تازه راپور: په معتادينو کې د 'اوورډوز' کچه لوړه شوې
يو تازه راپور ښيي چې په نړۍ کې د نشه يي موادو د اندازې ډېروالی يا اوورډوز ډېر شوی دی.دا راپور د اروپا او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی. دا راپور ښيي چې په نړۍ، په تېره بيا اروپا کې د نشه يي موادو د استعمال اندازه يا اوورډوز ډېره شوی دی، له همدې امله د معتادینو مړينه هم ورسره ډېره شوې ده. دا راپور چې په اروپايي هېوادونو کې د معتادینو د معایناتو له مخې چمتو شوی ښيي چې په يوه کال کې ۵۷۰۰ معتادین د ډېرو نشه يي موادو د استعمال يا اوورډوز (overdose) له امله مړه شوي دي. Читать дальше...