Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 21.09.2021

د کندز ښاریان: بې کاري او د توکو لوړ نرخونو پوزې ته راوستي یو

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي. د یو شمېر کندزیانو په خبره په دې وروستیو دوو میاشتو کې د خوراکي توکو نرخونه په بې ساري توګه لوړ شوي دي او دې مسالې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. ۳۵ کلن ګل خان چې د کندز ښار د غنمو په مارکیټ کې مزدوري کوي وايي، د نظام بدلون له کبله کار په ټپه درېدلی او خوراکي توکي هم لوړ شوي دي. ګل خان وایي: "دا غوښتنه لرو چې خلکو ته کار او بار پیدا شي، څو خلک پر خپل کار او غریبۍ بوخت وي. د خوراکي مواد نرخونه ډېر لوړ شوي دي، ځکه... Читать дальше...

جنوبي وزیرستان کې د ماینونو د قربانیانو پر پرلت برید شوی

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني فعالان وایي چې پولیسو د جنوبي وزیرستان په کوټکۍ سیمه کې د ماینونو د قربانیانو پر پرلت برید کړی دی. د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه غړي شېرزاده مسید د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د سې شنبې(د وږي ۳۰مه) په ورځ پولیسو پر اعتراض کوونکو حمله وکړه: "پولیس راغلل د ماینونو د قربانیانو پر غونډه یې حمله وکړه چې سیمه ییز مشر رحمت شاه مسید او ډېر نور ټپیان شول." اعتراض کوونکو د مکین او ټانک ترمنځ لاره بنده کړې ده، دوی له څه باندې دوو اونیو راهیسې اعتراض پیل کړی دی او وایي چې سیمه دې له ماینونه... Читать дальше...

ایران: د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو لپاره به ډېر ژر خبرې پیل شي

Pa.azadiradio.com 

ایران وایي چې د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره به ډېر ژر خبرې پیل شي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند سعید خطیب زاده په وینا د دغه هېواد ایرنا خبري اژانس خبر ورکړ چې د ویانا خبرې به په څو اونیو کې شروع شي. تهران په داسې وخت کې دا وړاندیز کړی دی چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) وویل، که ایران دا تړون مني واشنګټن به یې هم ومني: "متحد ایالاتونه پر دې ژمنه ولاړ دی چې ایران به نه پریږدي چې اټمي وسله ترلاسه کړي. Читать дальше...

پاکستان کې ولس انټرنیټي خپلواکي نه لري: فریډم هاوس

Mashaalradio.com 

د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ۲۰۲۱م کال په خپور کړي راپور کې د انټرنیټ خپلواکۍ په لړ کې نړۍ په درو برخو کې د نمبرونو په حساب سره تقسیم کړی چې پکې یوه برخه خپلواکه، بله جزوي خپلواکه او دریمه برخه بې واکه ده.

د معاشونو نه‌ورکړه؛ کابل کې یو ښوونکی: ان د وچې ډوډۍ د اخيستلو وس نه‌لرم

Pa.azadiradio.com 

د معاشونو د نه‌ورکړې په اړه په بيا بيا د دولتي کارکوونکو او ښوونکو شکايتونه. يو شمېر دولتي کارکوونکي او ښوونکي پر طالبانو نيوکه کوي چې په خپل وخت‌يې معاشونه نه‌دي ورکړي. دوي وايي، نږدې دوه مياشتې کېږي چې تنخوا یې نه‌ده ورکړل شوې او اوس له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. شېر احمد چې د کابل ښار په يوه ښوونځي کې ښوونکی دی وايي، اقتصاد يې دومره کمزوری شوی چې اوس د وچې ډوډۍ اخيستلو وس نه‌لري. شېر احمد زیاتوي: "موږ ټول ښوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ يو، نږدې دوه مياشتې کېږي چې تنخوا مو نه‌ده... Читать дальше...

