Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

د قطر د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

0
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر د دوی د حکومت له مشر سره په دوه اړخیزو اړیکو او د دې اړیکو په پراخولو خبرې وکړې.


نوموړی پرون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د طالبانو د حکومت له مشر محمد حسن اخوند سره‌یې وکتل.


د دغه سفر انځورونه ښيي چې د دواړو لورو دا لیده کاته په ارګ کې ترسره شوي دي. 


متقي پرون ماښام رسنیو ته د محمد بن عبدالرحمان ال ثاني او د طالبانو د حکومت د مشر محمد حسن اخوند د ملاقات جزئیات داسې څرګند کړل: "په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او د نړیوالو د غبرګون او چلند پر رابطه خبرې وشوې، دواړو طرفو امېدواري ښکاره کړه چې نږدې راتلونکي کې به له نړیوالو سره اړیکې نورې هم وغوړېږي. خصوصاً د قطر هېواد به افغانستان سره دوستانه اړیکې ساتي، خلاصه دا چې دا یو ښه سفر او ښه مجلس و."


متقي وایي، دې لیدو کتو کې طالبانو د کابل هوایي ډګر د بیا فعالولو په برخه کې د قطر د تخنیکي همکارۍ ستاینه وکړه.




د ده په وینا، د قطر دې چارواکي ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به همکاریو ته دوام ورکوي.


له کله چې طالبانو په افغانستان کې نوی حکومت اعلان کړی، نو د قطر د بهرنیو چارو وزیر لومړنی لوړپوړی بهرنی چارواکی دی چې کابل ته سفر کوي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم دا د لوړپوړي بهرني چارواکي لومړنی سفر یاد کړی او ویلي یې دي، طالبانو ته‌یې د حکومت مبارکي هم ورکړې ده. 


د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دې ملاقات پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني هم حاضر و. 


قطر د سیمې هغه هېواد دی چې ویل کېږي پر طالبانو ډېر سیاسي نفوذ لري.


دا هېواد له تېرو څو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او طالبانو همدې هېواد کې له امریکا سره تړون لاسلیک کړ او بین‌الافغاني خبرې یې پر مخ بیولې.




محمد بن عبدالرحمان ال ثاني کابل کې د پخواني دولت د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیده کاته کړي دي. 


عبدالله عبدالله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دواړو لورو له افغانستان سره د قطر پر همکارۍ خبرې کړي او د یوه پراخ‌بنسټه نظام پر جوړېدو یې نظرونه سره تبادله کړي. 


قطر له افغانستانه د امریکایي اتباعو او د هغوی د افغان کارکوونکو د تخلیې په عملیاتو کې هم مهمه ونډه درلوده. 


د دې عملیاتو پر مهال چې دوه اوونۍ یې دوام وکړ شااوخوا ۱۲۴ زره کسان د کابل هوایي ډګر له لارې بهر ولېږدول شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса