دوما (ولسي جرګې) انتخاباتو کې څو د پام وړ مهمې مسئلې یادې کړي. لومړی څه چې د روسیې د انتخاباتو په اړه پرې پوهېدل مهم دي، دا دي چې دا انتخابات ډېر په غور له اوله تنظیم شوي وو، هغه داسې چې اپوزېسیون کاندیدان تر ډېره له کاندیدېدو منعه شوي وو او د حکومت پر مخالفانو سخت بندیزونه لګول شوي وو. د انتخاباتو... Читать дальше...

جرمني ته لېږدول شويو افغانانو ته د څو واکسینونو د لګولو بهیر بشپړ شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو پوځ وايي، هغو کسانو ته‌یې چې په وروستیو کې له افغانستانه جرمني ته لېږدول شوي د شري، کڅوک یا چېچک او کله‌چرک پر ضد د واکسین لګولو بهیر بشپړ شو. د جرمني خبري اژانس په حواله، دغه واکسینونه په دوو پوځي مرکزونو کې پر اته زره او اته کسانو تطبیق شوي دي. د دغو واکسینونو لګولو هدف د ناروغیو د خپراوي مخنیوی ګڼل شوی دی. د جرمني رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړی وو په هغو کسانو کې د شري او کڅوک ناروغي زیاته لیدل شوې چې په وروستیو کې له افغانستانه جرمني ته لېږدول شوي دي.

فایزر او بایو اېن تیک هڅه کوي ماشومانو ته د کرونا واکسین د لګولو جواز واخلي

Pa.azadiradio.com 

فایزر او بایو اېن تیک شرکتونه وايي، دوی هڅه کوي ژر تر ژره له پنځو څخه تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د لګولو رسمي جواز ترلاسه کړي. د دغه واکسین کلینیکي ازمیښت ثابته کړه چې وړو ماشومانو ته هم بې‌ضرره دی او دوی ته خوندیتوب ورکوي. دغو شرکتونو نن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغه واکسین به تر هغه ډوز چې ۱۲ کلنو او تر هغه پوخ ­عمره کسانو ته ورکول کېږي، په لږ ډوز کې ماشومانو ته ولګول شي. په نړۍ کې څه کم شپږ میلیارد ډوزه واکسین خلکو ته لګول شوی دی، خو لا هم د نړۍ په ځینو هېوادونو کې ځیني کسان نه‌غواړي دغه واکسین ولګوي.

افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ ته د کمې پاملرنې په اړه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

کرونا اوس هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی. ګن شمېر افغانان په هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته د دې ویروس پر وړاندې مبارزه له ستونزو ډکه بولي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا اندېښنه هم لري که د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه په سمه توګه مدیریت نه‌شي پایلې به‌یې خطرناکې وي. عبدالوهاب چې اوونۍ وړاندې یې نیکه همدې ویروس وواژه، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نوي بدلونونو سره باید د دې ویروس پر وړاندې مبارزه پڅه نه‌شي. هغه له طالبانو غواړي چې د کرونا پر وړاندې مبارزه له پخوا جدي کړي. Читать дальше...

حق ویل مې خاصه ده: محمد اصف صمیم

Mashaalradio.com 

د استاد محمد اصف صمیم په نیول کېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې په لسګونو کسانو د هغه د نیول کېدو پېښه غندلې او د هغه په اسلاميت، افغانیت او سپېڅلتیا يې لیکنې کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو 'ډېری امن خونې' تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د تاوتریخوالي ځپلو مېرمنو لپاره هغه امن خونې چې ورته د سرپناه خوندي ځای بلل کېده، نور تړل شوي دي. په افغانستان کې د امن خونو یو شمېر مسؤلین وایي، د طالبانو له حاکمیت سره د دوی کارونه په ټپه درېدلي او دغلته ساتل کېدونکې مېرمنې یې خپلو کورنیو ته ورسپارلې دي. دغه امن خونې د طالبانو له چلند او د دغو مېرمنو دوسیو ته د رسېدنې لپاره د قضایي ارګان نشتوالي له امله تړل شوي. د «ښځو غږ» په نوم یوه امن خونه چې څه باندې ٥٠ مېرمنو ته‌یې ځای ورکړی و اوس خپل فعالیت درولی دی. د دغې ادارې یوه غړې چې نه‌غواړي... Читать дальше...



