Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 22.09.2021

د پانګوالو محدود فعالیتونه؛ کندز کې 'صفا' فابریکه ورځ کې ۱۱۰ ټنه مالوچ تولیدوي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم په افغانستان، په تېره بیا کندز ولایت کې د نظام بدلون له امله ګڼ شمېر پانګه والو خپل فعالیتونه محدود کړي او پر دې سربېره یو شمېر تولیدي شرکتونه هم په ټپه ولاړ دي، خو په کندز کې د 'صفا' د مالوچو او د غوړیو د تولید شرکت مسوولین وايي، دوی خپل فعالیت ته دوام ورکوي. د دوی د خبرو له مخې چې پر دې شرکت د ۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ ټنو مالوچو د تولید وړتیا لري. د نوموړې شرکت استازې صلاح الدین سعید ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د مالوچو او د غوړیو تولیدي او صنعتي شرکت خپل فعالیت پیل کړی دی. Читать дальше...

افغانستان کې د طالبانو واکمني؛ کابل ښاریان: جرمونه او هدفي وژنې په زياتېدو دي

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د طالبانو په واکمنۍ کې جنايي جرمونه او هدفي وژنې هم په زياتېدو دي. د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي په اندېښنې سره وايي، د طالبانو په لومړۍ دوره کې جرمونه د پام وړ راښکته شوي وو، خو دا ځل‌يې په راتګ سره لا هم کابل کې جنايي پېښې ترسره کېږي. د کابل د ۱۲مې حوزې اوسېدونکی ګل حسين وايي، د سې شنبې په ماښام موټرسايکل سپرو کسانو چې پر موټرسایکل‌یې د طالبانو بيرغ هم لګولی و، د ده ورور او د ورور زوی په ډزو ويشتي چې ورور يې ټپي او وراره‌يې وژل شوی دی. دی په دې پېښه طالبان ملامتوي. ګل حسین زیاتوي... Читать дальше...

بایډن: افغانستان کې د جګړې پای د ديپلوماسۍ د یو فصل پېل دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو په عمومی اسامبلې کې وویل چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسیدو سره د امریکا د یوې ثابتې او دوامداره دیپلوماسۍ فصل پیل شو. بایډن له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو دفاع وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه د سې شنبې په ورځ په نیویارک کی پیل شوې. طالبانو له دې سازمان غوښتي چې په دې غونډه کې د دوي استازي ته د وینا فرصت ورکړل شي، خو ملګروملتونو دغه غوښتنې ته تر اوسه ځواب ندی ورکړی.

نغمه طالبانو ته: د افغانستان له خلکو موسیقي مه اخلئ

Pa.azadiradio.com 

نوموتې افغان سندرغاړې نغمې له ازادي راډیو سره خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې پر موسیقۍ دې بندیز نه لګوي او افغان ښځو او نجونو ته دې کار او تعلیم اجازه ورکړي. میرمن نغمه چې اوس په امریکا کې ژوند کوي له احمد تکل سره خبرو کې د خپلو نويو هنري کارونونه په اړه غږیدلې او هغه سندره یې زمزمه کړې چې ثبت شوې خو لا خپره شوې نه ده .

'دریاب مو امریکا ته له داخلېدو نه شي درولی'

Mashaalradio.com 

د جولای پر اوومه د هېتي ولسمشر تر وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې سیاسي او امنیتي کړکېچ راغلی چې له کبله یې زرګونه وګړي امریکا ته د اوښتو هڅې کوي. امریکايي چارواکو د غیر قانوني کډوالو د وراوښتو نورې لارې بندې کړي خو اوس ډېری کډوال په دې دریاب ورپورېوزي.   په دې هکله نور تفصیل په دې رپورټ کې.

مظاهرو کې ګډون کوونکې مېرمنې: د طالبانو له ګواښونو سره مخ یو، خو طالبان‌یې ردوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ښځې چې دوه اوونۍ مخکې یې په کابل او نورو ولایتونو کې په مظاهرو کې ګډون کړی و، وايي د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي. دوی ازادي راډیو ته وویل، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ورته خطر پېښ دی او طالبان‌يې تعقیبوي. راضیه بارکزۍ د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۳۱» ازادي راډیو ته وویل، د ګواښونو له امله څو ځلې اړ شوې چې د اوسېدو ځای بدل کړي. اغلې بارکزۍ زیاتوي: "ټولو ښځو چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو ضد مظاهرو کې ګډون کړی، له ګواښ او تعقیب سره مخ دي، په ټیلیفونونو او له نورو لارو څخه... Читать дальше...

