مالیې وزارت: د يو شمېر وزارتونو کارکوونکو ته د تنخواوو په ورکولو کار کوو
افغانستان کې د دولت کارکوونکو ته د معاشونو د نهورکولو له امله دوی له زياتو ستونزو سره مخ دي.
د دغو کارکوونکو له ډلې داوود چې د پوهنې وزارت کارکوونکی دی وايي پر وخت د خپل معاش د نهورکولو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
ده ته د خپلې کورنۍ اتو کسانو سرپرستي ور له غاړې ده. وايي، د طالبانو له راتګ وړاندې يې په منظمه توګه له حکومته خپله میاشتنۍ تنخوا ترلاسه کوله، خو اوس چې له مياشتې ۲۰ ورځې تېرې شوي د تنخوا درکیې نهشته.
داوود زیاتوي: "زه سره له دې چې د خپلې اته کسيزې کورنۍ سرپرستي کوم له دې سربېره د دوی د ډوډۍ ورکړې مسؤليت هم لرم، د مياشتې اته زره افغانۍ کرايه هم ورکوم، خو په دې مياشت کې مې چې تنخوا نهده اخيستې له ګڼو اقتصادو ستونزو سره مخ يم."
دی له طالبانو غواړي چې د دولتي کارکوونکو د تنخوا ورکولو په اړه دې ژر تر ژره اقدام وکړي او د خلکو اقتصادي ستونزې دې هوارې کړي.
يوازې داوود نه، بلکې په زرګونه نور دولتي کارکوونکي له ورته برخلیک سره مخ دي.
خو يو شمېر نور دولتي کارکوونکي بيا وايي چې د بانکونو محدود فعاليت هم ورته ستونزې جوړې کړي ځکه دوی نهشي کولای له ۲۰ زره افغانيو او يا هم ۲۰۰ ډالرو ډيرې پيسې له بانکه وباسي.
په ورته مهال د افغانستان ماليې وزارت وايي، د يو شمېر وزارتونو کارکوونکو ته د معاشونو په ورکولو کار کوي.
د ياد وزارت د مطبوعاتي برخې امر تمیم حیدري راډیو ته وويل چې د ماليې وزارت اړوند مالي او اقتصادي کمېسیون کابل بانک ته د تنخواوو د اجرا کولو لپاره يو مکتوب استولی دی.
ښاغلی حیدري وايي: "په دې تړاو عملاً کار روان دی تر څو ژر تر ژره د يو شمېر وزارتونو کارکوونکو معاشونه چې لومړیتوب لري ورکړو، د نورو وزارتونو کارکوونکو معاشونو ورکړې باندې هم کار روان دی."
دی وایي د پوهنې، لوړو زدهکړو، ماليې، زراعت او عامې روغتيا وزارتونهيې لومړيتوب دی.
ښاغلی حیدري وايي چې تر راتلونکې اوونۍ به ياده چاره ترسره شي، خو تر ډېره د بانکونو فعاليت پورې تړلې ده.
د زمري مياشتې له ۲۴مې نيټې راروسته چې طالبان کابل ته ننوتل ورسره هممهاله د دولتي کارکوونکو معاشونه ځنډول شوي چې دا چاره د ډېرو لپاره په اقتصادي ستونزو بدله شوې.