Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

"موږ روغتیايي مرکز جوړول غوښتل، خو اوس وایو چې له افغانستانه ووځو"

0

په افغانستان کې د طالبانو بيا له واک ته رسېدو سره، سم د نورو برخو تر څنګ د معتادينو د درملنې په برخه کې پانګونه هم مخ پر کمېدو ده.

يو ځوان او مېرمنه يې چې غوښتل يې د معتادينو د درملنې لپاره روغتيايي مرکز جوړ کړي، د اوسني بدلون له امله يې پرېکړه کړې چې خپل پلان د نامعلوم وخت لپاره وځنډوي.

رضا خُرمي او فاطمه نظري چې له دوو کالو راهيسې د دې مرکز په پلان بوخت وو، اوس يې لومړيتوب د دې مرکز جوړول نه، بلکې لومړيتوب يې دا دی چې له افغانستان څخه ووځي.

په دې روغتيايي مرکز کې نه يوازې دا چې د معتادينو درملنه به کوي، بلکې د هغوی لپاره به د کار زمينه هم برابروي.

دې ځوان مېړه او مېرمنې يې له څه مودې راهيسې هڅه کوله چې د يوټيوب يو چينل جوړ کړي او له دې لارې لاس ته راغلو پيسو باندې د معتادینو لپاره يو کوچنی روغتیايي مرکز جوړ کړي، خو رضا وايي چې افغانستان کې د وروستيو بدلونونو له امله د دوی پروګرام هم بدلون موندلی دی.

رضا زیاتوي:" دوې مياشتې مخکې مې له خپلې مېرمنې سره خبرې وکړې، ما ويل که وکولای شو په راتلونکي کال کې يو داسې مرکز جوړ کړو چې په کال کې پنځه، لس او حد اکثر شل معتادین له نشو څخه وژغورو، موږ دا کار په پام کې لرو او پلان مو هم ورته جوړ کړی دی، خو له بده مرغه چې وضعيت بدلون وموند، هغه هدفونه چې موږ درلودل اويا اوس يې لرو، له بده مرغه چې اوس زمينه نه ده ورته برابره. "

رضا او فاطمې غوښتل چې پر دې روغتيايي مرکز لس لکه افغانۍ ولګوي او په لومړي ګام کې خپل کار له دوو معتادينو له بستري کېدو څخه پيل او د وخت په تېرېدو او امکاناتو په ډېرېدو سره د دې مرکز ظرفيت شلو بسترو ته لوړ کړي.

فاطمه نظري چې د محصلۍ له وختونو د معتادينو د درملنې تجربه لري وايي چې معتادین د ټولنې د روغو خلکو مرستو ته ډېره اړتیا لري،خو روغ خلک هغه وخت له معتادينو سره ښه مرسته کولې شي چې د کسب او کار زمينه ورته برابره وي.

فاطمه وایي:" ما په کابل پوهنتون کې ارواپوهنه لوستې ده. ما د محصلۍ په دوره کې د معتادينو په دوو روغتيايي مرکزونو کې کار کړی دی، هلته دا حقيقت راته معلوم شو چې معتادين يوه داسې مرکز يا شخص ته اړتیا لري چې له دوی سره مرسته وکړي، خو له بده مرغه اوسني شرايط ښه نه دي، زه او رضا جان هوډ لرو که شرايط ښه شول او ياموږ و نه شوای کولی چې له افغانستان څخه ووزو، دا پروګرام خامخا عملي کوو. "

په دوو وروستيو کلونو کې د افغانستان په لويو ښارونو کې د معتادينو د درملنې ډېر هغه روغتیايي مرکزونه چې بهرنيو ټولنو په مستقيم اوغير مستقيم ډول تمويلول تړل شوي او د دې تر څنګ هغه دولتي روغتيايي مرکزونه چې پخوا بهرنيانو مالي او تخنيکي مرستې ورسره کولې اوس يې د مرستو د کمښت له امله خدمات محدود شوي دي.

له معتادينو سره د يوې مرستندويه ټولنې مشر ډاکټر فريد بزګر وايي چې د معتادينو د درملنې په برخه کې د افغانانو د بشردوستانه فعاليتونو او بهرنيو مرستو بندېدل به د معتادينو د درملنې بهير ټکنی کړي او په افغانستان کې به معتادين نور هم ډېر شي.

ښاغلی بزګر زیاتوي: " د معتادينو د درملنې ټول مرکزونه پر بهرنيو مرستو باندې ولاړ وو، که بهرنۍ مرستې لږ او يا بندې شي، نو ښکاره خبره ده چې د دې مرکزونو پر فعاليتونو منفي اغېزې کوي. د دې تر څنګ د اعتياد يو لوی علت اقتصادي او رواني ستونزې دي، که بهرنۍ مرستې کمي شي امکان لري چې معتادين نور هم ډېر شي او دا کار کېدای شي چې بشري ناورين رامنځ ته کړي. "

لږ تر لږه په وروستيو ديارلسو کالو کې تر اتيا ډېرو دولتي روغتيايي مرکزونو د معتادينو درملنه کوله، د دې تر څنګ د معتادینو د درملنې لپاره لسګونه نور واړه روغتیايي مرکزونه هم جوړ شوي وو چې لګښت يې افغاني سوداګرو او اجتماعي فعالانو ورکاوه، خو په وروستيو دوو درېيو کالو کې دا مرکزونه د ناامنۍ او مالي ستونزو له امله تړل شوي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев не отстал от «Реала»! Как русская звезда тенниса покорила Мадрид






YouTube-трансляцию инаугурации Путина заблокировали якобы из-за отсутствия прав

Статья про Олега Ледяева!

Алейник: Союз Беларуси и России вызывает зависть у Запада

Депутат Вшивцев встретился с близкими бойцов и волонтерами, помогающими фронту