Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 19.09.2021

په خیبر پښتونخوا کې د ګرانۍ خلاف مظاهرې شوې دي

Mashaalradio.com 

د عوامي نیشنل ګوند مشرانو، غړو او پلویانو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي. د سېپټېمبر پر ۱۹مه د ګرانۍ پرضد احتجاجونو ته ولسي وګړي هم ورغلي ول. د ګوند مشرانو مظاهرو ته په وینا کې پر حکومت تور پورې کړ چې د اقتصاد په ښه کولو کې پاتې راغلی. دا مظاهرې پر داسې مهال شوې دي چې حکومت د سېپټېمبر پر ۱۵مه د تېلو بیې لوړې کړې. د عوامي نیشنل ګوند علاوه جمعیت علمای اسلام (ف) هم د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې وکړې. د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت وايي، د ګرانۍ لامل د کورونا... Читать дальше...

کابل ښاروالۍ ځینې ښځینه کارکوونکې په کور کېنولې

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښاروالي وايي له ځینو برخو پرته‌یې ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې په کور کېني.  د کابل سرپرست ښاروال حمدالله نعماني په خپل لومړني خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه.  نعماني بیا وویل چې ځینو برخو کې ښځینه کارکوونکې پاتې دي. دی زیاتوي: "بازار کې زنانه تشنابونه دي. هغه کار خو نر نه‌شي کولای. ښځې د اجیرانو په صفت راځي دا کار کوي. په ناحیو کې یا په مرکز کې ځینې داسې ښځې شته چې هغه د مسلک په لحاظ باندې موږ د دوی په تناسب بل کدر نه‌لرو هغه هم راځي. د ډيزاین په برخه کې شته، د ساختمان په برخه کې شته. د... Читать дальше...

پاکستان کې د پوليو ډلې یو ساتونکی پولیس ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیس وايي د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې يو پوليس چې د پوليو ډلې ساتنه‌يې کوله، وژل شوی دی. د پوليسو وياند فضل نعيم په يو بیان کې ویلي چې ساجد نومي پولیس چارواکی نن سهار په بهزادي سيمه کې د پوليو له ډلې سره ملګری و چې وسله‌والو ورباندې ډزې وکړې او ويې‌واژه.  بیان زیاتوي چې د بریدګر د پلټون عملیات پيل شوي.  په کوهاټ کې د سپټمبر له ۱۷مې نېټې راهیسې د پوليو ويروس مخنيوي په لړ کې د ماشومانو د واکسينولو کمپاين پیل شوی دی. پخوا هم د پاکستان په مختلفو سيمو کې د پوليو ډلو ساتونکي پوليس وژل شوي دي.

د وزګارۍ ډېروالي او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي په اړه د کابل ښاریانو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

وزګارتیا او په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي کابل ښاریان اندېښمن کړي دي. یو شمېر چې ثابت عاید لري وايي، د طالبانو له راتګ سره وزګار شوي او د کور د لګښت د پوره کولو توان نه‌لري. ۷۲ کلن حاجي خان متقاعد کارکوونکی او د یوې ۳۲ کسیزې کورنۍ سرپرست دی. دی وايي، په وروستیو بدلونونو کې یې دوه زامن هم وزګار شوي دي. حاجي خان چې د خوراکي او نورو توکو د اخیستو لپاره بازار ته راغلی د توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي. دی وايي: "روزګار د خرابېدو په حال کې دی، بیې اسمان ته لوړې شوي، نه څوک اوړه... Читать дальше...

جلال‌اباد ښار کې د طالبانو په یوه موټر چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په جلال‌اباد ښار کې نن د طالبانو په یوه موټر باندې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.  پېښه د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې ته څېرمه شوې. بم د سړک په غاړه خښ شوی و چې د طالبانو د موټرو په تېرېدو چاودل شوی دی.  د لومړنیو راپورونو له مخې د یوه ماشوم په شمول پنځه کسان وژل شوي دي.   رسنیو راپور ورکړی چې له دې چاودنې ګڼ ټپي طالبان روغتونونو ته وړل شوي دي.  د راپورونو له مخې په ټپیانو کې یوه مېرمنه هم شامله ده.  چا لا د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی،... Читать дальше...

لسګونه ښځو په کابل ښار کې مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

یکشنبه په کابل ښار کې لسګونه ښځو مظاهره وکړه. په خواله رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې دا ښځې له طالبانو د تعلیم او نورو اساسي بشري حقونو درناوی غواړي.   طالبانو په وروستیو کې د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د امر باالمعروف وزارت لوحه ځړولې او د خپلې سرپرستې کابینې د وزارتونو له ډلې یې د ښځو چارو وزارت لیرې کړی دی.  د طالبانو له‌خوا بل اقدام چې د ګڼو تُند غبرګونونه‌یې پارولي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو نه‌پرانیستل دي.  په کابل کې د یکشنبې ورځې مظاهره‌چیانو له طالبانو وغوښتل چې د تعلیم له حقه دې نجونې نه‌محروموي. Читать дальше...

یونېسف: افغانستان کې د ماشومانو د سرخکان ناروغۍ شمېرې د اندېښنې وړ لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یونېسف استازولي وايي چې د ماشومانو ترمنځ د سرخکان ناروغۍ شمېرې د اندېښنې وړ لوړې شوي.  د دې ادارې مشرانو نن په کابل کې د اتاتورک له روغتونه کتنه کړې چېرته چې په سرخکان د اخته ماشومانو درملنه په‌کې روانه ده.  د افغانستان لپاره د یونېسف یا د ماشومانو د وجهي صندوق په ټویتر باندې په دې تړاو په لیکلي بیان کې زیاته شوې چې د سرخکان د اندېښنې وړ شمېر قضیو زیاتېدل زیانمنونکي افغان ماشومان لا له خطر سره مخ کوي.   یونېسف ویلي دغو ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو ډاډمنول حیاتي ارزښت لري.



د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم نن له بنګله‌دېش یو ورځنۍ لوبه وګټله. افغان ټیم د بنګله‌دېش له‌خوا ټاکل شوی ۱۵۶ هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.  د افغانستان لپاره په نننۍ لوبه کې د بالنګ یا توپ اچونې په برخه کې بلال سمېع او ننګیالي خروټي درې-درې وېکټې واخیستې او اظهارالحق نوید او شاهدالله حسني دوه-دوه بنګله‌دېشي لوبغاړي وسوځول.  په توپ وهنه کې هم اسحق ځاځي ۵۲، کپټان اعجاز احمد ۳۲ او اظهارالحق نوید ۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. که څه هم افغانستان له بنګله‌دېش دا لوبه وګټله، خو د پنځو یو ورځنیو سیریز یې درې پر ۲ بنګله‌دېش ته وبایلود. Читать дальше...

افغانستان کې د القاعده د بیا فعالېدو او داعش د پیاوړي کېدو په اړه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

امریکا لاهم له افغانستان نه ځان او نړۍ ته اندېښنه لري.  امریکايي چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان نه نړۍ او امریکا ته د ورپېښدونکو ګواښونو د مخنیوي لپاره د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي. دوی پرون په یونان کې د ناټو له پوځي مشرانو سره ناسته کړې چې نن هم دوام کوي. امریکايي چارواکو ویلي چې د دې ناستې مهم هدف افغانستان او د دغه هېواد نه امریکا او نړۍ ته د ورپېښدونکو ګواښونو د مخنیوي په لار چارو بحثونه دي.  له دې وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال میلي، دفاع وزیر لوېډ استېن... Читать дальше...

د هند او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د هند او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو نن په نوې ډېلي کې وکتل.  دوی د ګڼو نورو سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو مسئلو ترڅنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.  د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر په خپل ټویټر لیکلي چې له خپل سعودي سیال فیصل بن فرهان سره‌یې د افغانستان په تړاو ډېر اغېزمن بحث کړی دی.  د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود تېره شپه په درې ورځني سفر نوې ډېلي ته رسېدلی.   شهزاده سعود به سبا (دوشنبه) مخکې تر دې چې نیویارک ته روان شي، له صدراعظم نرېندرا مودي سره وویني. Читать дальше...

د طالبانو بیرغ هسکولو پر سر د سره جومات خطیب ضد مقدمه دایره شوه

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد د ابپارې تاڼې یوه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له وجې یې له نوم ښوولو ډډه وکړه، د سېپټېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د مولانا عبدالعزیز پرضد یې د شنبې یا خالي پر ورځ مقدمه دایره کړې چې پکې د "بغاوت او ترهګرۍ تورونه" هم شامل دي.

