Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 23.09.2021

مسکو: د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنه د شانګهای سازمان اجنډا کې شامله نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

د شانګهای د همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازی وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د دې سازمان په اجنډا کې شامله نه‌ده، خو له دغه ځواک سره چې اوس په افغانستان کې واک په لاس کې لري، تماسونه نیسي. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازي بختیار حکیموف پرون (پنجشنبه) په یوه انلاین کنفرانس کې وویل: "طالبان په روسیه کې د یوه ترورېستي تحریک په توګه غیر قانوني دي، خو اوس دا یو حقیقت دی چې د طالبانو تحریک واک په لاس کې لري. نوی موقت حکومت‌یې جوړ کړی. په اوس وخت... Читать дальше...

لندن د نورو افغان ترجمانانو په اړه د معلوماتو له افشا کېدو بخښنه وغوښته

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا دفاع وزارت یو وار بیا په دې بخښنه وغوښته چې د نورو افغان ترجمانانو په اړه معلومات ورڅخه افشا شوي دي. د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، وړمه شپه د ۵۵ نورو افغانانو چې ویل کېږي د هغو کسانو په لېست کې شامل دي چې باید بریتانیا ته ولېږدول شي، معلومات څرګند شوي دي. تر دې وړاندې د ۲۵۰ افغان ترجمانانو معلومات په ورته ډول افشا شوي وو. د دغو کسانو په اړه معلومات یوازې هغو کسانو ته سهواً استول شوي چې د بریتانیا له پوځ سره‌یې د ترجمانانو په توګه کار کړی دی.

هند کې د ۳،۰۰۰ کیلوګرامه هیروئینو د قاچاق په تړاو دوه افغانان هم ونیول شول 

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې د هند د ګوجرات ایالت په بندر کې دغه هېواد ته د هیروئینو تر ټولو د سترې جوپې قاچاق کشف شو، هندي چارواکي وايي چې دوه تنه افغانان‌یې هم په دې تړاو نیولي دي. د هند د ګوجرات ایالت د عوایدو او ګمرکونو د ادارې رئيس د سې شنبې په ورځ (سنبله ۳۰) وویل چې ۳ زره کیلو هیروئین‌یې چې ارزښت‌یې ۲ میلیارده او ۷۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي او له افغانستان څخه د ایران د بندر عباس له لارې د ګوجرات موندرا بندر ته وروړل شوي وو، کشف کړي او په دې تړاو یې دوه هندیان نیولي دي. هندي چارواکي اوس وايي چې دوه تنه... Читать дальше...

د طالبانو یو مؤسس: بیا به د لاس پرې کولو او اعدامونو په شان جزاوې عملي کړو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د تحریک د تېر حکومت د عدلیې وزیر او د دې ډلې یو مؤسس وايي چې بیا به د لاس پرې کولو او اعدامونو په شان سختې جزاوې عملي کړي. ملا نورالدین ترابي له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې د طالبانو له لوري په تېره دوره کې پر اعدامونو انتقادونه رد کړل. طالبانو د خپل حکومت په تېره دوره یعنې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې عموماً په لوبغالي کې د زرګونه خلکو په مخکې اعدامونه کول، خو ترابي وايي چې ښايي دا ځل مجرمانو ته د خلکو په مخکې سزا ورنه‌کړل شي. ده په عین حال کې وویل، هر چا په لوبغالي کې زموږ... Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری: یمن کې ۱۶ ملیونه کسان له لوږې سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چې په یمن کې ۱۶ ملیونه انسانان د لوږې په درشل کې دي. د خوړو نړیوال پروګرام پر اساس، که د اړتیا وړ مالي مرسته ونه‌شي، راتلونکې اکټوبر میاشت به د ملیونونو یمنیانو خوراکي مرستې پای ته ورسېږي. د دې پروګرام رئیس ډېوېډ بېسلي پرون (پنجشنبه) وویل، د روان کال په لومړیو کې جنګ‌ځپلي یمن ته د بشري مرستو بودجه خلاصه شوه او یوازې د امریکا، جرمني، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او څو نورو هېوادونو د مالي مرستو په نتیجه کې دوی د بشري ناورین مخه ونیولای شوه. ده خبرداری... Читать дальше...