د ملګرو ملتونو سرمنشي: د طالبانو ترمنځ د قدرت پر سر لانجې وضعیت پېچلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي د طالبانو د بېلابېلو سیالو ډلو ترمنځ د قدرت پر سر لانجې په افغانستان کې وضعیت پېچلی کړی دی. انتونیو ګوترش له «CNN» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: "موږ ګورو چې ټول‌ګډونه حکومت د طالبانو د خپل‌منځي اختلافاتو له امله جوړ نه‌شو. څه چې اعلان شول د یوه ټول‌ګډونه حکومت لپاره وروستۍ پرېکړه نه‌ده. زما په اند د افغانستان وضعیت د وړاندوينې وړ نه‌دی، په داسې یو حالت کې باید د دې هېواد په مسایلو کې ونډه ولرو او د هغو افغانانو چې ځورېږي، لاس‌نیوی وکړو. دا معلومه نه‌ده چې موږ بریالي... Читать дальше...

د اسپانیې کنري ټاپو کې اورشیندنې ګڼ اوسېدونکي بې‌ځایه کړل

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیې د کنري ټاپو په لا پالما سیمه کې لږ تر لږه څلور کلي وروسته له هغې له خلکو تخلیه شول چې پرون هلته اورشیندنه یا اتشفشان پیل شو. تر اورشیندنې وروسته هوا ته لاوا وشیندل شوه او خوټېدونکې څپې پر کورونو وربرابرې شوې. تر اورشیندنې څو ساعته وروسته چارواکو اول د دې ټاپو د جنوب له ګڼ­‌مېشتو سیمو زیانګالي یعنې اسیب‌پذیره اوسېدونکي او څاروي وایستل. په اورشیندنه کې چې پرون ماسپښین پیل شوه، تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

 د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر کابل ته تللی

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر نن سهار کابل ته تللی چې د روغتیايي ادارو د تمویل په اړه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي. تدروس ادهانوم ګبریاسوس په داسې حال کې کابل ته ځي چې د اګسټ پر ۱۵مه پر کابل هم د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته په دغه هېواد کې د بشري بحران په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د طالبانو فرهنګي کمېسیون رسنیو ته ویلي چې ګبریاسوس به د طالبانو له رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

 یونېسف: افغانستان کې ۱۰ ملیونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي په افغانستان کې نږدې ۱۰ ملیونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان نن دوشنبه (د وږې ۲۹مه) په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو ترڅنګ د درېدو لپاره هېڅکله دومره عاجله اړتیا نه‌وه پېښه شوې. تېره دوشنبه د سویس په جنوا کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په یوه نړیوال کنفرانس کې مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه. ټاکل شوې ده چې دا مرستې طالبانو ته ورنه‌کړل... Читать дальше...

یوه وسله‌وال د روسیې پرم ښار په یوه پوهنتون کې په ډزو ګڼ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د پرم ښار په یوه پوهنتون کې یوه وسله‌وال کس په ډزو سره ګڼ کسان ووژل. د روسیې تحقیقاتي کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي په دې حمله کې چې نن شوې ۸ کسان وژل شوي دي. دغه کمېټه وايي ګڼ نور کسان ټپیان شوي او وسله‌وال تن هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی. ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی چې حمله کوونکي وروسته ساه ورکړې ده. روسي رسنیو ویلي، نن یوه ناپېژانده کس د پوهنتون ودانۍ ته له ننوتلو وروسته ډزې پیل کړې. بل‌خوا رین (REN) ټلوېزیون د پېښې د صحنې وېډیویي تصاویر خپاره کړي چې ښيي خلک د ډزو پر مهال د دوهم پوړ له کړکیو ځانونه لاندې اچوي.

انتونیو ګوترش: د طالبانو سرپرست حکومت د دوی ترمنځ د خپل‌منځي اختلافاتو پایله ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د طالبانو ترمنځ خپل‌منځي اختلاف شته او له همدې امله دا ډله ونه‌توانېده چې ټول‌ګډونه حکومت اعلان کړي. انتونیو ګوترش له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، د طالبانو له‌خوا اعلان شوې سرپرست کابینه ټول‌شموله نه‌ده. ګوتریش وايي، که طالبان غواړي نړۍ یې په رسمیت وپېژني، باید د نړیوالې ټولنې مهمو ارزښتونو ته درناوی وکړي. ښاغلی ګوترش زیاتوي: "موږ ګورو چې ټول‌ګډونه حکومت د طالبانو د خپل‌منځي اختلافاتو له امله جوړ نه‌شو. څه چې اعلان شول د یوه ټول‌ګډونه حکومت لپاره وروستۍ پرېکړه نه‌ده. Читать дальше...

