Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 28.09.2021

'غیر مسؤله وسله‌وال' کابل کې د سلام وطندار راډیو دفتر ته ننوتي او ګروېږنې یې کړي

Pa.azadiradio.com 

ورځ تر بلې د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو افغان رسنۍ اندېښمنې کړې دي. تازه د سلام وطندار خصوصي راډیو مسؤلین وايي، د یکشنبې په ورځ د عبدالمالک صافي په مشرۍ یو ډله وسله‌وال چې ځانونه‌یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو کارکوونکي معرفي کول د دغه رسنۍ دفتر ته ننوتي دي. د دغې رسنۍ اجرائیوي رئیس ناصر عمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، دې کار د سلام وطندار راډیو د کارکوونکو او خبریالانو پر روحیه اغېز کړی دی. ښاغلی عمر زیاتوي: "دغه کسان... Читать дальше...

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل؛ د امریکا پوځي چارواکي سختو پوښتنو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو دوه لوړپوړي پوځي چارواکي په کانګرس کې په راتلونکو دوو ورځو کې د استازو جرګې د غړو او سناتورانو له جدي پوښتنو سره مخ شي. د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه د طالبانو له‌خوا د کابل تر سقوط او له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د دفاع وزیر لوېډ استېن او د متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي د کانګرس د دواړو جرګو غړو ته معلومات ورکوي او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وايي. د جمهوري‌پال ګوند غړو چې له اوږدې مودې راهیسې یې... Читать дальше...

افغانستان کې له پنځه ملیونو ډېر بې‌ځایه شوي 'عاجلې مرستې' ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې له پنځه ملیونو څخه ډېر کورني بې‌ځایه شوي خلک په سختو حالاتو کې دي او مرستې ته عاجله اړتیا لري.  دې سازمان نن په ټویټر کې لیکلي چې نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان سره بشري مرستې پرته له ځنډه دوام پيدا کوي.  ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ ملیونه کسان به په راتلونکو میاشتو کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري.  د راپورونو له مخې، افغانستان دا مهال له مخ په ډېرېدونکي اقتصادي بحران سره مخ دی، د خوراکي او سونګ توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي او نغدې پيسې کمې شوي. Читать дальше...

د امریکايي ځواکونو ایستل؛ د امریکا سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې غونډه پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو په کمېټه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه غونډه پيل شوې ده.  دې جلسې ته د امریکا د سناتورانو د پوښتنو د ځوابولو لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ استېن، د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي او د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مک‌کنزي ورغوښتل شوي.  له دوی به په افغانستان کې د پوځي مأموریت د پای ته رسولو او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په راتلونکو لارو چارو پوښتنې کېږي. د طالبانو لاس ته د افغانستان تر لوېدو... Читать дальше...

قریشي: د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید نړۍ له افغانستان سره اړیکې وپالي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي په افغانستان کې د بشري ناورین او د اقتصادي چارو د سقوط د مخنیوي لپاره باید نړۍ له دغه هېواد سره اړیکې وپالي. هغه دا خبره نن د بریتانیا د پارلمان له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې کړې ده. قریشي د دې لیدنې جزئیات او عکسونه په خپل ټویټر خپاره کړي. قریشي ویلي د افغانستان په تړاو یې د پاکستان لیدلوری د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو او دفاعي چارو د کمېټو له مشرانو سره شریک کړ. هغه زیاته کړې چې په دې لیدنو کې یې ټینګار کړی چې نړۍ باید د یوه بشري کړکېچ او... Читать дальше...

کابل کې سوله‌ییز حرکت: د ښوونکو او روغتیاپالانو اقتصادي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر ښځينه مدني فعالان وايي، که د ښوونکو او روغتیا پالانو د معاشونو او نورو حقوقو د ورکړې په برخه کې جدي ګام پورته نه‌شي، لیرې نه‌ده چې دغه دوه برخې له نشت سره مخ شي. دغو مدني فعالانو د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۶» په کابل کې د یو سوله‌ییز حرکت په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې د ټولنې د دې دوو مهمو برخو ښوونکو او روغتیا پالانو اقتصادي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي. د دې مدني فعالانو یوې غړې تورپېکۍ مومند ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "یو شمېر مېرمنې چې د تعلیم او روغتیا په برخه... Читать дальше...