د ښځو د حقونو خوندیتوب؛ د طالبانو وروستۍ پرېکړې د 'اسلام او قانون' خلاف دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو له‌خوا د ښځو چارو وزارت د بندولو او ز‌ده‌کړو ته نجونو د محدود لاسرسي په غبرګون کې لاریون وکړ. دوی چې شمېر یې کم و، په خپلو شعارونو کې د زده‌کړې او کار ته د تګ غوښتنه کوله. دوی د "ازادي، زده‌کړه او کار" زموږ حق دی شعارونه ورکول او وايي، ښځې دې له ټولنیزو فعالیتونو نه منع کېږي. له لاریون کوونکو یوه‌یې ترنم سعیدي وايي، طالبان نه‌شي کولای دوی له کار او زده‌کړې منع کړي او مجبور دي چې غوښتنې یې ومني. مېرمن سعیدي وايي: "موږ د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو کمېسیون... Читать дальше...

په روسیه کې نن د پارلېماني ټاکنو وروستۍ ورځ ده

Mashaalradio.com 

د ولسمشر ولاديمير پوتین پلوه ګوند به په پارليمان کې غوڅ اکثريت ترلاسه نه کړای شي، هغه ځکه چې له انتخاباتو وړاندې نظر پوښتنو سره سم د هغه ګوند شهرت شاوخوا ۳۰ فيصده راټېټ شوی دی.

نن هم په افغانستان کې ملیونونه نجونې ښوونځیو ته نه‌دي تللي

Pa.azadiradio.com 

نن دوهمه ورځ ده چې په افغانستان کې ملیونونه نجونې ښوونځیو ته نه‌دي تللي. د یونېسف او نورو ادارو د شمېرو له مخې د طالبانو تر راتګ مخکې شااوخوا څلور ملیونه نجونې ښوونځيو ته تللې. طالبانو د شنبې په ورځ د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو لا یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره ګام نه‌دی پورته کړی. د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې لپاره ګڼو فعالانو په خواله رسنیو کمپاینونه هم پیل کړي دي. د یو شمېر ماشومانو عکسونه هم په ټویټر او فېس‌بوک خپاره شوي چې په لاسونو کې یې یو لیکلی شعار نیولی چې وايي... Читать дальше...

بورېس جانسون په افغانستان کې د بشري بحران ضد اقدام لپاره پر جو بایډن فشار راولي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د امریکا د متحده ایالاتو پر ولسمشر جو بایډن فشار راولي چې په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري بحران په وړاندې اقدام وکړي. دواړه مشران به روانه اوونۍ په سپینه ماڼۍ کې د بریتانیا او امریکا ترمنځ د سفرونو پر بیا پیل او اقلیمي بدلون هم بحث وکړي. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون به د هغه سفر پر مهال چې پر چاپېریالي مسایلو متمرکز دی، واشنګټن ته لاړ شي. د ده د خبرو په اجنډا کې د افغانستان موضوع هم شامله ده. دی به هلته د نړۍ له رهبرانو وغواړي چې د اقلیمي بدلون... Читать дальше...

د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبه؛ بنګله‌دېشي لوبغاړي په ۱۵۵ منډو اوټ شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېشي لوبغاړي په ۱۵۵ منډو اوټ شول. لوبه نن په سېلهټ لوبغالي کې د بنګله‌دېش له‌خوا په توپ وهنې پيل شوه.  په پایله کې افغان لوبغاړو په ۴۸م اور کې د بنګله‌دېش ټول لوبغاړي په ۱۵۵ منډو اوټ کړل. د افغانستان لپاره بلال سمېع او ننګیالي خروټي درې درې وېکټې اخیستي. اظهارالحق نوید او شاهدالله حسني دوه دوه بنګله‌دېشي لوبغاړي سوځولي.  اوس وخت لوبه کې دمه اخیستل شوې او تر وقفې وروسته به افغان ټیم د ۱۵۶ منډو د پوره کولو لپاره میدان ته کوزېږي. Читать дальше...

د "سور پېزوان" سندرې د سندرغاړي په توګه مشهور کړم: زبير نواز

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی زبير نواز دی. نوموړی د پېښور دی خو له تېرو څو کلونو راهيسې په امريکا کې اوسي. نواز د سېپټمبر پر ۱۴مه خپله نوې سندره 'دا کلی مه ورانوئ' خپره کړه. نوموړی وايي، هڅه کوي د خپلو سندرو له لارې د امن پيغام خپور کړي. د نواز دا خبرې او د نوې سندرې په ګډون ځينې پخوانۍ هغه يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Новости России
Москва

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)


فرهنګي چارې دې بیرته چټکې شي: خوستي فرهنګیان

Mashaalradio.com 

خوست په افغانستان کې د علم، ادب او فرهنګ له اړخه یوه بډایه سیمه ګڼل کېږي خو اوس په کې د پخوا په شان ادبي بنډارونه، مشاعرې، غزلییز ماښامونه او نور پروګرامونه نه تر سترګو کیږي.