د طالبانو په کابینه کېښځې ولې نشته؟ د طالبانو ویاند مو پوښتلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ بیا د کابینې ځینې غړي معرفي کړل خو ښځې پکې نشته. د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند محمد نعیم نه مو په دې اړه پوښتنې کړي چې طالبان په حکومتولۍ کې د میلیونو افغان ښځو ونډه څنګه ورکوي؟ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په اړه مو هم له محمد نعیم پوښتنه کړې. صفي الله ستانکزی ورسره غږېدلی.

د ملګرو ملتونو ۷۶مه عمومي اسامبله پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو ۷۶مه عمومي اسامبله نن په نیویارک کې پیل شوه.  لومړنی ویناوال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش و چې د خبرو دوه د سر موضوع‌ګانې یې د سولې او اقلیمي بدلون په اړه وې. ښاغلی ګوترش زیاتوي: "موږ عملي اقداماتو او د بشري حقونو درناوي ته اړتیا لرو. موږ د سولې لپاره یوې نوې جامع اجنډا ته ضرورت لرو. دوهمه خبره دا چې موږ باید اقلیمي وېش سره وصل کړو. دا د شمال او جَنوب ترمنځ د باور جوړولو ته اړتیا لري." ښاغلي ګوترش همداراز د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي د نړۍ ۷۰ فیصدو وګړو ته د کرونا د واکسین په رسولو هم ټینګار وکړ. Читать дальше...



افغانستان کې بانکي بحران؛ ګڼ افغانان د برېښنا بلونو تحویلولو کې ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو برېښنا شرکت له خلکو غوښتي چې خپل د برېښنا بلونه پرې کړي، خو د برېښنا پېرېدونکي وایي چې د بانکي بحران له امله دوی نه‌شي کولای خپل د برېښنا بلونه تحویل کړي. په بانکونو کې د ګڼې ګونې له امله خلک ساعتونه ساعتونه انتظار باسي او نه‌شي کولای چې خپل د برېښنا بلونه په وخت سره پرې کړي. کابل کې خلک چې تر سره لمر لاندې اوږده لیکو کې د یوه بانک دروازې شاته له ساعتونو انتظار دي څو خپل د برېښنا بل پرې کړي، ځینو یې ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو وختونو کې د بل تحویلول اسانه و، خو اوس په کم شمېر سره... Читать дальше...

قریشي له طالبانو وغوښتل چې «نړیوال نورمونه» ومني

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي له افغان طالبانو وغوښتل، د دې لپاره چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي، باید نړیوال نورمونه ومني. قریشي نیویارک ته د سفر پر مهال له فرانس پرس اژانس سره په مرکه کې وویل، اسلام اباد د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بیړه نه لري. پاکستان چې د طالبانو عمده ملاتړی ګڼل کېږي، د نویمې میلادي لسیزې په دویمه نیمايي کې د هغو درېیو هېوادونو په ډله کې و، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و. اوس چې واک د طالبانو له بیاواکمنېدو تر یوې میاشتې زیاته موده... Читать дальше...

د افغانستان کرکټ بورډ: وروستي بدلونونه به په چارو ناوړه اغېزه ونه‌کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ پر وړاندې ستونزو او اندېښنو د دې بورډ چارواکي کابل کې خبري ناستې ته اړ کړل. د دغه بورډ چارواکي وايي، وروستي تحولات او بدلونونه به د دې بورډ په چارو ناوړه اغېزه ونه‌کړي، د بورډ چارې په عادي ډول دوام لري او په وړاندې یې هېڅ ستونزه نه‌شته. عزیزالله فضلي چې نوی د دغه بورډ رئیس ټاکل شوی د سې شنبې په ورځ‌یې «۱۴۰۰ کال د وږې ۳۰» یوې خبري ناستې ته وویل، نړیوال جام لپاره پوره چمتووالی روان دی او کوم بدلونونه چې په دې وروستیو کې رامنځته شوي د بورډ د ښه‌والي لپاره دي. ښاغلی فضلي د... Читать дальше...

یو افغان ډاکتر وحید ارین بریتانیا کې د کال د غوره ډاکتر اوارډ وګاټه

Pa.azadiradio.com 

وحید ارین په بریتانیا کې د کال د غوره ډاکتر اوارډ وګاټه. وحید ارین ته د بریتانیا په کچه د غوره ډاکتر اوارډ بېګا په یو لړ مراسمو کې چې د بریتانیا حکومتي چارواکو، شاهي کورنۍ غړو او روغتیاپالانو حضور درلود د مشهوره فوټبالر ډېوېډ بکهام په لاس ورکړل شو. وحید ارین چې کلونه مخکې له افغانستانه بریتانیا ته تللی په ټویټر باندې ویلي چې د ده په څېر نور ګڼ کسان هم وړتیاوې لري او باید چانس ورکړل شي. ښاغلی ارین زیاتوي: "دا اوارډ ما داسې حال کې وګټه چې کلونه مخکې د افغانستان له جګړو راووتم او دلته بریتانیا... Читать дальше...

د کاناډا صدراعظم د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټلې

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټلې. د ترودو په مشرۍ لېبرال ګوند د پارلمان ډېرې څوکۍ وګټلې، خو د اکثرو څوکیو له ګټلو پاتې راغی.  د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیې چې لېبرالانو د سپټمبر په ۲۰مه ټاکنو کې ۱۵۶ پارلماني څوکۍ ګټلي. له وخت مخکې ټاکنو په ترسراوي سره ترودو هیله درلوده چې د هغه ګوند به د پارلمان ۱۷۰ څوکۍ د اکثریت لپاره وګټي. ۴۹ کلن ترودو به اوس د داسې حکومت مشري کوي چې په پارلمان کې له ډېرو څوکیو سره سره د قوانینو تصویب لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ باندې تکیه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل وايي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ګوري.  خو بورېل زیاته کړې چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د لاسلیکوونکو هېوادونو د وزیرانو په کچه کومه لیدنه په اجنډا کې نه‌شته. له دې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان ویلي چې د بریتانیا، چین، فرانسې، چین، جرمني او روسیې وزیران دا اوونۍ د ملګرو ملتونو په مقر کې د ایران له استازي سره په لیدنه کې د اټمي تړون په اړه د خبرو په بیا پيل باندې ټینګار کوي. Читать дальше...

کرزی: د حکومت د ټولشمولۍ لپاره نور هڅو ته اړتیا ده ​

Pa.azadiradio.com 

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، طالبانو اوس یوه سرپرسته کابینه اعلان کړی او دا هیله مند دی چې د ټولشمولۍ لپاره به یې راتلونکې کې اقدامات وشي.   له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره دا مرکه د ازادي راډیو خبریال اجمل اند کړی بشپړه مرکه په دې لینک کې اوریدلی شئ. له ښاغلي کرزي سره مرکه ښاغلي کرزي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې همدارنګه د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت په رسمیت پیژندل هم مهم بللي او ویلي یې دي چې طالب مشران او نور افغانان باید ددې لپاره کار وکړي... Читать дальше...

نوې ګمارنې؛ طالبانو ۲ وزارتونو ته نوي سرپرستان او ۹ ته مرستیالان اعلان کړل

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په یوه تازه پرېکړه کې نورالدین عزیزي د صنعت او سوداګرۍ او قلندر عبادي د روغتیا وزارتونو لپاره نوي سرپرستان ټاکلي دي.  د دې دوو وزارتونو په ګډون اووه نورو وزارتونو ته بیا مرستیالان هم ټاکل شوي دي. په نوېو ګمارل شوېو کسانو هم دې ډلې ته نږدې کسان ځای شوي او ښځو ته بیا هم په کې کومه څوکۍ نه ده ورکړل شوې. د سرپرست وزیرانو سربېره، دې ډلې محمد بشیر او محمد عظیم سلطان‌زاده د سوداګرۍ وزارت مرستیالان نومولي.  عبدالباري عمر او محمد حسن غیاثي بیا د روغتیا وزارت مرستیالان ټاکل شوي. د طالبانو... Читать дальше...

