Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

د کندز ځینې ځوانان د هېواد نامعلوم برخلېک کډوالۍ ته اړ کړي

0
د کندز  ځینې ځوانان د هېواد نامعلوم برخلېک کډوالۍ ته اړ کړي

په کندز ولایت کې یو شمېر ځوانان وايي، د پخواني حکومت سقوط له امله او د طالبانو له واکمنېدو سره په هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده او له همدې امله ځوانانو هېواد پرېښودلو ته مخه کړي ده.

د کندز ښار د کابل په اډې کې عبدالحکیم ازادي راډیو وویل، د بې روزګارۍ او بې وزلۍ له امله غواړي له هېواده بهر ولاړ شي.

عبدالحکیم زیاتوي: "اړ یو یا به ایرانه ته ولاړ شو او یا به پاکستان ته ولاړ شو، یو خوا ته به ځان وباسو له خیره. کار او بار نشته. ځمکې نه لرو او کوم کار نه لرو ."

عتیق الله ساپي چې پخوا یې د کندز په یوې دولتي ادارې کار کاوه وايي چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ د روزګار خرڅ يې د معاش له لارې چلاوه. ښ

ښاغلي ساپي زیاته کړه، معاش پرې قطع شوی او دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دي: " هر ورځ خلک له فقر او بې وزلۍ سره مخامخ کېږي او همدغه ستونزه د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر ځوانان له دې ولایته ولاړ شي او بهرنیو هېوادونو ته مخه وکړي. دولتي مامورین هم وزګار شوي، نو په واقعیت چې په اوسني شرایط کې یو مړۍ ډوډۍ پېدا خورا ستونزمن شوي او په همدې دلیل موږ غواړو چې بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شو."

د یو شمېر کارپوهانو په باور، له هېواده د ځوانانو تېښته د هېواد پر اقتصادي او سیاسي وضعیت ناوړه اغېز کولي شي.

په کندز کې د ټولنیزو چارو کارپوه عمادالدین حامد ازادي راډيو ته وویل:"کار او روزګار نشته دا هغه لاملونه دي چې خلک دې ته اړ کړي چې له هېواده تېښته وکړي. طالبان چې اوس په افغانستان کې حاکم دي باید دې وضعیت ته توجه وکړي او ژر تر ژره یو همه شموله حکومت جوړ کړي چې په هغه ټول قومونه خپل ځان وویني. ژر تر ژره باید کاري قوه وغواړي او دولتي اداره فعاله کړي او باید دې برخوته توجه وکړي."

په دې وروستیو کې چې ځوانانو هېواد پرېښودلو ته مخ کړې ده چې عمرونه يې د ١٨ او ٣٥ ترمنځ دي.

خو په کندز کې طالب چارواکي وايي چې د نوي نظام په رامنځته کېدو سره ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول د دوی په لومړيتوبونو کې دي.

ګڼ شمېر ځوانان د طالبانو له مشرانو غواړي چې په نوي نظام کې ځوانانو ته ونډه وکړي او د ځوانانو له انرژۍ ، استعدادونو او له ځانګړو طرحو څخه د نوې نظام په بېلابېلو ادارو کې کار واخلي او په دې کار سره به ځوانان تشویق شي او په هېواد کې به پاتې شي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Российский теннисист Рублев вышел в финал турнира «Мастерс» в Мадриде






В России растет число жалоб на таксистов-извращенцев

«Большая часть израильских поселенцев — маргиналитет из США и Европы»

Жилой фон: в России подскочил спрос на ипотеку для строительства частных домов

Офис президента весь на нервах