Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 25.09.2021

طالبانو د څلورو کسانو مړي دهرات دښار په ګڼ میشتو ځایونو کې ځوړند کړل

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د څلورو هغو کسانو مړي چي په اختطاف تورن شوي وو دهرات ښار په چوکونو کې را ځوړند کړل. طالب چارواکو وویل چې دغه کسان چې یو سړی او دهغه زوی یی اختطاف کړي وو، امنیتي ځواکونو سره دنښتې په مهال ووژل شول. مخکی دطالبانودتحریک یو موسس ملا نورالدین ترابی ویلي وو قصاص او د لاس پرې کول هغسې چې دطالبانو دتیرې واکمنۍ په مهال نافذیدل تردې وروسته به هم نافذ شي. خودبشری حقوقو د څار سازمان او دامریکا بهرنیو چارو وزارت اندیښنه څرګنده کړې او ویلی چې دملا ترابی دغه خبرې دبشری حقوقو داصولو خلاف دي. ددغې ویډیو ځینې برخی کیدای شي ځینو کسانو ته ځوروونکې وي.

د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبغاړو له بنګله دېشه لوبه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو له بنګله دېش څخه څلور ورځنۍ یا ټیسټ لوبه وګټله.  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د ۱۹ کلنو د څلور ورځنۍ لوبې د لومړۍ بریا مبارکي ټولو هېوادوالو ته وړاندې کوم. له ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان لوبغاړو وکړای شول په خپله لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړي."  په بنګله دېش کې د دواړو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره مسابقې هم شوې دي چې درې یې بنګله دېش او دوې د افغانستان لوبډلې وګټلې.

د روسیې امنیتي ځواکونو د پناه غوښتونکو د حقونو یوه مدافع ونیوله

Pa.azadiradio.com 

د روسیې امنیتي ځواکونو د پناه غوښتونکو د حقونو یوه مدافع والین­تینا چوپیک د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیوله.  کرنټ ټایمز ټلوېزیون دا خبر نن شنبه ورکړی دی.   چوپیک چې د پناه غوښتونکو د یوه مرکز مشره هم ده، ناوایا ګزیتا ورځپاڼې ته ویلي چې چارواکو یې اسناد هم ضبط کړي دي.  د پناه غوښتونکو دغې مدافع ویلي چارواکو ورته خبر ورکړی چې د سېپټمبر له ۱۷مې یې د مهاجرت حیثیت هم فسخه شوی دی.   د ورځپاڼې په لیکنه، مېرمن چوپیک د ۳۰ کلونو لپاره روسیې ته له ننوتلو منع کړای شوې ده.  راپورونه وايي، مېرمن چوپیک... Читать дальше...

طالبانو هرات کې د ۴ کسانو مړي په عام حضر کې راوځړول

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د هرات له ګڼه ګوڼې په ډکو ساحو کې د څلورو کسانو مړي په عام حضر کې راوځړول.   د طالبانو په حکومت کې د هرات د والي مرستیال شېر احمد عمار، ازادي راډیو ته وویل، دغو څلورو کسانو یو سوداګر او د هغه زوی نن سهار په هرات کې تښتولي وو.   د هغه په خبره د تښتول شوېو کسانو د خوشې کولو په عملیاتو کې څلور دخیل کسان وژل شوي او یو طالب ټپي شوی دی.  دا واک ته د طالبانو تر رسېدو وروستی لومړی وار دی دغه ډله هغه کسان چې ځینې کسان مجرم ګڼلي په عامه راځوړندوي.

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې ځانمرګي برید ۸ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې یوه ځانمرګي برید د ۲ ماشومانو په ګډون  لږ تر لږه ۸ کسان ووژل.  د دې حملې چې د جمهوري ریاست له ماڼۍ یو څو متره لېرې شوې، مسوولیت د الشباب په نوم تروریستي ډلې ومانه.  د پولیسو یوه ویاند د پېښې په ساحه کې خبریالانو ته وویل چې د مړو شمېر ښايي زیات شي، ځکه ځینې مړي د هغیو د خپلوانو له خوا وړل شوي دي.

ناروغان: د خوست ولایتي روغتون کې نه درمل شته او نه ډوډۍ

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې د خوست ولایتي روغتون د پخوا په شان د وسایلو او درملو امکانات نه لري، خو بیا هم خلک د اقتصادي ستونزو له کبله ناروغان ورولي او هلته يې درملنه کوي. ناروغ لرونکي وايي، په روغتون کې درمل نشته او دوی ورته درمل له شخصي درملتونونو راوړي او ډېری لابراتواري معاینات هم له روغتونه بهر کوي. د ناروغ لرونکو په وینا، دوی بې وسه دي او نه شي کولی خپلو ناروغانو ته پوره درمل واخلي. نن شنبه (د تلې په ۳یمه) د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکي صاحب ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل: "څومره چې شفاخانه لویه ده، همدومره... Читать дальше...

