Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

افغانستان کې څه باندې '۲،۰۰۰ روغتيايي مرکزونه' د بندېدو له خطر سره مخ دي

0
افغانستان کې څه باندې '۲،۰۰۰ روغتيايي مرکزونه' د بندېدو له خطر سره مخ دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د صحتمندۍ په نوم د یوې روغتیايي پروژې د بودجې بندېدل به په افغانستان کې څه باندې ۲،۰۰۰ روغتيايي مرکزونه د بندېدو له خطر سره مخامخ کړي. 

«WHO» په یوه راپور کې چې نن د وږې په ۱۵مه یې پر خپله رسمي وېب‌پاڼه خپور کړی، د صحتمندۍ پروژه په افغانستان کې د صحي مرستو یوازنی امکان بللی، خو وايي چې د دې پروژې بودجه له اګسټ میاشتې راهیسې بنده شوې ده. 

په راپور کې راغلي چې د دې پروژې له لارې، شااوخوا ۲۰ زره روغتیاپالان د ټول افغانستان په کچه د څه باندې ۲،۳۰۰ صحي مرکزونو له لارې خلکو ته صحي خدمات رسوي.

ډبلیو اېچ او وايي چې که د صحمتندۍ د پروژې د تمویل چارې بیا پیل نه‌شي، نو ملیونونه افغانان به له صحي خدماتو څخه محروم شي.

په عین حال کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې دا مهال اووه ملیونه افغانان له صحي خدماتو بې‌برخې دي.

سره صلیب پر خپل ټویټر په یو بیان کې ویلي دي چې له درې ملیون زیات افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي او د ۴۰ ملیون په شااوخوا کې عام خلک د خوراک لپاره کافي خواړه نه‌لري.

دا نړیواله مرستندویه ټولنه چې رئیس‌یې په یوه درې ورځني سفر افغانستان ته رسېدلی دی، له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

WTA огорчила Елену Рыбакину после турнира в Мадриде






Россияне в апреле стали брать меньше автокредитов

Башмет заявил о радости от объединения людей вокруг Путина

Оренбург попал в список городов, где требуется повысить качество жизни

Три ямальские пары поженятся на фестивале в Москве