Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 18.09.2021

جلالي: افغانستان د امپراتوریو هدیره نه، د جګړې قرباني دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د واشنګټن په ملي-دفاعي پوهنتون کې استاد، علي احمد جلالي په دې باور دی، چې طالبان که غواړي د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي، په خپل لیدلوري کې دې بدلون راولي. ښاغلي جلالي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ځینو انګېرنو خلاف، افغانستان د «امپراتوریو هدیره» نه، بلکې د امپراتوریو د جګړې قرباني دی. احمد تکل له ښاغلي جلالي سره پر سکایپ خبرې کړي

عمران خان طالبانو سره د یوه ټول­ شموله حکومت په اړه خبرې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم وايي، له طالبانو سره یې د یوه ټول­ شموله حکومت په اړه چې تاجکان، هزاره او ازبکان په کې حضور ولري، خبرې پیل کړي دي. عمران خان نن په خپل ټویټر کې لیکلي، دغه خبرې یې به دوشنبې کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر تفصیلي بحث وروسته پیل کړي دي. ده زیاته کړې د څلورو لسیزو تر جګړو وروسته د حکومت ټول شموله اوسېدل په افغانستان کې له سولې او ثبات سره چې د عمران خان په خبره د سیمې په ګټه دی، مرسته کوي. د پاکستان صدراعظم... Читать дальше...

د قزاقستان پولیسو لږ تر لږه ۶ فعالان د اعتراض پرمهال نیولي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان پولیسو لږ تر لږه شپږ فعالان د هغه اعتراض پرمهال ونیول چې د قزاقستان د ډموکراتیک ګوند په نوم د ناراجسټر شوي سازمان له خوا تنظیم شوی و. په لسګونو کسانو په جنوب ختیځ ښار الماتې کې په لاریون کې برخه واخیسته او د پخواني مستبد ولسمشر نورسلطان نظربایف پرضد یې شعارونه ورکړل. ګومان کېږي چې نظربایف اوس هم د پردې تر شا دغه هېواد کنټرولوي. اعتراض کوونکو د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او د حکومت هغه پلان یې وغانده چې غواړي د ځینو حکومتي سیسټمونو د ډجیټل کولو لپاره له یوې روسۍ کمپنۍ کار واخلي. Читать дальше...

پنټاګون په کابل کې د ۱۰ ملکي وګړو د وژنې له امله بښنه غوښتې ده

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي، چې یوې څیړنې ثابته کړې چې شاوخوا یوه میاشت مخکې په کابل کې د امریکايي ځواکونو د هوایي برید قربانیان ملکي وګړي وه. د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندي قوماندان جنرال مک کینزي د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې غلطۍ او "غمیزې" مسوولیت مني. هغه د قربانیانو خپلوانو ته خپله خواخوږي وړاندې کړه او ویې ویل چې هغه د دې لپاره "په کلکه بښنه غواړي" د اګست په ۲۹ مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه پر یوه کور هوايي برید د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل.

د هایتي زرګونه پناه غوښتونکي د امریکا تکزاس ایالت کې راغونډ شوي

Pa.azadiradio.com 

د هایتي په زرګونو پناه غوښتونکي د امریکا د متحدو ایالاتونو د تکزاس ایالت په یوه کوچني سرحدي ښارګوټي کې تر یوه پله لاندې راغونډ شوي دي. دا موضوع د ولسمشر جو بایډن د د مهاجرت پالیسیو لپاره یو ازمېښت ګڼل کېږي. تر پرون پورې د هغو پناه غوښتونکو شمېر تر لسو زرو واوښت چې په ديل ریو ښارګوټي کې تر یوه پله لاندې راغونډ شوي دي. د امریکا د ګمرکونو او سرحدي خوندیتوب ادارې او محلي چارواکو ویلي چې اټکل کېږي په را روانو ورځو کې به په زرګونو نور کسان همدغه ځای ته ورسېږي. هغه مقررات چې د ۲۰۲۰میلادي کال په... Читать дальше...