د طالبانو د واکمنۍ یوه میاشت او د پاکستان پر پښتون مېشتو سیمو يې اغېز

Mashaalradio.com 

د اګست پر ۱۵مه نېټه طالبانو افغانستان قبضه او سرپرست حکومت اعلان کړ. پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې یوه مياشت پوره شوه او په دې دوران کې په بېلا بېلو برخو کې يوشمېر بدلونونه راغلي دي. د نړۍ هيڅ هېواد لاهم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او لاهم په دې تړاو د هېوادونو د مشرانو ترمینځ خبرې اترې روانې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د طالبانو د څه دپاسه يوې مياشتې واکمنۍ او د دې د پاکستان پر پښتون مېشتو سيمو د اغېز جاج اخیستل شوی دی.

د کابل پوهنتون لپاره د طالبانو د نوي مشر د ګمارنې په تړاو انتقادونه

Pa.azadiradio.com 

کابل پوهنتون چې د هېواد یو له سترو او مهمو پوهنتونونو دی، د طالبانو له لوري ورته د نوي مشر ګمارنه له نیوکو او انتفادونو سره مل ده. طالبانو د خپلو ګمارنو په لړ کې، تازه پوهاند محمد عثمان بابري چې د دکتورا تر کچې یې زده‌کړې کړي، د پوهنتون له نوموتو استادانو او د افغانستان لپاره مهم علمي کدر ګڼل کېږی له دندې ګوښه او پر ځای یې د همدې پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي لېسانس محمد اشرف غیرت ګمارلی دی. په خواله رسنیو د ټولنې بېلابېلو قشرونو خپلې نیوکې او نظرونه لیکلي دي او دا بدلون او ګمارنه‌یې مناسبه نه‌ده بللې. Читать дальше...



خیبر پښتونخوا کې د ځمکو پر سر د لانجو لاملونه څه دي؟

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په کوز دیر، بر دیر او جنوبي وزیرستان کې د ځمکو په سر د لانجو او ډزو په نتیجه کې شاوخوا ۱۸ کسان ووژل شو او نور ګڼ ټپیان شو. دا په داسې حال کې ده چې حکومت قبایلي ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړي دي او د مالاکنډ په بېلا بېلو سیمو کې یې د ځمکو د ریکارډ جوړولو کار پیل کړی دی. په خیبر پښتونخوا کې د ځمکو پر سر د لانجو او تشدد لاملونه شا څه دي؟  پرې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. خپرونه د غږ پر ځای کې اروېدای شئ.

قندیل د مردان بورډ په ازموینو کې ۱۰۰ فیصده نمبرې وړې دي

Mashaalradio.com 

قنديل د لسم ټولګي زده کوونکې وه، په مردان بورډ کې یې په ۱۱۰۰ نمبرو کې ۱۱۰۰ نمبر اخېستې او په لومړی ځل له پوره نمبرو سره یې په ټول هېواد کې لومړی مقام ګټلی دی. له قندیل سره عظمت علي شاه ویډیويي مرکه کړې ده.

جلال‌اباد کې یوې وسله‌والې حملې او چاودنو کې ۴ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په جلال‌اباد ښار کې نن یوه وسله‌واله حمله او لږترلږه درې چاودنې وشوې.  د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د جلال‌اباد ښار سرحدي لوا ته څېرمه د نامعلومو وسله‌والو په ډزو درې تنه ملکیان وژل شوي دي.  خو یوې ځايي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه طالبان او یو عام وګړی وژل شوي دي.  حمله کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.  له دې بریده یو ساعته وروسته د ښار په دوهمه ناحیه کې درې چاودنې وشوې. د شاهدانو په وینا په دې چاودنو کې لږترلږه یو طالب او یو لاروی ژوبل شوي دي. تر اوسه... Читать дальше...

شي جین پېنګ: له خپلې خاورې به بهر ډېر سکاره سوځوونکي برېښناکوټونه جوړ نه‌کړو

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر ژمنه وکړه چې هېواد به‌یې هغه برېښناکوټونه چې ډېر سکاره په‌کې سوځول کېږي، له خپلې خاورې دباندې جوړ نه‌کړي. شي جین پېنګ دا ژمنه په داسې حال کې پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلۍ کې وکړه چې پر چین په برېښناکوټونو کې د سکرو د کارولو په خاطر فشارونه زیات شوي دي. دا فشارونه د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس د موافقې د هدفونو د پوره کېدو په خاطر دي.

