Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

طالبان: د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر به ډېر ژر بېرته د ټولو الوتنو لپاره چمتو شي

0
طالبان: د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر به ډېر ژر بېرته د ټولو الوتنو لپاره چمتو شي

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر چې یو وخت‌یې له فضا څخه په ورځ کې شااوخوا ۴۰۰ بار وړونکي او د مسافرو طیارې تېرېدلې، خو نن دغه شمېر صفر ته راښکته شوی.

طالبان وايي، دوی د دې ډګر د بیا فعالېدو لپاره کار کوي او ډېر ژر به بېرته د ټولو الوتنو لپاره چمتو شي.

په طالبانو کې یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د پاکېدو چارې بشپړې شوې او د تخنیکو سیستمونو د بیا فعالېدو چارې هم پیل شوې دي.

د دې سرچینې په حواله، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د بیا ژر فعالېدو لپاره له قطر هېواد څخه یوه تخنیکي ډله هم تېره ورځ کابل ته راورسېده.

په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر نه وروستي امریکايي پوځیان د اګسټ میاشتې په ۳۱مه نېټه ووتل چې ورسره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ۲۰ کلن پوځي مأموریت هم پای ته ورسېد.

امریکايي پوځیانو له وتلو وړاندې په هوايي ډګر کې شته سیستمونه او وسایل ویجاړ کړي وو.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې له لوري په خپاره شویو راپورونو کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه په کلني ډول ۱،۵ ملیون وګړي د نړۍ ګوټ ګوټ ته تګ او راتګ کاوه.

د معلوماتو له مخې له دې ډګر څخه په میاشتني ډول له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ کورني پروازونه کېدل چې شااوخوا ۵۰۰ زره کسان‌یې د افغانستان ګوټ ګوټ ته انتقالول.

همداراز په میاشتني ډول شااوخوا ۴۰۰ نړیوال پروازونه کېدل.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې له لوري د خپاره شويو معلوماتو له مخې په دې هوايي ډګر کې شااوخوا ۷۶۰ امنیتي کمرې نصب شوې وې چې د ټول هوايي ډګر امنیتي وضعیت‌یې څاره.

دغه هوايي ډګر ۵۷ کاله مخکې جوړ شو چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې یې په کلني ډول په ملیونونو ډالره عواید د هوايي ټرافیک له لارې ترلاسه کول.

دا په داسې حال کې ده چې له نن څخه شااوخوا دوه نیمې اوونۍ وړاندې طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان ډېری ولایتونه ونیول.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Паула Бадос и Стефанос Циципас расстались | Виды спорта






Губернатор Подмосковья наградил добровольцев отряда БАРС

Май 1945 года: «кровавое воскресенье» Алжира

На «Яхте Сталина», построенной в Нижнем Новгороде, предлагают создать музей

В Подмосковье женщину задержали за использование рабского труда шести человек