Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 24.09.2021

لندن د بریتانوي سرتیرو له لوري د ۲۸۹ افغان ملکيانو د وژلو تاوان ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د رسمي ارقامو پر اساس، د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري د ۲۸۹ ملکي وګړو د وژلو تاوان ورکړی دی.  د بریتانیا د دفاع وزارت اسناد ښيي چې په وژل شوېو کسانو کې ۱۶ ماشومان هم شامل دي.  په سند کې دا هم راغلي چې د بریتانیا پوځ ټولټال ۶ لکه ۸۸ زره پونډه تاوان ورکړی چې په متوسط ډ‌ول د هر قرباني په سر ۲ زره ۳۸۰ پونډه کېږي.  ویل شوي چې دا کسان د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ وژل شوي دي.  په یاده موده کې اکثره بریتانیايي پوځیان په هلمند ولایت کې مېشت وو او د دوی له لوري... Читать дальше...

روسیه: غوره بولم چې افغانستان کې د طالبانو اقدامات په ځیر وڅارم

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان غوره بولي چې په افغانستان کې د طالبانو اقدامات په ځیر وڅاري.  د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف دا خبره د رسنیو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا روسیه غواړي چې په افغانستان کې د نویو چارواکو کوم استازي ته د مسکو بلنه ورکړي؟  پیسکوف وویل، د نړۍ د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ښه دا ګڼي چې وګوري طالبان په افغانستان کې څه کوي؟ د حکومت جوړښت یې څه بڼه خپلوي او څرنګه خپلې ژمنې عملي کوي.  د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.  د چهارشنبې... Читать дальше...

هند کې د افغان ښځینه خبریالانو لپاره بسپنه ټولېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند د ښځینه ژورنالیستانو شبکې (ښځې په رسنیو کې) په افغانستان کې له ژورنالیستانو او نورو ګیر پاتې ملکیانو په تېره بیا ښځو سره د پیوستون لپاره د افغان ښځینه خبریالانو لپاره د بسپنې ټولول پیل کړي دي.  د دې شبکې په وینا، د سېپټمبر په نهمه یې دا نوښت پیل کړ او په دوو اوونیو کې یې ۳۷ لکه هندي روپۍ چې ۵۰ زره امریکايي ډالره کېږي، ټولې کړي دي.  'ښځې په رسنیو کې' شبکه هیله لري چې نورې پیسې به هم ټولې کړي او په دې توګه به د افغان ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.  دوی دا پیسې د افغان ښځینه خبریالانو د الوتکو د ټکټونو، وېزو او نورو لګښتونو لپاره ټولوي.

'Airbnb'کمپنۍ امریکا کې شل زره افغان پناه غوښتونکو ته کورونه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د کرایي کورونو او اپارتمانونو انلاین کمپنۍ'Airbnb' غواړي چې د امریکا په متحدو ایالاتونو کې شل زره نورو افغان پناه غوښتونکو ته وړیا موقتي کورونه ورکړي.   دې کمپنۍ چې مرکز یې د امریکا په سانفرانسسکو کې دی، تر دې وړاندې هم ۲۰ زره افغانانو ته وړیا موقت هستوګنځي برابر کړي وو.  'ایر بي اېن بي' د امریکا د خلکو له سخاوت او مېلمه پالنې مننه کړې چې د لسګونو زره افغانانو لپاره یې وړیا کورونه ورسپارلي دي.  د اګسټ په پنځلسمه نېټه د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته لسګونه زره افغانانو چې ژوند یې په... Читать дальше...

افغان ژباړونکي: ترکیې په میدان پرېښودو، پناه نه راکوي

Pa.azadiradio.com 

هغه افغان ترجمانان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له ترک پوځیانو سره کار کړی، شکایت کوي چې د نورو هېوادونو په شان ترکیه دوی ته پناه نه ورکوي.  دوی وايي چې شمېر یې له یو سلو لسو تر یو سلو شلو کسانو ته رسېږي خو په میدان پرېښودل شوي دي.  دوی وايي، له ناټو هم غواړي چې مرسته ورسره وکړي ځکه چې په افغانستان کې یوازې د طالبانو له ګواښ سره نه دي مخامخ بلکې د داعش او نورو سختدریځو ډلو له لوري هم ګواښل کېږي.