جو بایډن په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو پر رعایت کېدو ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو پر رعایت کېدو ټینګار وکړ. ښاغلي بایډن تېره شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په دې اړه وویل: "امنیت شورا یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د افغانانو د پرمختګ لپاره څه ډول ملاتړ وشي. له طالبانو د بشري حقونو په برخه کې څرنګه تمه کېدای شي. موږ ټول باید د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړو څو دوی له اقتصادي سیاسي او اجتماعي پلوه له خپل ټول ځواکه کار واخلي او د خپلو هیلو لار پرته له تعصب او خشونته تعقیب کړي." افغان... Читать дальше...

ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۴۵ ملیونه ډالره بېړنۍ مرسته تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په دې خاطر چې په افغانستان کې روغتیايي خدمات په ټپه ونه‌درېږي، له دې هېواد سره د ۴۵ ملیونه ډالرو بېړنۍ مرسته تصویب کړه. په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال  او د بېړنیو مرستو همغږوونکي مارتین ګریفتس په یوه بیان کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې درمل، طبي مرستې او سونګ مواد په ختمېدو دي. ملګري ملتونه وايي چې ۴۵ ملیونه فوري مرسته به د افغانستان روغتیايي سیستم له سقوطه راوګرځوي.

د کارګرانو ټولنه د بې کارۍ له امله د بشري ناورین خبرداری ورکوي

Pa.azadiradio.com 

امکا یا د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه په افغانستان کې د بې کارۍ له امله د یو بشري ناورین خبرداری ورکوي. د دغې ټولنې رئيس معروف قادري نن چهارشنبه (د وږي په ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مهال میلیونونه وګړي بې روزګاره دي چې دې وضعیت ګڼ افغانان اندېښمن کړي دي. قادري زیاتوي: "د کارګرو قانون نور نشته، میلیونونه وګړي بې کاره دي، څوک د چا غږ نه اوري، اندېښمن یو، شدیده اندېښنه لرو، یو بشري ناروین سره به مخ شو." نوموړی اندېښنه لري که حکومت د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره نه کړي، وېره شته د افغانستان خلک له سختې بې وزلۍ سره مخ شي.

ننګرهار چارواکي: سږ به په ۱۳۰۰ جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال به په دغه ولایت کې ۱۳۰۰ جريبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شي. د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد دا خبرې نن چهارشنبه (د وږې په ۳۱مه) د همکارو پروژو له چارواکو سره په یوه ناسته کې وکړې و یې ویل، دا شمېر بڼونه به په را روانو درې میاشتو کې جوړ  شي. ریاست په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بڼوالۍ ارزښت ته به ځانګړې پاملرنه وشي. په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال د نیالګیو روزونکو ټولنې د ننګرهار په بېلابېلو قوریو ۳۷۵ زره اصله د مالټو، لیمو، شفتالو،... Читать дальше...

بریتانیا: چین او روسیه دې هوکړه وکړي څو افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل نه‌شي

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو د همغږۍ مشري کوي، هڅه یې دا ده چې د افغانستان د امنیتي خوندیتوب په اړه د دې شورا دایمي غړي یوه خوله کړي. روسیې او چین ډېر کله د افغانستان په اړه د هغو تګ‌لارو مخالفت کړی چې امریکا او لویدیځو متحدانو یې په امنیت شورا کې مطرح کړي دي. اوس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ټرس وايي، هېواد به یې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له چین او روسیې وغواړي چې د یوې همغږې شوې نړیوالې تګ‌‌لارې سره هوکړه وکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن‌ ځای بدل نه شي. Читать дальше...

اوس له افغانستان سره د دوامدارې ډیپلوماسۍ يو نوی فصل پرانیزو. بایډن

Mashaalradio.com 

نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۱مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته وکړه:"موږ په افغانستان کې ۲۰ کلن کړکېچ پای ته رسولی دی. په داسې حال کې چې موږ د دوامدارې جګړې دغه فصل تړو، د دوامدارې ډیپلوماسۍ يو نوی فصل پرانیزو."

Новости России
Москва

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии


هرات کې د فېشني وېښتانو جوړول او ږيرو خريل کم شوي

Mashaalradio.com 

د طالبانو له خوا د افغانستان د هرات ښار نيولو وروسته هلته پر نایانو يا سليمانيانو د هغو خلکو شمېر کم شوی چې فېشني وېښتان به يې جوړول او یا به يې ږيرې خریلې. نایان وايي چې کاروبار يې په ټپه درېدلی دی. طالبانو دا ځل لاهم کوم محدودتونه نه دې لګولي خو په خپله لومړنۍ واکمني کې يې پر فېشني وېښتانو او ږيرو خريلو يې بنديز لګولی وو. د فرانس پريس اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.

