Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

بریتانیا وایي، داسې ژر به طالبان په رسمیت و نه پېژني 

0
بریتانیا وایي، داسې ژر به طالبان په رسمیت و نه پېژني 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وايي، داسې ژر به طالبان په رسمیت ونه پېژني.

هغه دا خبره نن پنجشنبه (د وږي په ۱۱مه) په دوحه کې له خپل قطري سیال شیخ حمد بن تمیم ال ثاني سره په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

راب د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.

هغه زیاته کړه چې طالبان باید د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره مسووله وګرځول شي.

د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر د دې مسالو تر څنګ له افغانستانه د پاتې بریتانویانو د خوندي ایستلو په مسالې ټېنګار وکړ او همدا راز یې هغو افغانانو ته هم تود هرکلی ووایه چې تازه بریتانیا ته رسیدلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل چې دم ګړۍ د دوی ټول تمرکز او لومړیتوب په دې دی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر بېرته فعاله شي.

د قطر یو تخنیکي پلاوی په کابل کې دی او د هوایي ډګر د بیا فعالولو په ارزونه بوخت دی.

له کله چې امریکا له هوايي ډګره خپله وروستۍ الوتکه د اګست په دېرشمه پورته کړه ورسره په ډګر کې دننه د سیسټمونو د غیر فعاله کېدو او د ګڼو پوځي الوتکو او ګاډو د ویجاړېدو راپورونه هم خپاره شول.

د امریکا دفاع وزارت ویلي پوځي مهمات چې په کې الوتکې هم شاملې دي تخریب یا غیرپوځي کړي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Александр Зверев

Александр Зверев раскритиковал график соревнований в туре






Путин: за 10 лет совокупный ВВП стран ЕАЭС вырос с 1,6 до 2,5 трлн долларов

«Евразийский союз показал свою эффективность перед лицом новых вызовов»

На конференции по онлайн-образованию INSTADIUM в качестве эксперта выступила Настенька Цы

В Ступине почтили память погибших в годы ВОВ металлургов