عمران خان: طالبان کېدای شي د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان واوسي 

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، طالبان کېدای شي د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان واوسي.  عمران خان له نیوز ویک مجلې سره په مرکه کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا د ولسمشر جو بایډن سخت دریځ غیر ضروري وباله، ویې ویل پاکستان لېواله دی چې د ترورېزم پر ضد د امریکا همکار واوسي.  ده د سیمې د قدرتونو او امریکا ترمنځ همکاري د ناورین د مخنیوي لپاره چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته یې احتمال زیات شوی دی، مهم وباله.  د پاکستان صدراعظم د طالبانو له لوري په څلوېښتو کلونو... Читать дальше...

راپورونه: جلال اباد کې د ۶ تنو وژل شوېو کسانو جسدونه موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

له جلال اباد څخه د ترلاسه شوېو راپورونو له مخې، په دې ښار کې په تېرو دوو ورځو کې په مرموز ‌ډول د ۶ تنو وژل شوېو کسانو جسدونه موندل شوي دي.   یوې ځايي سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې په ورځ د درې تنو مړي په داسې حال کې وموندل شول چې لاسونه یې تړل شوي وو. د دغو کسانو مړي د جلال اباد ښار جنوب ته د هډې فارم په سیمه کې موندل شوي دي.  د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر دې یوه ورځ وړاندې هم په همدې سیمه کې په ډزو د درې تنو نورو وژل شوېو کسانو جسدونه موندل شوي وو.  په ننګرهار... Читать дальше...

سوداګر او پانګوال: افغانستان بانک دې د زیاتو پیسو د ایستلو اجازه راکړي 

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګرو او پانګوالو له افغانستان بانک څخه وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي ستونزو د مخنیوي او د کاراوبار د  جریان لپاره د زیاتو پیسو ایستلو ته اجازه ورکړي.  د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو وروسته بانکونه او مهم سوداګري مرکزونه بند شوي، خو بانکونو په محدوده پیمانه فعالیت بېرته پیل کړی دی.  اوس عام خلک په اوونۍ کې ۲۰۰ ډالره یا ۲۰ زره افغانۍ له خپل حسابه ایستلی شي، خو شرکتونو ته اجازه ده چې په اوونۍ کې تر ۲۵ زره ډالرو پورې وباسي.  د افغانستان د سوداګري او پانګونې د خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې په ۲۵ زره ډالرو څوک تجارت نه شي کولی. Читать дальше...



فعالانې: که طالبان د ښځو حقونه رعایت نه کړي نړیواله انزوا به یې دوام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار اداره په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو پر اقداماتو اندېښنه ښيي.  د دې سازمان د ښځو د برخې مشرې هیډربار ازادي راډیو ته وویل، طالبان اکثره هغه پالیسۍ چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ عملي کولې، بیا تطبیقوي چې یو وار بیا د ښځو حقونه ورسره محدودېږي. اغلې بار زیاته کړه: "​مهمه ده چې را په زړه یې کړو چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو ونه ویل چې نجونې زده کړې نه شي کولی، دا یې ویلي وو چې اوس امنیتي وضعیت ښه نه دی او باید انتظار وباسي. یقیناً په هماغه کلونو کې چې واک یې په لاس... Читать дальше...

پاکستان رجسټر افغان کډوالو ته سمارټ کارډونه ورکوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قيصرخان اپرېدی د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د کورونا وبا له وجې دا پروسه لږه د ځنډ ښکار شوه خو کوښښ يې دې چې د روان کال تر پایه ټول رجسټر کډوالو ته د تصديق وروسته سمارټ کارډونه ورکړي.

پاکستانۍ لار تر کابله مالونه وړي خو د افغانستان لارۍ اجازه نه لري: خوستي سوداګر

Mashaalradio.com 

دوی زیاتوي، په ګمرک کې د میوو او ترکاریو لارۍ درول کیږي، چې د ترکاریو د خرابیدو لامل کیږي او بل دا چې پاکستانی لارۍ د دې اجازه لري، چې خپل مالونه تر کابله ولیږدوي، خو افغاني لاریو ته بیا دا اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو په ارزګان کې د انسان تښتوونکو یوه اته کسیزه ډله ونیوله

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې طالب چارواکي د انسان تښتوونکو د یوې اته کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.  د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کامران اخندزاده نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډله‌یې په دهراوود ولسوالۍ کې نیولې ده.  ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "کومو کسانو چې دوه ورځې وړاندې یې په دهراوود ولسوالۍ کې یو کس تښتولی او د دغه کس له کورنۍ څخه‌یې پیسې غوښتې، د خوشحالۍ ځای دی چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د ډېرو کوښښونو وروسته هغه راخوشې شو او په تړاو یې ټول کسان ونیول شول."  اخندزاده زیاته کړه چې له تحقیقاتو ورورسته... Читать дальше...