د افغانستان نجونه د خپل تعلیم په اړه اندېښمنې دي

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت د سېپټېمبر پر ۱۸مه د نجونو او هلکانو ټول ابتدايي ښوونځي او د هلکانو لېسې بیا پرانیستې خو د نجونو ثانوي سکولونه یا لېسې یې نه دي پرانیستې. د هېواد ټول ښوونځي د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له لوري د کابل او د افغانستان د زیاتره ولایتونو تر نیولو وروسته تړل شوي ول. افغانې نجونه وايي، د طالبانو اقدام د زده کړو او راتلونکې په اړه اندېښمنې کړې دي. خو طالبان وايي، د نجونو د لېسو د بیا پرانیستو په اړه به ژر پرېکړه وکړي. پر دې موضوع د رویټرز، اسوشيېټېډ پرېس او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ وګورئ.

د کرملېن ملاتړې د متحدې روسیې ګوند په پارلماني انتخاباتو کې د بري ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرملېن له ملاتړه برخه‌من د متحدې روسیې ګوند ادعا وکړه چې د روسیې د ولسي جرګې درې ورځنۍ ټاکنې یې ګټلې دي. اپوزېسیون وايي، د دغو درې ورځنیو ټاکنو پر مهال انتخاباتي سرغړونې او په رایو کې لاسوهنه شوې ده. دغه ټاکنې چې پرون پای ته ورسېدې او مهمې ځکه ګڼل شوي چې ګومان کېږي په مرسته‌یې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي پر قدرت خپلې منګولې لا خښې کړي، هغه هم داسې وخت چې د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته ښايي بیا ځان کاندید کړي. په روسیه کې د ګولوس په نوم پر ټاکنو د څار خپلواک بنسټ د بورډ غړي ویتالي اوریرین... Читать дальше...

په کندز کې ښځینه خبریالانې: طالبان مو رسنیو کې کار کولو ته نه‌پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، د طالبانو له‌خوا پر دوی په سیمه‌ییزو رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی خبرداری ورکوي، که چېرې دوی ته بېرته په رسنیو کې د فعالیت اجاز ورنه‌کړل شي، نو اړ دي چې هېواد څخه بهر ولاړې شي. ۲۵ کلنه رویا احمدي چې دا يې مستعار نوم دی ازادي راډيو ته وویل: "پخوا ما کابو ۱۰ زره افغانۍ معاش درلود او له همدې لارې مې د خپلې کورنۍ او د وړو خویندو لګښت پوره کاوه. له کله راهیسې چې پر موږ په رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی دی. Читать дальше...

Новости России
Москва

Новый транспортный хаб начали строить Казахстан, РФ и Китай


داعش په ننګرهار کې د تېرو دوو ورځو د خونړیو حملو مسؤلیت واخیست

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ننګرهار کې د تېرو دوو ورځو کې د خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه واخیست.  په دغو حملو کې چې د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د شنبې او یکشنبې په ورځو وشوې د طالبانو موتړ په نښه شوي و. د شنبې په ورځ په درېیو جلا چاودنو کې د طالبانو موټر په نښه شوي چې لږترلږه دوه تنه په‌کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي او پرون یکشنبه هم د طالبانو پریوه موټر په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون لږترلږه پنځه تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول. د اعماق په نوم وېب‌پاڼه کې چې د داعش یوه تبلیغاتي... Читать дальше...

د کابل له نړیوال هوایي ډګر له ۲۳۰ زیات نور کسان هم قطر ته ولېږدول شول

Pa.azadiradio.com 

د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د قطر د هوایي شرکت څلورمه چارټر الوتنه پرون یکشنبه ترسره شوه چې له ۲۳۰ زیات کسان‌یې هغه هېواد ته ولېږدول.  د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې لؤلؤة راشد الخاطر په یوه ټویټ کې ویلي چې له کابله ایستل شویو کې د افغانانو په ګډون امریکایي او د اروپایي ټولنې اتباع دي. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه بل قطري چارواکي ویلي، په دغه الوتنه کې ۲۳۶ تنه دوحې ته ولېږدول شول چې دا د اګسټ له ۳۱مې چې له افغانستانه د امریکایي او نړیوالو متحدانو پوځي مأموریت‌یې پای ته ورسېد،... Читать дальше...