د ایران اټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره پر ډيپلوماتیکو لارو د بلېنکن ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ایران اټمي موافقې ته د تهران او واشنګټن د بېرته ستنېدو لپاره له ډیپلوماتیکو لارو پر کار اخیستو ټینګار وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، ښاغلي بلېنکن پرون (پنجشنبه) د چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د خبرو اترو له لارې د ایران د اټمي پروګرام د بېلابېلو اړخونو په اړه د اندېښنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. ده ویلي، امریکا د داسې لارو هڅه کوي چې د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه ټولې اندېښنې پای ته ورسوي.  له بلې... Читать дальше...

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنه؛ د طالبانو وروستۍ ګمارنې د منلو نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې خبرداری ورکړی که طالبان د یوې اوونۍ په اوږدو کې د لوړو زده‌کړو او مرکزي او ولایتي پوهنتونونو په اړه په خپلې پرېکړې بیا کتنه ونه‌کړي، اتحادیه او د پوهنتون استادان به جدي پرېکړه وکړي. دوی وايي چې په کابل پوهنتون او ځینو نورو پوهنتونونو کې وروستۍ ګمارنې غیر علمي او ورته د منلو نه‌دي. دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، له طالبانو غوښتي چې په علمي او اکاډمیکو بستونو کې په علمي معیارونو برابر او مناسب کسان وټاکي. د دوی په وینا، په ټوله نړۍ کې سیاستوال... Читать дальше...

د مردان بورډ پرضد د زده کوونکو احتجاجي مظاهره

Mashaalradio.com 

په مردان بورډ کې د کمو نمبرې وړونکو طالبعلمانو د سېپټېمبر پر ۲۳مه په مردان کالج چوک کې احتجاجي مظاهره وکړه. مظاهرچيان وايي، د ۱۰م او ۱۲م ټولګي کې ورته بورډ نمبرې کمې ورکړي چې ورته په نورو کالجونو او پوهنتونونو کې داخلي اخېستل ګرانې دي. نور په دې ویډیويي راپور کې.



د قرغزستان د ولسمشر امنیتي مرستیال او څو نور چارواکي کابل ته تللي

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان د ولسمشر امنیتي مرستیال طلعت بېګ او څو نور چارواکي نن کابل ته تللي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر باندې دا خبره کړې ده.  د مجاهد د ټویټر له مخې د قرغزستان د ولسمشر امنیتي مرستیال طلعت بېګ او د بهرنۍ پالېسۍ مشر ژین بېګ نن د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره خبرې کړې دي. متقي د قرغزستان له مرستو مننه کړې ده او په دوام‌يې ټینګار کړی دی.   د طالبانو ویاند زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د هر اړخیزه اړیکو او دوامداره همکاریو ژمنې وشوې.  د... Читать дальше...

جرمني له افغانستان او ګاوڼدیو هېوادونو سره‌یې ۵۰۰ ملیونه یورو مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې افغانستان او د دغه هېواد ګاوڼدیانو سره ۵۰۰ ملیونه یورو مرسته کوي.  د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هایکو ماس دا خبره پرون د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړه.  تر اوسه پورې د هغو هېوادونو نومونه نه‌دي یاد شوي چې جرمني غواړي د افغانستان ترڅنګ له هغوی سره هم مرسته وکړي.  هایکو ماس ویلي اصلي لومړیتوب‌یې دا دی چې په افغانستان کې نوي راپیدا شوي بشري ناورین ته رسیدګي وشي.  د هغه په خبره دا ناورین د سیمې ټیکاو ته یو ګواښ دی. Читать дальше...

د ترهګرو په خوندي ځای د افغانستان د بدلېدو په اړه د امریکا او جرمني تازه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

امريکا او جرمني په افغانستان کې د ترهګرو د بيا فعاله حضور او په دغه هېواد کې د دوی لپاره د خوندي پټنځايونو د بيا جوړېدو په اړه اندېښنې لري.  د دغو دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ويلي، په افغانستان کې اوسنيو حالات د دې چارې د حقیقت کېدو لپاره تر ډېره لاره پرانيستې، خو په وینا یې دوی يې پر وړاندې د مبارزې په حل لارو خبرې کوي. د امريکا د اېف‌بي‌ای مشر کريستوف ري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۳۱» د کانګرس د ځينو غړو په يوه غونډه کې ويلي چې لاهم له افغانستانه دا اندېښنه زياته موجوده ده چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو په پټنځاي بدل نه‌شي. Читать дальше...

طالبان دې یو داسې حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې ځانونه وویني: امنیت شورا

Mashaalradio.com 

چین او روسیې د طالبانو د تیرې میاشتې بریا د امریکا ماتې وګڼله او څرګنده یې کړه چې له طالبانو سره کار وشي، خو د امنیت شورا یوه غړي هم دا و نه ویل چې دوی به د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت پیژني.