ایراني چارواکو په زندان کې د شاهین ناصري مړینه تأیید کړه

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو په زندان کې د شاهین ناصري مړینه تأیید کړې ده.  نوموړي ادعا کړې وه چې د غېږې نیولو اتل نوید افکاري مخکې له دې چې اعدام شي، شکنجه‌یې په خپلو سترګو لیدلې وه. افکاري چې د یوه قتل په تور په اعدام محکوم شوی و، تېر کال پرې دغه سزا تطبیق شوه. د زندان چارواکو پرون پنجشنبې وویل چې د نوید د مړینې په اړه څېړنه کوي.  دوه ورځې مخکې په اوسلو کې مېشت د ایران د بشري حقونو ډلې د باوري سرچینو له قوله ویلي و چې ناصري وروسته له هغې چې د تهران په یوه لوی زندان کې کوټه قلفۍ ته ولېږدول شو، په مرموز ډول مړ شوی دی. Читать дальше...

په پاکستان کې د دوایانو نرخونه زښته لوړ ختلي

Mashaalradio.com 

د دوایانو د قیمتونو لوړوالي او په لیبارټریو کې د ټیسټونو د ګرانۍ پر ضد پېښور های کورټ کې هم دغه شان درې مقدمې د سېټېمبر پر ۲۳مه اورېدل شوي چې پکې یوه مقدمه د پېښور های کورټ وکیل سیف الله محب کاکا خېل لخوا هم روانه ده.

کابل کې لاریون؛ د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړئ، د خلکو پیسې دي د طالبانو نه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې لسګونه کسانو په یوه اعتراضه لاریون کې له امریکا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه. د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۲» له غرمې وروسته په کابل کې دغه لاریون د افغانستان د مسلمانو ځوانانو (نجم) په نوم د غیر دولتي بنسټ له لارې ترسره شو. د لاریون ګډونوالو ویل چې افغانان د افغانستان د پیسو د کنګل کېدو له امله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د امریکا له لوري د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل کېدو د افغانستان د بانکونو اقتصادي چرخش هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی. ... Читать дальше...

روسیه کې د کرونا ویروس نوی ریکارډ؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲۸ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې روغتیایي چارواکي وایي، د کرونا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲۸ کسان مړه شوي چې دا د دغې وبا له خپرېدو راهیسې په روسیه کې په یوه ورځ کې د مړو شویو کسانو نوی ریکارډ دی. د روسیې د کرونا په وړاندې د مبارزې مرکز نن وویل چې په دې موده کې له ۲۱ زرو ۳۷۹ زیات کسان په کرونا اخته شوي چې یوه ورځ مخکې تر دې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر لږ زیات و، یعنې  ۲۱ زره او ۴۳۸ کسان پرې اخته شوي وو.  دا پرله‌پسې څلورمه ورځ ده چې په روسیه کې له ۸۰۰ زیات کسان د کرونا له امله مري. دا په اروپا کې د دغې وبا له امله د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ده. Читать дальше...

په کوټه کې د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سپټمبر پر ۲۳مه د يو شمېر نورو پښتني سيمو غوندې په کوټه ښار کې هم د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه او د پښتو د ژوند ژواک پر ارزښت خبرې وشوې. دا ورځ په ۲۰۱۵ز کال کې د پښتو اکاډمۍ کوټې له‌خوا د یوه نړيوال کنفرانس پر مهال اعلان وشوه چې اوس هر کال د سپټمبر پر ۲۳مه لمانځل کېږي.

د تاجکستان ولسمشر: طالبان دې یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن پر طالبانو غږ وکړ چې یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي چې ټولې سیاسي ډلې او قومونه په‌کې ګډون ولري.  ښاغلي رحمن دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته له مخکې په یوه ثبت شوې وینا کې کړي او ویلي یې دي چې دا ډول یو حکومت به په دغه جګړه‌ځپلي هېواد کې کړکېچونه کم کړي.  ښاغلي رحمن په افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه خپلې اندېښنې بیا مطرح کړې او هغه‌یې د سیمې سولې او ثبات ته یو جدي ګواښ بللی. طالبانو د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۵مه کابل ونیو چې ورسره د مرکزي... Читать дальше...