په افغانستان کې کورنۍ رسنۍ له شدیدو 'مالي زیانونو' سره مخ شوي

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري حکومت له سقوط او د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې کورنۍ رسنۍ له شدیدو مالي زیانونو سره مخ شوې. تازه د اطلاعات روز ورځپاڼه چې د زمري میاشتې له ۲۴مې نېټې وروسته‌یې د اقتصادي ستونزو له امله چاپي فعالیت درولی او اوس یوازې انلاین خپرونې کوي، د دغې رسنۍ د کار د دوام لپاره دا مهال د چندې راټولولو کمپاین پیل شوی دی. د افغانستان دغه نوم‌وتې چاپي رسنۍ په ۱۳۹۰ کال کې پرانیستل شوه. د دغه رسنۍ مسؤلین وايي چې په سیاسي، اقتصادي، حکومتوالۍاو ټولنیزو برخو کې په خپلواکه او بې‌پرې توګه کار کوي. Читать дальше...

خېبر پښتونخوا کې د پولیسو نظام او کمزوریانې

Mashaalradio.com 

حکومت په پېښور کې د اسان انصاف مرکز په نوم پولیس تاڼې پرانېستلې دي چې مرام یې د خلکو ستونزې هوارول او هغوی ته انصاف ورکول دي. تر دې وړاندی هم د پولیسو په نظام کې د اصلاحاتو اعلانونه شوي، خو د حقونو فعالان وايي چې اکثر اعلانونه عملي شوي نه دي. په خېبر پښتونخوا کې د پولیسو نظام کومې کمزورۍ لري او حکومت یې د لیرې کولو لپاره څه هڅې کوي، د کرښې پر غاړه خپرونه کې یې بحثوو. کوربه شاهین بونیری دی.



اسحاقزی: ملګرو ملتونو کې د افغاستان چوکۍ خوندیتوب لپاره له کلنۍ وینا تېر شوم

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې وه چې ملګرو ملتونو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني د حکومت دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی د دغه سازمان کلنۍ غونډې ته وینا وکړي، خو غونډې ته کم وخت پاتې و چې نوموړی له خپلې وینا تېر شو. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي ماموریت په خپل ټویټر د ښاغلي اسحاقزي له قوله لیکلي: "ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی د هېواد د ملي ګټو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ ساتلو او دغه شان له دغه سازمان او امنیت شورا له غړیو سره د اوږدمهالې همکارۍ او اساسي مسایلو په خاطر عمومي غونډه... Читать дальше...

ویزه لرونکي خوستوال: که هوايي پروازونه برابر نه شي، ویزې مو سوځي

Pa.azadiradio.com 

د خوست یو شمیر هغه اوسیدونکي چې په عربي هېوادونو کې کار او مزدوري کوي او وطن ته په رخصتۍ راغلي وايي چې د رخصتیو وخت يې پوره شوی، خو د هوايي پروازونو د نشتون له کبله دوی نه شي کولای عربي هېوادونو ته د کار او مزدورۍ لپاره ورشي. په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دې هېواد ته، تر ډېره نړیوال هوايي پروازونه بند شوي دي. بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي، د ویزه لرونکو خوستوالو یادې ستونزې يې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د یو شمېر عربي هېوادونو له چارواکو سره شریکې کړي او دوی تمه څرګندوي چې دا ستونزه به ژر هواره شي. Читать дальше...

کندهار کې د برېښنا نشتوالي۲۵۰ فابریکې تړلي او ۵ زره کارګر یې په کور کینولي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ښار د تېرو څو اوونیو راهیسې برېښنا نه لري چې له امله یې په صنعتي پارک کې ۲۵۰ فابریکې تړل شوي او د څښاک د اوبو د نشتوالي په ګډون خلک له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي. د اګسټ په ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو سره د کندهار ښار د برېښنا جریان لومړی ټکنی او وروسته په بشپړه توګه ودرېد. د کندهار صنعتکاران وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله تر ټولو ډېر زیان دوی ته رسېږي چې له امله یې په صنعتي پارک کې د شااوخوا ۲۵۰ فابریکو د تولید چارې دریدلي او شااوخوا ۵ زره کارګر بې کاره شوي دي. د... Читать дальше...