کونړ کې کډوال: د پاکستان له توپچي ډزو مو سرونه راایستي، مرستې راورسوئ

Pa.azadiradio.com 

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند له څپرې او نورو سیمو راکډه شوې کورنۍ شکایت کوي چې مرستې ورته نه رسیږي. د دوی په خبره چې د پاکستانیو ځواکونو د توپچې او نورو وسلو د ډزو له امله يې خپل کورونه پرې ايښي دي. ۳۵ کلن ذاکرالله چې ماشومان يې همدا نن له خپل کلي څپري د سرکاڼو ولسوالۍ مرکز ته را رسولې وايي،  پاکستاني پوځونه يې شپه او ورځ پر کورونو او کلیو د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي چې په کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د هغه په خبره چې د ډېرو ډزو له امله يې په خپله سېمه کې ژوند کول ګران شوی،... Читать дальше...

طالبان دې د بښلو پرځای عدالتونو ته راکښ کړل شي: د ارمي پبلک سکول د برید ښکار کورنۍ

Mashaalradio.com 

د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژل شویو زده کوونکو میندو او پلرونو له حکومته غوښتي دي چې له تحریک طالبان پاکستان سره دې مذاکرات نه کوي. د دوی په وینا چې هغوی دې د بښلو پرځای عدالتونو ته راکاږي: نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

یونیسف: افغانستان د ماشومانو لپاره په دې وروستیو کې تر ټولو بد ځای دی

Pa.azadiradio.com 

د کندهار  اوسېدونکې بي بي شبنم د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې ده، خو اوس د افغانستان د نظام بدلون له سره یې د زده کړو بهیر له نامعلوم برخلیک سره مخ دی. شبنم اندېښمنه ده او وایي چې د طالبانو په راتګ سره د تعلیم لپاره یې هیلې او خوبونه له اوبو سره لاهو شوې: "د نظام په بدلون سره ټولې نجونې په کورونو ناستې دي، برخلیک یې نا معلوم دی، دوی وایي چې ژر به بېرته درس پیل شي، خو هېڅ معلوم نه دي، خلک په بد اقتصادي حالت کې دي د خوراک لپاره هېڅ نه لري." شبنم د خپلې کورنۍ او خلکو د خراب اقتصادي حالاتو له امله... Читать дальше...

افغان کرکټر محمد نبي د نړۍ ٰالرونډرانو' تر منځ لومړی مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي په نړۍ کې د شل اوریزو لوبو د الرونډرانو ( توپ وهونکو او توپ اچونکو) تر منځ لومړی مقام خپل کړ.  د کرکټ نړیوالې شورا له خوا تازه رده بندۍ پرون خپرې شوې چې په کې محمد نبي په ۲۸۵ نمرو په دې ډله کې لومړي مقام ته ورسېد.  په یو ورځنیو لوبو کې بیا محمد نبي دویم مقام لري.   محمد نبي تر دې مخکې هم څو واره د الرونډرانو په ډله کې د درېیو لومړیو لوبغاړو په ډله کې راغلی و.    د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا په تازه خپرو شوېو درجه بندیو کې د افغانستان د کرکټ مشهوره څېره... Читать дальше...

اېف بي ای: ممکن افغانستان بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اېف بي ای مشر کریستوفر رې ویلي، چارواکي اندېښمن دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له راوتلو وروسته ممکن دا هېواد بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل شي.  د اېف بي ای رییس دا خبره پرون د امریکا د استازیو جرګې د کورني امنیت د کمېټې په استماعیه غونډه کې وکړه.  هاخوا د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې هېڅکله به افغانستان د ترهګرو په امن ځاله بدل نه شي.  د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هایکو ماس پرون د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې دا څرګندونې کړي. Читать дальше...

د امریکا فورټ مک کای ۹۷ سلنه افغان کډوالو ته واکسینونه لګول شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یوې لویې پوځي اډې فورټ مک کای خبر ورکړی چې هلته مېشتو شوېو ۹۷ فیصده افغان کډوالو ته واکسینونه لګول شوي دي.  فورټ مک کای کې چې په ویسکانسن کې موقعیت لري امریکا ته د تازه لېږدول شوېو افغان کډوالو له ډلې ۱۲۷۰۰ کسان په کې مېشت شوي دي.  د دې پوځي اډې چارواکو ویلي چې په ډله ییزه توګه یې افغان کډوال د کووېډ نولس، سرخکان/شري، چیچک او نورو څو ویروسو په وړاندې واکسین کړي دي.  په دومره لوی شمېر د افغان کډوالو د بشپړ واکسینولو خبر داسې وخت ورکول کېږي چې تازه امریکا ته د ستنو شوېو افغان کډوالو... Читать дальше...