په روسیه کې نن هم پارلماني ټاکنې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې نن هم خلک په پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته روان دي. د دغو درې ورځنیو ټاکنو پرمهال د ټلګرام په څېر مشهور اپلېکېشن، د چټ کولو ټولې برخې ځنډولي، چې په روسیه کې د انتخاباتي کمپاین لپاره کار ورڅخه اخیستل کېده. دا د سیاسي اپوزیسیون د زنداني شوي مشر الکسي ناوالنۍ لپاره یو ګوزار ګڼل کېږي چې د رایې ورکولو ځیرک اپلکېشنونه یې مخکې د اپل او ګوګل له سټورونو لېرې کړای شول. له دغو اپلکېشنونو د ټاکنو د لارښوونې لپاره کار اخیستل کېده. د متحدې روسیې ګوند چې کرملین یې ملاتړ کوي، تمه لري چې دغه پارلماني ټاکنې وګټي.

د پرمختللي ژوند په لټه کې کابل ته راکډه شوي کډوال بېرته خپلو مېنو ته ستېږي

Pa.azadiradio.com 

په تېرو شلو کلونو کې د ناامنیو، روزګار پيدا کولو، تعلیم، ښاري ژوند او اسانتیاوو ته د لاس رسي په لټه له ولایتونو کابل ته را کډه شوي، بېرته خپل اصلي مېنو ته ستنېږي. دوی چې زیاتره یې د پخواني دولت کارکوونکي دي وايي، د څو میاشتو تنخوا یې نه ده اخیستې، کار او بار نشته، اقتصادي ستونزې زیاتې دي او خپل راتلونکې ته سخت اندېښمن دي. له دې ډلې احمدا وایي:"دولتي کارکوونکی یم، له بده مرغه له څو میاشتو راهیسې مې معاش نه دی اخیستی، کوم کور مې چې په کرایه نیولی و، کرایه یې رانه غوښته، له کومو دوکانونو چې موږ... Читать дальше...

په افغانستان کې ښوونځي او دارالعلمونه یوازې د هلکانو پر مخ پرانېستل شول

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له اته میاشتني ځنډ وروسته ښوونځي پرانیستل شول. ‎د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې خپره کړې خبرپاڼې سره اعلان کړی چې سر له نن شنبه دې ټول نارینه زده کوونکي او ښوونکي بېرته خپلو ښوونځیو ته حاضر شي. ‎په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د وږي میاشتې له ۲۷مې نېټې په ټول هېواد کې د نارینه وو رسمي مدرسې او دارلعلومونه دې بېرته پرانیستل شي او تدریس دې بېرته په کې پیل شي. ‎د طالبانو دې اعلان یو شمېر کابل ښاریان او د ښځینه وو زده کوونکو کورنۍ اندېښمنې کړي دي. ‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د کابل اوسېدونکې او... Читать дальше...



بریتانیا پر پاکستانیو وګړو د کورونا له کبله لګېدلي سفري بندیزونه نرموي

Mashaalradio.com 

تر دې مخکې برتانیې سږکال په اپرېل میاشت کې له پاکستانه برتانیې ته د مساپرو په ورتګ بندیز لګولی و. هغه وخت د کورونا وایرس ډیلټا بڼه په تېزۍ سره په خپرېدو وه چې کېسونه یې لومړی ځل په هند کې مخې ته راغلي ول.

د ښځو چارو وزارت د نوم بدلون او په اړه یې غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د ښځو چارو وزارت نوم په "دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر" بدلولو په کابل کې  غبرګونونه را پارولي دي. په دې وزارت کې ځینو پخوانیو ښځینه کارکوونکو چې په دې اداره کې یې کلونه کلونه کار کړی، دا اقدام د ښځو حقونه تر پښو لاندې کول او  له ټولنې د مېرمنو حذف کول ګڼي. د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "نن زموږ بحث د افغانستان د مېرمنو بحث دی چې د نفوس نیمایي برخه جوړوي. هغه مېرمنې چې کلونه کلونه یې مبارزه کړې، تعلیم یې کړی او لوړې زده کړې... Читать дальше...