ټرودو: چین کې نیول شوي ۲ کاناډیان خوشې او کورونو ته ستانه شول

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا صدراعظم جسټن ټرودو وايي، هغه دوه کاناډايي وګړي چې په چین کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو، تر خوشې کېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.  له دې سره هغه لانجمنه موضوع ختمه شوه چې د غرب او پیکنګ ترمنځ یې درز ایجاد کړی و.   صدراعظم ټرودو پرون په اوتاوا کې یوه کنفرانس ته وویل، پخوانی ډیپلومات مایکلکفریګ (Michael Kovrig) او سوداګر مایکل سپاور (Michael Spavor) خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.   دغه دوه کاناډايي وګړي د ۲۰۱۸میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په چین کې وروسته له هغې ونیول شول چې تر دې... Читать дальше...

د څو هېوادونو ښځینه مشرانو د افغان مېرمنو د ملاتړ همکاري وغوښته

Pa.azadiradio.com 

د څو هېوادونو ښځینه مشرانو د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره د نړیوالو د همکارۍ غوښتنه وکړه. یوه یې د سلواکیا ولسمشره، زوزانا چپوتووا ده. هغې تېره شپه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته له وړاندې په یوه ثبت شوي پیغام کې وویل: "په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې نجونو او ښځو خپل مشروع حقونه تجربه کول چې باید ونه تروړل شي. د ایسلنډ، نیوزیلنډ صدراعظمانو او نورو ښځینه سیاسي رهبرانو د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ هڅه پیل کړې ده. له تاسو هیله کوم چې له دې حرکت سره ملګري شئ چې د کوټلو اقداماتو سبب شي. وروستی... Читать дальше...



د خوړو نړیوال پروګرام یو میلیون اړو افغانانو سره مرستې کړي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، دوی یوازې روانه میلادي میاشت کې په افغانستان کې له څه باندې یو میلیون اړو کسانو سره بشري مرستې کړې دي.   د دې ادارې په خبره په هغو کسانو کې چې مرسته ورسره شوې، درې نیم سوه زره امیندوارې مېرمنې او هغه ښځې شاملې دي چې خپل ماشوم ته شیدې ورکوي.   د خوړو نړیوال پروګرام پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، په دې ډله کې ۷ لکه او ۲۲زره هغه ماشومان هم شامل دي چې له خوارځواکۍ کړېږي یا یې له خطر سره مخامخ دي.  د دې نړیوالې ادارې په وینا د روان میلادي کال له پیله، په ټوله... Читать дальше...

د کارول شوېو توکو د پلور بازار؛ "معاش مې نه دی اخیستی، د کور توکي پلورم"

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته د کورونو د کارول شوېو توکو د پلورلو بازارونه دېر شوي او خلک تر پخوا ډېر خپل د کورونو کارول شوي توکي د پلور لپاره راوړي. د کابل ښار ځینې اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، د لوږې او اقتصادي ستونزو له امله خپل د کورونو وسایل په کمه بیه پلوري. فدا محمد چې مخکې په یوه دولتي اداره کې مامور و، هم دا شان یو بازار ته خپل د کور توکي د پلور لپاره راوړي دي. دی وایي، دا کار له مجبوریته کوي: "د کور توکي مې د خرڅولو لپاره راوړي، خو دوی یې په مناسبه بیه نه پېري که یې واخلي هم... Читать дальше...

افغانستان کې هدفي وژنې؛ ورځ تر بلې یې دوام اندېښنې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

له تېرې اوونۍ راهیسې نږدې هره ورځ د افغانستان له یوې سیمې د هدفي وژنو خبر خپرېږي. له دې ډېرې پېښې یې په ختیځ ننګرهار کې شوي. طالب چارواکو ازادي راډیو ته منلې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځ د ۶ تنو جسدونه چې په مرموز ډول وژل شوي وو، د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي. یوازې ننګرهار نه، کابل هم د دې ډول پېښو شاهد دی.  تازه په ریشخورو سیمه کې د کمانډو ځواکونو یو سرتېری له خپل دوو وروڼو او د عمه له زوی سره وژل شوی. د مخکني حکومت په ملي امنیت شورا کې یو سلاکار او پخواني پیلوټ رحمان رحماني... Читать дальше...