پر تورخم زياتې ګڼې ګوڼې افغانان له مشکل سره مخامخ کړي

Mashaalradio.com 

پر تورخم پوله د هغو افغانانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده چې غواړي له افغانستانه پاکستان ته واوړي. زیاتره خلک وایي د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته له یو غېر یقیني حالت سره مخامخ دي نو ځکه غواړي چې پاکستان ته ولاړ شي. په دغو کې ځینې داسې کسان هم شته چې د نورو هېوادونو قانوني اسناد لري او غواړي د اسلام اباد له لارې نورو هېوادونو ته سفر وکړي. بلخوا پر تورخم ګڼ شمېر داسې افغانان هم شته چې له پاکستانه افغانستان ته تلل غواړي. فرخنده اسد د رويټرز خبري اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.

فضا ته په سفر تللي ۴ سیلانیان بېرته ځمکې ته راوګرځېدل

Pa.azadiradio.com 

څلور تنه چې فضا ته په سفر تللي وو، پرون (شنبه) د ځمکې په مدار کې له درېیو ورځو تېرولو وروسته بېرته ځمکې ته راوګرځېدل.  سپېس اېکس ستوربېړۍ چې دا څلور تنه په‌کې سپاره وو، د فلوریدا په ساحل کې کېناسته.  دا لومړی ځل و چې څلور تنه سیلانیان په خپل شخصي لګښت د ځمکې مدار ته لاړل.  دا ډول سفرونه د نړۍ د دوو سترو ملیاردرانو ریچارد برانسن او جیف بیزوس له لوري پیل شول.

پکتیا کې د ځمکې په سر شخړه کې درې وروڼه وژل شوي او یو بل کس ټپي دی

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د ځمکې په سر شخړه کې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. په پکتیا کې د طالبانو له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ټاکل شوي رئیس خالق‌یار احمدزي د یکشنبې د ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېر مازدیګر ناوخته د پکتیا د مرکز ګردېز په شکرخېلو سیمه کې شوې ده. د احمدزي په وینا نښته د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شوې چې له امله‌یې د یوې کورنۍ درې تنه وروڼه وژل شوي او یو بل کس‌یې ټپي شوی دی. احمدزی وایي، د پېښې ځای ته د دوی ځواکونه رسېدلي او په تړاو یې د بریدګرې کورنۍ دوه تنه... Читать дальше...

نن د روسیې د پارلماني انتخاباتو وروستۍ ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې نن د پارلماني انتخاباتو وروستۍ یا درېیمه ورځ ده.  دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې په هغو کې د پراخو بې‌نظمیو د تورونو ترڅنګ د اپوزېسیون د بندي سیاستوال الکسي ناوالنۍ غورځنګ ځیني همکاران ځپل شوي دي.  اټکل کېږي چې پارلماني انتخابات به د کرملېن له ملاتړه برخه‌من واکمن ګوند (متحده روسیه) وګټي، خو دا ګوند چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملاتړ کوي، له دې خطر سره مخامخ دی چې ممکن په پارلمان کې لوړ اکثریت له لاسه ورکړي.  تر انتخاباتو مخکې نظرپوښتنو ښوولې چې د دغه ګوند شهرت په ۱۰۰ کې ۳۰ لږ شوی دی. Читать дальше...

د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم د افغانستان په اړه خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې افغانستان د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا د صدراعظم بورېس جانسون د روانې اوونۍ د خبرو د اجنډا په سر کې وي. د نړیوالو خبري اژانسونو پر اساس، جانسون به په دې کتنه کې د افغانستان د بشري بحران په خاطر پر بایډن فشار راوړي. د راپورونو له مخې، جو بایډن د بریتانیا او د ناټو د نورو متحدانو دا غوښتنه نه‌وه منلې چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو ایستل وځنډوي. دوی دا غوښتنه د دې لپاره کړې وه چې له افغانستانه هغه بهرنیان او افغانان وایستل شي چې خپل ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ احساسوي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Как Рыбакиной стать второй ракеткой мира: расклад от WTA






Астраханский проект стал лауреатом Международного профессионального конкурса НОПРИЗ на лучший проект – 2023

Концерт «Стихи войны и мира. Баллада о своих»

Собянин: Москва взяла Гран-при премии «Умный город» за цифровизацию горхозяйства

Вечер уникальных встреч «Богиня с несоветской внешностью»