ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بسپنې ټولولو پراخ کنفرانس رابلي
ملګري ملتونه په پام کې لري د سېپټمبر پر ۱۳مه، د افغانستان لپاره د بسپنې ټولولو پراخ کنفرانس رابولي.
په جنیوا کې به په دغه کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم برخه اخلي، په افغانستان کې د بشري بحران پر پراخېدو هم بحث وشي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک پرون جمعه (د وږي په ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې وویل، دغه کنفرانس د بودجې د زیاتولو لپاره رابلل شوی چې د ژغورنې بشر دوستانه عملیات دوام ومومي.
تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند، بابر بلوچ له نړۍ غوښتنه وکړه چې له افغانانو او افغانستانه خپل تمرکز بلې خوا ته وانه ړوي.
د ده په وینا روان میلادي کال تر شپږو لکو زیات افغانان په بېلابېلو دلایلو بې ځایه شوي، چې ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.