ناپیژنده وسله والو په جلال اباد ښار کې ۳ تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

ناپیژنده وسله والو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې درې تنه په ډزو ووژل. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې نامعلومو وسله والو نن چهارشنبه (د وږي په ۳۱مه) سهار شااوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند سرحدي لېوا ته څېرمه پر ملکي وګړو ډزې وکړې چې په کې درې تنه ملکیان وژل شوي دي. د دغو معلوماتو له مخې، بریدګر وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو د موندلو هڅې یې روانې دي. هاخوا یوې ځایي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ازادي... Читать дальше...

اسټرالیا: د ټکواندو ۷ افغان ورزشکارانې میلبورن کې استوګنې شوې

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د سپورټ اتحادیې یوې چارواکې وویل چې د افغانستان د ټکواندو ۷ تنه ښځینه ورزشکارانې چې په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیته تښتېدلې وې، د اسټرالیا په میلبورن کې استوګنې شوې.  د اسټرالیا د ټکواندو ادارې اجرایه مدیرې، هیدر ګاریوک (Heather Garriock) د چهارشنبې په ورځ وویل، دغو ښځینه ورزشکارانو روانه اوونۍ د قرنطین موده بشپړه کړه.   د طالبانو چارواکو ویلي چې په ورزشي سیالیو کې د ښځو ګډون ته به اجازه ورنه کړل شي.  مېرمن هیدر د اسټرالیا د حکومت مننه کړې چې له افغانستانه یې د دغه ښځینه ټکواندوکارانو په ایستلو کې همکاري کړې ده.

د ترکمنستان ولسمشر تر ۲۰۰۰ زیاتو بندیانو ته عفوه اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په درشل کې تر ۲۰۰۰ زیاتو بندیانو ته عفوه اعلان کړه.   د ترکمنستان د خپلواکۍ ورځ د سېپټمبر پر ۲۷مه لمانځل کېږي.   د دغه هېواد دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې مستبد ولسمشر محمدوف د ۲۰۶۴ بندیانو د خوشې کېدو فرمان "د نیکونو له لارښوونې سره سم د زړه ­سوي او بشرپالنې د اصولو له مخې لاسلیک کړ." ویل شوي په دغو بندیانو کې شپږ تنه یې بهرنیان دي، خو د هغوی هېوادونه نه دي مشخص شوي.

طالبانو په ملګرو ملتونو کې د وینا او ونډې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، طالبانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د روانې اوونۍ په عمومي غونډه کې د نړۍ رهبرانو ته د وینا غوښتنه کړې ده.   د دغه سازمان ویاند، سټیفن دوجاریک پرون سې شنبه (د وري ۳۰مه) وویل، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په دې اړه د طالبانو لیک ترلاسه کړی دی.  د ده په وینا په لیک کې طالبانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په لوړه کچه د شراکت غوښتنه کړې ده.   ویل شوي، دغه لیک د سېپټمبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې تر پیل یوه ورځ مخکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

نیویارک مجله: ایا طالبان به افغانستان اداره کړای شي؟

Pa.azadiradio.com 

د نیویارک مجله د نیویارک مجلې د افغانستان په تړاو خپله مقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې ایا طالبان به افغانستان اداره کړای شي؟ په خپله لیکوال ځواب ورکړی چې "ښايي نه." او عواقب به‌یې ډېر ناوړه وي.  په مقاله کې راغلي چې طالبانو اوس په افغانستان ولکه ټینګه کړې او یو سرپرست حکومت‌یې هم اعلان کړی، خو نړۍ ته به ژر دا معلومه شي چې واک ته رسېدلي د مجلې په خبره جنګیالي به رښتیا هم په دې وتوانېږي چې د هېواد چارې مخته یوسي او یا به‌یې راساً لا پسې ځوړ یوسي.  لیکوال زیاتوي د طالبانو له‌خوا د کابینې اعلان... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ига Свёнтек

Свёнтек: я чувствую, что с каждым годом получаю всё большую поддержку






Первый весенний ливень «аномально» затопил Москву

Синоптик Тишковец: на столицу в субботу прольется 30% от месячной нормы осадков

Россияне все чаще стали покупать структурированную икру

В Москве пенсионерка отдала мошенникам 34 млн рублей