د افغان روباتیک ټیم هرکلي لپاره مکسیکو کې د بایسکل ځغلولو ننداره جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو د روباتیک ټیم څلورو غړو پرون د مکسیکو په پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د بایسکل ځغلولو په هغه ننداره کې ګډون وکړ چې د ښځو له‌خوا دوی ته د هرکلي لپاره تنظیم شوې وه.  د بایسکل ځغلولو په دغه ننداره کې چې «مکسیکو تاسو په غېږه کې نیسي» په نوم جوړه شوې وه، یو شمېر نورو ښځو هم ګډون کړی و او دوی د مکسیکو سیټي په مرکزي برخه کې د انقلاب تر یاد څلي پورې پر بایسکلونو ولاړې. د هرات د نجونو د روباتیک ټیم پنځه غړې د تېرې میاشتې په وروستیو کې د طالبانو له‌خوا د کابل له نیول کېدو وروسته مکسیکو ته ولاړې او د هغه هېواد چارواکو یې تود هرکلی وکړ. Читать дальше...

طالبان: په بېړه کار کوو چې له ۶ ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته ستنې شي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي، په بېړه کار روان دی چې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې زده‌کوونکې هم بېرته ښوونځیو ته وګرځي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، دوی اوس دې برخه کې د ځینو تګلارو په جوړولو بوخت دي چې هدف‌یې د زده‌کوونکو خوندیتوب دی. مجاهد وایي: "د نجونو په برخه کې د مصونیت لپاره لږ طرزالعمل او لایحو ته ضرورت شته چې هغه عملي شي، دوی ته به هم زمینه‌سازي کېږي. کار په جدیت سره روان دی. ضرورت دی چې د دوی د تګ راتګ مصونیت تضمین شي او بل‌یې تعلیمي بهیر داسې تنظیم شي چې دوی جلا وي او مطمئن." طالبان دا ډاډ... Читать дальше...

اروپایي ټولنه: په افغانستان کې بشري حقونه تر ګواښ لاندې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ون برنډت وایي، دغه هېواد کې بشري حقونه تر ګواښ لاندې دي. ښاغلي برنډت پرون ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې تعلیم او کار ته د نه‌لاسرسي حق هغه موضوع ده چې دی یې اندېښمن کړی دی. نوموړی دا اندېښنه وروسته تر دې څرګندوي چې د طالبانو په راتګ د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې ده. د ښځو د حقونو په برخه کې اندېښنې وروسته تر دې زیاتې شوې چې طالبانو وروستیو کې له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده‌کوونکو ته د "شرایطو" تر برابرېدو کور کې د پاته کېدو سپارښتنه وکړه. کابل... Читать дальше...

د کابل هوایي ډګر د کورنیو او نړیوالو الوتکو په مخ بېرته پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

له څه باندې یوې میاشت ځنډ وروسته د کابل نړیوال هوایي ډګر د نړیوالو سوداګریزو الوتکو په مخ رسماً پرانیستل شو. د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي، اوس لپاره د کابل هوایي ډګر د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو بجو پورې د الوتنې او ناستې لپاره چمتو دی. د دغې ادارې د الوتنو خوندیتوب د سټنډرډ مشر غلام جیلاني وفا وایي، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره له تخنیکي پلوه د شپې پر مهال هم د هوایي ډګر چارې فعاله کړي. ښاغلي وفا ازادي راډیو ته وویل، له دغه هوایي ډګره پرون تر څه باندې میاشتني ځنډ وروسته د کام... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский






Тетерин победил Манжуева в бою турнира «Бойцовского клуба РЕН ТВ»

Суд получил апелляционную жалобу на арест фигуранта дела о взятке замминистра

Фигурант дела замминистра обороны Тимура Иванова Сергей Бородин обжаловал арест

Преданный забвению. Как Иван Винокуров отстоял Алдан для Якутии