کونړ کې د هاوان د یوې مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي او درې نور ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې په پېښه کې د درې ماشومانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.  د کونړ سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د اسعداباد روغتون مسؤلینو دې روغتون ته د درې ټپیانو د وروړلو خبره تأیید کړې او د یوه ټپي وضعیت‌یې خطرناک ښودلی.  د شلتن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شوکت‌الله ماموند ازادي رادیو ته د دې پېښې د څرنګوالي په اړه وویل: "نن سهار د کونړ سیند پر غاړه ماشومانو د هاوان یوه نا چاودې مرمۍ چې د مخالفینو له‌خوا که د پخواني... Читать дальше...

Новости России
Москва

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)


جو بایډن نن د هند پاسیفیک تړون د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه‌توب کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به نن په حضوري بڼه د هند پاسیفیک د تړون د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه وي.  دغه کتنه چې نن به په سپینه ماڼۍ کې ترسره شي، په‌کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي، د جاپان صدراعظم یوشیدا سوګا او د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن ګډون وکړي.  د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دغه کتنه به ولسمشر بایډن ته یو فرصت وي چې له فرانسې سره راپورته شوي وروستي اختلافات یوې خواته کړي. فرانسه د امریکا، بریتانیا او استرالیا پر هغه امنیتي تړون چې څو ورځې مخکې اعلان شو،... Читать дальше...

راپورونه: مسکو د طالبانو له حکومت سره د یوه طالب پلاوي پر ورتګ خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې مسکو په کابل کې د طالبانو له حکومت سره پر دې خبرې کوي چې که یو پلاوی یې له مسکو څخه کتنه ترسره کړي. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د روسیې ریا نیوز خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله نن جمعه ورکړی دی. ریا اژانس دغه‌راز د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د مرستیال وزیر او ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه خبره هم را اخیستې چې ویلي یې دي، د طالبانو حکومت د دغسې ارتباطاتو په لټه کې دی.  د تېرې اګسټ میاشتې له ۱۵مې راهیسې چې طالبانو کابل نیولی او وروسته‌یې نوی... Читать дальше...

هنګري وایي نور افغانان په خپله خاوره کې نه‌شي منلی

Pa.azadiradio.com 

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پتر زایجرتو «Peter Szijjarto» وایي، هېواد یې نور افغانان په خپله خاوره کې نه‌شي منلی. نوموړي د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې اروپایي ټولنه باید هغه د ۲۰۱۵ کال تجربه چې د ده په وینا د دې ټولنې له جنوبي پولو سره سوریایان راټول شوي و او اوس‌یې ځای افغانانو نیولی، تکرار نه‌شي. د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې هم ورته خبرداری ورکړ او ویې‌ویل: "موږ باید د دې مخه ونیسو چې افغانستان د ترهګرو ډلو په پټن‌ځای بدل نه‌شي. موږ... Читать дальше...

د خوست سیمه‌ییز چارواکي: د غلام خان بندر له لارې سوداګري زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د خوست سیمه‌ییز چارواکي د غلام خان بندر له لارې د سوداګرۍ د زیاتوالي خبر ورکوي.  د غلام خان د ګمرک رئیس مولوي موسی کلیم مجاهد زاده ازادي راډیو ته وویل چې پر دې لارې سوداګري ځکه زیاته شوې چې په لارو کې د قاچاق او د سوداګرو د بې‌ځایه ځورولو مخه نیول شوې ده. د نوموړي په وینا پر دې لاره واردات د پخواني نظام په پرتله درې چنده زیات شوي او هره ورځ له ۱۳۰ لاریو نیولې تر ۱۵۰ پورې په دې لاره تګ او راتګ کوي، خو د لاریو او لویو ګاډو افغان چلوونکي وايي، پاکستان باید د دوی موټرو ته هم اجازه ورکړي چې د دې هېواد... Читать дальше...

پوهنې وزارت: د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پيل په اړه لا پرېکړه نه‌ده شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي لا یې د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پيل په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.  د دغه وزارت په فېس‌بوک پاڼه نن په یوه اعلامیه کې هغه کسان مخرب او متعصب بلل شوي چې ویلي یې دي د نجونو ښوونځي بېرته پیلېږي.  په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه په یوه طرحه کار روان دی او پایلې یې وروسته له خلکو سره شریکېږي.  د طالبانو حکومت د همدې اوونۍ په سر کې د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا نه‌دي پيل شوي.  د دوی ویاندویانو له... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Дарья Касаткина

Теннисистка Касаткина заявила, что скучает по России, но пока не может приехать






Завершено расследование дела о поджоге закладного камня в ТиНАО

Суд отказался отправлять на экспертизу документ об отставке Дубровина из правительства Забайкалья

Стало известно, в какую неожиданную страну русские отправятся на майские праздники

Кузбасские росгвардейцы написали «Диктант Победы»