جلال اباد کې ۳ او کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، په جلال اباد کې درېیو او په کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان وژلي او شا و خوا ۲۰ کسان ټپیان کړي دي. په ننګرهار کې یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د جلال اباد په بېلابېلو برخو کې دغه چاودنې، د طالبانو پر رنجر موټرو د سړک غاړې ماینونو له کبله شوي دي. سرچینه وايي، په چاودنو کې درې ملکیان وژل شوي او په ټپیانو کې طالبان هم شامل دي. په ننګرهار کې د طالبانو ادارې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او د دغو پېښو مسوولیت هم چا نه دی منلی. بل خوا نن د کابل په دیارلسمه... Читать дальше...

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا یو بیان 'لومړی مثبت ګام" وباله

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالاتونو ومنله چې تېره میاشت په کابل کې د دوی د پوځ په یوه هوايي حمله کې لس ملکیان وژل شوي، د بښنې نړیوال سازمان د امریکا دغه بیان 'لومړی مثبت ګام" وباله. په دغه سازمان کې د کړکېچ د چارو مخکښ سلاکار، براین کسټ­نر وویل، هغه کسان باید په یوه عادلانه محاکمه کې مجازات شي چې د دې پېښې مسوول دي. د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، جنرال کېنټ مککنزي  د جمعې په ورځ وویل، د اګسټ پر ۲۹مه د کابل هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د پوځ د بې پېلوټه الوتکې حمله یوه تېروتنه وه... Читать дальше...

ایران: افغانستان سره پر پوله د داعش ظهور ته اجازه نه ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر وايي، هېواد یې له افغانستان سره پر پوله د داعش ډلې ظهور ته اجازه نه ورکوي. ابراهیم رئیسي دا خبرداری نن شنبه تاجکستان ته د خپل سفر په پای کې د خبرو پر مهال ورکړ: "په افغانستان کې د داعش حضور نه یوازې افغانستان، بلکې سیمې ته هم خطرناک دی. موږ په هېڅ ډول نه شو منلی چې تروریستي جریان او داعش زموږ د پولې په اوږدو کې ځای پرځای شي،  نورو هېوادونو، سیمې یا هم افغانستان ته ضربه ورکړي."  له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، طالبانو څه باندې میاشت مخکې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه. Читать дальше...

د روسیې د پارلماني ټاکنو په دویمه ورځ د پراخو درغلیو ادعاوې شوي

Pa.azadiradio.com 

نن د روسیې د پارلماني ټاکنو په دویمه ورځ د پراخو درغلیو ادعاوې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له ټلګرامه د زنداني شوي سیاسي مشر، الکسي ناوالنۍ د ځیرکې رایې اچونې برخه ورکه شوه. د اپل او ګوګل له سټورونو هم د ناوالنۍ اړوند ځیرک اپلکېشنونه چې د رایو لپاره کارول کېدل، لېرې کړای شوي دي. اټکل کېږي چې د روسیې واکمن ګوند متحده روسیه چې کرملین یې ملاتړ کوي، په دغو ټاکنو کې چې درې ورځې دوام کوي، ډېرې رایې وګټي. د ګولوس په نوم د ټاکنو د څارنې خپلواک بنسټ پرون د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ۲۰۰۰ سرغړونو موارد ثبت کړي وو چې ښیي رایې په پیسو رانیول شوي دي.

جلال اباد او کابل کې چاودنو دوه تنه وژلي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي

Mashaalradio.com 

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وایي چې د سېپېټمبر پر ۱۸مه سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند غوچکو سيمه کې د طالبانو په رېنجر موټر چاودنه شوې، خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

له پاکستان سره د نیوزيلېنډ کرکټ لوبې ځنډول سازش دی: شېخ رشيد

Mashaalradio.com 

شيخ رشيد احمد د سېپټېمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې وضاحت ورنه کړ چې دا سازش چا او ولې کړی خو زياته يې کړه چې نیو زیلینډ ته يې د هرقسمه امنيت ډاډ ورکړ خو د ده په خبره د نیو زیلینډ وزيراعظمې ورته وويل چې هغې ته خبر ورکړل شوی چې پر کرکت لوبډله به یې له هوټل بهره بريد کېږي.