په بلوچستان کې حکومتونه ولې "بې ثباته" وي؟

Mashaalradio.com 

په ۱۹۷۰م کال کې د بلوچستان صوبې له جوړېدو راهسې یوازې جام محمد یوسف پکې د پوځي امر پرویز مشرف په واکمنۍ کې له ۲۰۰۲م څخه تر ۲۰۰۷م پورې وزیراعلا پاته شوی وو.

مجاهد: ډېر ژر به یو شمېر هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

Pa.azadiradio.com 

په کابل د طالبانو له واکمنېدو یوه میاشت او ۱۰ ورځې تېرېږي، خو هېڅ یوه هېواد یې لا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبان وايي، د دې موضوع په اړه یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، ډېر ژر به یو شمېر هېوادونه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني: "بېلابېلو هېوادونو سره مو اړیکې شته، د هغوی استازي هم راغلي، موږ ورسره کتلي دي. د افغانانو حق دی چې په رسمیت وپېژندل شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوم موږ یو لیک هم واستاوه. Читать дальше...

په جلال اباد کې چاودنې یو تن وژلی او  ۷ تنه یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

په جلال اباد ښار کې چاودنې یو تن وژلی او  ۷ تنه یې ټپیان کړي دي.  پېښه نن سهار د جلال اباد ښار امیرشهید بڼ ته نږدې په ګلدان کې د ځای پرځای شوېو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.   په ننګرهار کې یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته تایید کړه چې د دغې پېښې له ځایه، سیمه ییز روغتون ته د یوه طالب مړی او ۳ طالبان او ۴ ملکیان په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.  که څه هم د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې د داعش ډلې خراسان څانګې په ننګرهار کې د ځینو حملو مسوولیت منلی دی.

هند: پاکستان افغانستان کې د ستونزو محرک دی، امریکا سره یې په ګډه څارو

Pa.azadiradio.com 

هند وایي چې د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر او نورو مشرانو موافقه وکړه چې پاکستان وڅاري. د هند په باور اسلام اباد په افغانستان کې د ستونزو محرک دی. د هند صدراعظم ناریندر مودي پرون په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وکتل او بیا یې په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې هم ولسمشر بایډن و، هم د اسټرالیا او جاپان مشران. هندي چارواکي وایي، صدراعظم مودي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته چې تېره میاشت یې کابل ونیو په افغانستان کې د افراطي عناصرو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. په سپینه... Читать дальше...

افغانستان: ځینې خلک د يوې نوې جګړې د پیلېدو اندېښنې لري

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته په دې هېواد کې شويو ترهګرو حملو خلک د امنيت په اړه بیا اندېښمن کړي دي. کله چې طالبانو واک ونياو نو تمه کېدله چې په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسېږي او سوله به راشي خو تازه پېښو ځینې خلک ناهيله کړي دي. د زیاتره حملو ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې دي.

امریکا پر افغانستان له لګول شوېو بندیزونو دوه لېرې کړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو پر افغانستان له لګول شویو بندیزونو څخه دوه لېرې کړل، څو د طالبانو تر واک لاندې جګړو ځپلو سیمو ته بشري مرستې ورسېږي. د متحد ایالاتونو د خزانې وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، دا پرېکړه د متحد ایالاتونو حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو سازمانونو ته لار هواروي چې په افغانستان کې بشري مرستې وکړي او بشري مرستندویه هلو ځلو کې ونډه واخلي. فرانس پرېس اژانس په خپل راپور کې د امریکا د خزانې وزارت په وینا دا خبره هم را اخیستې ده چې وایي، د زراعتي موادو، دارو درملو او طبي... Читать дальше...

د افغان اویغوریانو د اندېښنو په اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکنه

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان اویغوریانو د اندېښنو په اړه یوه لیکنه کړې ده. ورځپاڼه د ابراهیم په مستعار نوم د یو اویغور کیسه کوي چې کورنۍ یې ۵۰ کاله مخکې هغه مهال چې په چین کې پر مسلمانانو ژوند راتنګ شو افغانستان ته تښتېدلې ده. ابراهیم افغانستان کې زېږېدلی او همدلته لوی شوی دی. ورځپاڼه د نوموړي له قوله وايي، هغه او کورنۍ یې اوس له دې وېرېږي چې طالبان دوی بېرته چین ته په ستنېدو مجبوره نه‌کړي. نیویارک ټایمز په دې مقاله کې وايي، له کلونو راهیسې چینايي چارواکو د افغانستان له... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде






Путин призвал обеспечить равные возможности россиянам из разных регионов

За первый квартал 2024 года количество самостроя в ЗелАО снизилось на 34 процента

Проект для специалистов туротрасли «Московская школа гостеприимства» запустили в столице

Сильный дождь в Москве и Подмосковье показали на видео