د خوست قومي مخور: نړیوال دې افغان ولسونو سره مرستې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د خوست قومي مشران او مخور له نړیوالو غواړي چې په دې هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي په خاطر دې له افغانانو سره مرسته وکړي. د خوست قومي مشرانو له طالبانو هم وغوښتل چې د خپلو خلکو د ژوند د ښه کولو په خاطر نړیوالو سره ښې اړیکې جوړې کړي. دوی د دې هېواد د شااوخوا ۱۰ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه هم وکړه. قومي مشرانو اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې به بې کاري، بې وزلۍ او کمزوری اقتصاد د دې لامل شي چې نورې نړۍ ته په قانوني او غیر قانوني لارو د افغان ځوانانو تګ ډېر شي. دوی یادې... Читать дальше...

Новости России
Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


کاناډا کې ټاکنې؛ یوه افغان الاصله وزیره مریم منصف ماتې سره مخ شوې

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د کابینې یوه افغان الاصله وزیره مریم منصف هم له ماتې سره مخ بلل شوې ده.  د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې اغلې منصف چې د لیبرال ګوند څخه د پیتربورو د سیمې استازې وه او په کابینه کې یې د ښاري اقتصادي پراختیا وزارت مخته ووړ په روانو ټاکنو کې ښايي خپله څوکۍ په محافظه کارې سیالې میشل فیریري وبایلي.  د منصف تر څنګ د لیبرال ګوند یوه بله وزیره بېرنادېت جوردن هم خپله څوکۍ له لاسه ورکوي.  که څه هم د دغو دوو وزارتونو له لاسه ورکول د لیبرال ګوند لپاره ګران پریوزي، خو وړاندوینې ښيي چې د صدر... Читать дальше...

طالبان: ډېر ژر به له ۶م ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېستل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت اعلان کړی هر څومره ژر چې کېږي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي.  دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته وکړه. هغه وویل، د لوړو ټولګیو د پرانېستې لپاره په یوه طرزالعمل کار روان دی، څو د ده په خبره نجونې په مصوونه توګه ښوونځي ته ولاړ شي.  طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې په تړاو یې ګام وانه خیست.  دې چارې ګڼ تُند غبرګونونه وپارول.

طالبانو خپله کابینه کې نوي سرپرستان او مرستیالان معرفي کړل 

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په خپله کابینه کې ځیني نوي سرپرستان او مرستیالان معرفي کړل.  نورالدین عزیزي د تجارت وزارت او ډاکټر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوي. پاتې یو شمېر کسان د یادو وزارتونو د مرستیالانو او ځینو نورو ادارو د مشرانو په توګه ټاکل شوي.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې مسلکي کسان معرفي شوي او لا په دې برخه کې کار روان دی: "دا اوس هم چې کوم لېسټ موږ اعلان کړ، تر ډېره حده پورې مسلکي کسان په نظر کې نیول شوي. پوهان او ډاکټر صاحب مسلکي ادارو ته معرفي شوي. له دې ایسته... Читать дальше...

بایډن به نړۍ اقلیمي بدلون او کرونا وبا سره مبارزې ته وهڅوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې نړۍ له اقلیمي بدلون او کرونا وبا سره د مبارزې لپاره وهڅوي.  د ملګرو ملتونو ۷۶ عمومي اسمبلۍ نن په نیویارک کې پیلېږي.  بایډن به دا هم ووایي چې د پاسنیو ستونزو د هواري لپاره به د امریکا په مشرۍ د ډپلوماسۍ دوره پيل شي.  یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي فرانس پرېس ته ویلي، ښاغلی بایډن به له چین سره د سړې جګړې د مخنیوي په اړه هم وغږیږي.  امریکايي چارواکو دا هم ویلي، بایډن د افغانستان په تړاو په خپلو خبرو کې یادونه کوي چې د... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде






Преданный забвению. Как Иван Винокуров отстоял Алдан для Якутии

Врач Тяжельников рассказал о допустимой порции шашлыка

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года

Врач Тяжельников назвал допустимую порцию шашлыка