Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

امریکا د طالبانو د نوې کابینې په اړه اندېښنه ښودلې

0
امریکا د طالبانو د نوې کابینې په اړه اندېښنه ښودلې

د امریکا د متحدو ایالاتونو د طالبانو له خوا د نوې اعلان شوې کابینې په اړه اندېښنه ښودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه (د وږي په ۱۷مه) په کابل کې د طالبانو له لوري د نوي حکومت د اعلان پر وړاندې په غبرګون کې وویل چې د نوې کابینې غړي یا طالبان دي او یا هم د طالبانو نژدې ملګري او ښځې هم په کې نه شته.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې متحدایالات همدا راز د کابینې د ځینو غړو د پیوندونو او سوابقو له پلوه هم اندېښنه لري، خو بیان پرته له دې چې د کوم ځانګړي کس نوم یاد کړي زیاتوي چې که څه هم د طالبانو کابینه سرپرسته ده خو امریکا به د طالبانو د خبرو نه بلکې د عمل په اساس په دې برخه کې قضاوت وکړي.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې متحدو ایالاتونو مخکې خپله دا تمه څرګنده کړې ده چې د افغانستان خلک د یوه ټول شموله حکومت مستحق دي.

د نړیوال بحران ډلې د افغانستان د نوي حکومت د ترکیب په اړه اندېښنه ښودلې.

د دې ډلې یوه سلاکار ابراهیم باهیس ویلي چې په ۳۳ کسیزه کابینه کې ډېری پښتانه او یوازې دوه تاجکان او یو ازبک غړیتوب لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د نوې کابینې د اعلان پر مهال وویل چې دوی دا کابینه د قوم په اساس نه بلکې د اهلیت په اساس غوره کړې ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Павлюченкова и Потапова не смогли выйти в финал турнира WTA в Мадриде в парном разряде






КАЛМЫКИЯ. В Москве презентовали первый калмыцкий парфюм

Новые горизонты декора: тренды в оформлении мероприятий 2024 года от организатора событий Катерины Кузиной

Бонгонда – лучший игрок матча «Пари НН» - «Спартак»

Благодатный огонь из Иерусалима доставили в Воронеж 5 мая