د لاهور محکمې مذهب ته د سپکاوي په تور يوې ښځې ته د اعدام سزا اورولې

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د پنجاب ایالت د لاهور ښار يوې ځايي محکمې د مذهب د سپکاوي په تور يوې ښځې ته د اعدام سزا اورولې.  پاکستاني رسنۍ وايي چې په سلما تنویر په ۲۰۱۳ز کال کې د لاهور په نشتر کالونۍ تاڼه کې د مذهب د سپکاوي دعوه ثبت شوې وه چې تېره ورځ (سېپټېمبر پر ۲۷مه) قاضي منصور احمد قریشي د دغې قضیې اورېدنه وکړه او نوموړې ته يې د اعدام او ۵۰ زره روپو جرمانې سزا واوروله.   په سلما تنوير تور دی چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې د یو شخصي ښوونځي د مدیرې په توګه په ماشومانو کې يو څو کتابچې ویشلې وې چې په کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد او د اسلام د سپکاوي خبرې درج وې. Читать дальше...

ناټو: طالبان دې ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه وپوښتل شي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې طالبان باید له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې د خپلو ژمنو په اړه وپوښتل شي.  د ناټو د یوه بیان له مخې، سټولټنبرګ دا څرګندونې پرون د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په انلاین خبرو کې کړي دي.  د فرانس پرېس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې پرونۍ خبرې مثبتې او رغنده وې.  د بیجینګ په وینا ، وانګ یی او سټولټنبرګ موافقه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون د بېلابېلو مسالو په اړه د چین او ناټو ترمنځ ډیالوګ ډېر شي. Читать дальше...

طالبان: د پاچا ظاهرشاه د دورې اساسي قانون د لنډ مهال لپاره کاروو

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ویلي، د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو پرته چې د دوی په خبره له اسلام سره په ټکر وي د موقتې دورې لپاره اجرا کوي.  دا خبره د طالبانو د حکومت د عدلیې سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په حواله نن خپره شوې ده.  شرعي نن د چین له سفیر سره په کابل کې کتلي او دا خبرې یې له هغه سره په لیدنه کې یادې کړي.   د طالبانو د عدلیې وزارت د اعلامیې پر اساس چې د دې وزارت په فیسبوک خپره شوې د دوی حکومت هغو نړیوالو قوانینو او سندونو ته هم درناوی کوي چې د دوی په خبره د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي. Читать дальше...

پاکستان کې د کورونا واکسین د جعلي اسنادونو خلاف پلټنې کوو: اېف ای اې

Mashaalradio.com 

نوموړي پر دغه وخت دا هم وویل په تېرو دوو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې د داسې ۴۱ کسانو خلاف ابتدایي تحقیقاتي رپوټونه (اېف ای آر) درج کړي دي چې په غېر قانوني توګه یې د کووېډ-۱۹ واکسینو سرټیفیکېټونه جوړول او له هغو کسانو هم معلومات کوي چې د ځانونو لپاره یې د واکسین جعلي سرټیفیکېټونه جوړ کړي دي.

د افغان جګړې په اړه به امریکايي چارواکي د کانګرس له پوښتنو سره مخ شي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په اداره کې لوړ پوړي پوځي چارواکي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د کانګرس له سختو پوښتنو سره مخ شي. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ اسټن، د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي او د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مککنزي نن او سبا د جرګې او مشرانو جرګې نظامي خدماتو کمېټو کې خدمت وکړي. د رویټرز په وینا د مشرانو جرګې نظامي خدماتو کمېټې کې لوړپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور جم انحاف د نن ورځې د غونډې له پيل مخکې د پوښتنو... Читать дальше...

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ: د ملي ګټو په خاطر مو وینا ونه کړه

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي، د ملي ګټو او په سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د ساتلو لپاره یې عمومي غونډې ته وینا ونه کړه.  د استازولۍ په ټوېټرپاڼه باندې ساعت مخکې دا خبر راغلی دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ زیاته کړې دا پرېکړه یې د سازمان له یو لړ مطرح غړیو سره په مشوره کړې چې په عمومي غونډه کې خبرې ونه کړي. خو استازولۍ ډاډ ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نماینده ګي د پخوا په شان خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي. تمه وه د ګوښه شوي افغان ولسمشر... Читать дальше...

Новости России
Москва

По запросу Баку в Москве незаконно был задержан известный российский политолог Михаил Александров


طالبانو په هرات کې د څلورو کسانو مړي په دار کړي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په هرات ښار کې طالبانو د څلورو هغو کسانو مړي چې په تښتونې تورن شوي ول، د دې ښار په څلور لارو کې را ځوړند کړل. طالب چارواکي وايي، دغه کسانو یو سړی او د هغه زوی اختطاف کړی وو چې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال ووژل شول. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ددغې ویډیو ځینې برخی کیدای شي ځینو کسانو ته ځوروونکې وي.