د مالیې وزارت: ټولو دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ماليې وزارت په يوې اعلاميه کې ټولو دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې مياشتنی معاش به يې په منظم ډول ورکول کېږي. د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دولتي کارکوونکو د معاشاتو د اجراء په پروسه کې چې ځينې تخنيکې ستونزې رامنځته شوې وې، د دې وزارت په پوره هڅو سره د له منځه تلو په حال کې دي. د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برخه کې د اړوند ادارو سره په جدي ډول د دې مسالې د ژر حل کېدو په تړاو هڅې روانې دي. نوموړي وزارت ټول دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې خپلو دندو ته دې په ورځني ډول حاضره اوسي.

Новости России
Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


د کرنې وزارت او خوړو نړیوال پروګرام له ۲۵۰ کورنیو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د خوړو نړيوال پروګرام «WFP» سره په همغږۍ له ۲۵۰ بې وزله کورنيو سره مرسته کوي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د پروان او کاپيسا ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې به پر ۲۵۰ بې وزله کورنيو چې بزګران او اړمنې کورنۍ دي اصلاح شوي تخمونه، د شېدو اوزې او د هګيو چرګان ووېشي. د دې وزارت له قوله ويل شوي چې دغه مرستې به د روانې میاشتې په لړ کې اړمنو کورنيو ته ورسېږي. د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دا د بزګرانو له اړمنو کورنيو... Читать дальше...

کابلیان د خوړو لپاره د خپل کور توکي پلوري

Mashaalradio.com 

په کابل کې د استعمالي څیزونو دوکانداران وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کاروبار ښه شوی دی. په دې بازار کې د کور هر ډول سامونونه پراته دي چې د ګرانۍ او بې روزګارۍ له وجې مجبوره خلکو پکې قیمتي سامونونه هم په ډېر ارزانه بییه پلورلي دي. په دې کې ځینې سامانونه هغو خلکو هم خرڅ کړي چې له هېواده یې وتل غوښتل او د سفر لپاره ورسره پېسې نه وې.  ویډیو: اې اېف پي

قطر ته له کابله ۱۷۰ کسان په چارتر الوتکه کې ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د قطري چارواکو په وینا له کابله ۱۷۰کسان پرون په چارتر الوتکه کې قطر ته ورسېدل. د رویټرز اژانس د راپور له مخې په دوی کې د یو شمېر افغانانو ترڅنګ د متحد ایالاتونو، بلجیم، بریتانیا، کروایشیا، جرمني، هالنډ او ایټالیا اتباع شامل دي. د امریکا حکومت د اګسټ په وروستیو دوو اونیو کې شااوخوا یو سل او څلوېښت زره کسان له افغانستانه وایستل او بیا یې دا ماموریت داګسټ په ۳۱مه پای ته ورساوه. له دې نېټې را وروسته دا درېیمه چارتر الوتکه ده چې له افغانستانه خلک بهر ته وړي. قطر له طالبانو سره دا موافقه کړې ده... Читать дальше...

طالبانو د ښځو وزارت په 'امربالمعروف او نهی عن المنکر' باندې بدل کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ښځو چارو وزارت د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف او نهي عن المنکر په وزارت بدل کړ.  رویټرز اژانس خبر ورکړ چې په کابل کې د ښځو چارو د وزارت پر ودانۍ د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت لوحه نصب شوې ده.  بل لور ته د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له هلکانو غوښتې دي چې سر له ننه ښوونځيو ته ولاړ شي.   په دې خبرپاڼه کې ښوونځيو ته د نجونو د تګ خبره نه ده یاده شوې او دا نه ده څرګنده چې نجونې به کله ښوونځيو ته ځي.  د نوېیمې میلادي لسیزې په دوهمه نیمایي کې د... Читать дальше...

د الجزایر پخوانی ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د ۸۴ کلنۍ په عمر ومړ

Pa.azadiradio.com 

د الجزایر پخوانی ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د څلور اتیا کلونو په عمر ومړ.  د الجزایر دولتي تلویزیون پرون دا خبر ورکړ.  بوتفلیقه په ۱۹۹۹م کال کې د الجزایر ولسمشر شو او شل کاله وروسته پراخو مظاهرو اړ کړ چې استعفی وکړي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский






Гинеколог объяснила, как будут оценивать репродуктивное здоровье россиян

Россияне все чаще стали покупать структурированную икру

Путин призвал обеспечить равные возможности россиянам из разных регионов

Синоптик Ильин рассказал, когда в Москве закончится дождь