Новости России
Москва

По запросу Баку в Москве незаконно был задержан известный российский политолог Михаил Александров


امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې طالبانو ته یو لړ وړاندیزونه وکړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې د افغانستان په اړه په خپله غونډه کې طالبانو ته یو لړ وړاندیزونه وکړل.  د امنیت شورا دغو پنځو دایمي غړیو پر طالبانو غږ وکړ چې داسې حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان ځانونه په کې وویني او د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو د  افغانستان په اړه ګډ دریځ خپل کړ. دوی د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې په نیویارک کې وویل، پر طالبانو به فشار راولي چې اوس تر پوځي واکمنۍ وروسته ټولشموله شي.  چین او روسیې د طالبانو... Читать дальше...

د بورکینا فاسو د 'بایسېکلي چرګانو' کاروبار وده کړې

Mashaalradio.com 

د بورکینا فاسو حکومت دعوه کوي چې د هېواد کورني چرګان یې له نورو هغو مختلف دي. همدا لامل دی چې حکومت غواړي د 'بایسېکلي چرګانو' په نوم یې ونوموي. د غربي افریقايي هېواد وګړي او کاروباریان هم وايي چې کورني چرګان د فارمي هغو پرتله ښه خوند لري. خو دا چې ولې یې حکومت د بایسېکلي چرګانو په نوم، نومول غواړي؟ ځواب یې د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

د خوړو سازمان افغانستان لپاره د ۲ سوه میلیونه ډالرو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د دوه سوه میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې. د دې سازمان د اقتصادي برخې مسوول عارف حسین پرون خبرداری ورکړ چې د ژمي په درشل کې په افغانستان کې خوراکي موادو ته اړتیا خورا زیاته شوې ده. نوموړي وویل، په تېرو دوو اونیو کې شااوخوا پنځوس په سلو کې افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ شوي دي. د ده په خبره، اوس یې وخت دی چې د دغه ناورین مخنیوی وشي او د دې لپاره دوه سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. د خوړو د نړیوال سازمان د موندونو پر بنسټ یوازې پنځه په سلو کې افغانان درې وخته سمه ډوډۍ ترلاسه کولی شي. Читать дальше...

د مالیې وزارت: برېښنایي مالیاتي سیسټم بېرته فعال شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د پرېکړې پر بنسټ د برېښنايي مالياتي اظهار ليکونو وړاندې کوونکی سيسټم «e-Filing» نن بېرته فعال شو. د مالیې وزارت په یو بیان کې ویلي، له دې وروسته ټول ماليه ورکوونکي کولی شي چې خپل مالياتي مکلفيتونه لکه د پخوا په څېر وړاندې او تاديه کړي. د دغه سیستم فعالیت پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته ځنډیدلی و چې نن بېرته فعاله شو. مالیې وزارت ټېنګار کړی چې ټول ماليه ورکوونکي باید تر دې وروسته خپل مالياتي مکلفيتونه ژر تر ژره وړاندې او تاديه کړي. وزارت وایي،... Читать дальше...

روسیه: باور شته چې د ورکې شوې الوتکې د لوېدو سیمه موندل شوې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په لېرې ختیځ کې چارواکي داسې باور کوي چې د یوې لادرکه شوې الوتکې د لوېدو سیمه یې موندلې ده. د خباروفسک په سیمه کې دا الوتکه پرون تر پورته کېدو وروسته د ۳۸ کیلو متره واټن کې د رادار له کرښې ووته. دا الوتکه په یوه تخنیکي ماموریت بوخته وه او په کې د سپرو شپږو تنو عملې د برخلیک په اړه معلومات نشته. تاس خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې د دې الوتکې ټوټې یې پيدا کړي دي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева установила новый рекорд на турнирах WTA-1000






Премьера фильма «Майор Гром: игра» закрыла 46-й Московский международный кинофестиваль

Синоптик Ильин: дождь в Москве прекратится к вечеру

Синоптик Тишковец: на столицу в субботу прольется 30% от месячной нормы осадков

Санаторное отделение НИКИ детства приняло 223 пациента с февраля