ترکیې افغانستان سره د سل مټریک ټنه اصلاح شوېو تخمونو مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د 'اي، اېچ، اېچ' موسسې له افغانستان سره د سل مټریک ټنه اصلاح شوېو تخمونو مرسته وکړه. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، دغه مرسته د ترکیې د (اي، اېچ، اېچ) موسسې له لوري د یاد وزارت په چوکاټ کې د دې هېواد له بزګرانو سره کېږي، څو د دوی په حاصلاتو کې د پام وړ ښه والی راشي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم د یادې موسسې له مسولینو سره د لیدنې پرمهال دواړو خواوو په دوه اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه. د (اي، اېچ، اېچ) موسسې مسولینو ژمنه وکړه چې د اصلاح... Читать дальше...

د سوداګرۍ او صنعت وزارت: هڅه کوو د سوداګرو ټولې ستونزې هوارې کړو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، هڅه کوي چې د سوداګرو ټولې ستونزې هوارې کړي. دا خبرې د طالبانو له لوري د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته ټاکل شوي سرپرست وزیر نور الدین عزیزي د نړیوالې سوداګریزې خونې، نفت او د ګازو د اتحادیو له مسولینو سره په یوه ناسته کې کړې ویلي چې سوداګر د هېواد د ملا د تیر حیثیت لري. د دې وزارت سرپرست دغه شان د سوداګرۍ د غوړېدو لپاره د قانون په چوکاټ کې په سوداګریزو چارو کې د یو شمېر اسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړ.

د هسپانیې اورشیندونکي غره فعالېدو خلک کډو ته اړ کړي

Mashaalradio.com 

د هسپانیې په کاناریا ټاپوګانو کې اورشیندونکی غر لاوا وروي چې له وجې یې د سیمې فضا له لوګیو او ګردونو ډکه ده. چارواکو له لا پالما ټاپووزمه څخه د خلکو ایستلو بهیر ته دوام ورکړی او د سیمې هوايي ډګر د سېپټېمبر له ۲۴مې راهیسې تړلی دی. نور د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.

د میدان وردګ ځینې اوسیدونکي: سوله خو راغله، اوس څه وکړو او څه وکړو؟

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ ولایت ځايي خلک وايي، له یوې خوا جګړو ځپلي او د کلونو راهیسې د خپلو سیمو څخه بې ځايه وو اوس د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاره شوي دي.  د میدان ښار اړوند د 'ده افغانانو' د کلي اوسیدونکی۶۴ کلن خان اغا له څلورو کلونو وروسته د خپل کور لیدو ته راغلی چې په خپل نړیدلي کور کې تر خارو لاندې په پاتې شوېو توکو پسې ګرځي.  دی لا هم کرايي کور کې ژوند کوي ازادي راډيو ته یې وویل چې پر خپل دغه کور یې لکونه افغانۍ لګولي او یوازې دی او د کورنۍ غړي يې د تن په جامو کې ترې وتلي.  نوموړي ازادي راډيو وویل... Читать дальше...

امریکا کې د قتلونو شمېر ۳۰ سلنه لوړ شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په متحده ایالاتونو کې تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې د قتلونو شمېر د وړم کال پرتله دیرش فیصده لوړ شوی دی.  دا له ۱۹۶۰ میلادي کال راهیسې چې په کلني ډول د جنایي وژنو شمېر ثبتیږي،  د قتل تر ټولو لوړې شمېرې ګڼل کېږي.  د امریکا د څېړنو فدرال ادارې ( ایف.بي.آی) پرون دا شمېرې خپرې کړې او وېې ویل، ۲۰۲۰ کال کې ټولټال د وژنې ( ۲۱۵۷۰) پیښې ثبت شوي دي.  د وژنو دا شمېرې د ۲۰۱۹ کال د شمېرو پرتله ۴۹۰۱ زیاتوالی ښيي.  د راپور له مخې ۷۳ فیصده دغه وژنې د وسلې په وسیله شوي دي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анастасия Потапова

Потапова всухую обыграла Шнайдер в 1-м круге турнира в Мадриде






Ушел из жизни красноярский актер Василий Решетников

HeadHunter: ветеринарам в России в среднем предлагают более 59 тысяч рублей

Полиция задержала водителя Mercedes за наезд фонарь в Ермолаевском переулке

В Чурапчинском районе вынесен приговор члену ОПГ за покушение на сбыт наркотиков