Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

امریکا: د شمالي کوریا د میزایلو ازموینې ګاونډیانو او نورو ته ګواښ متوجې کړی

0
د امریکا متحده ایالاتو پوځ وایي، د هغو میزایلو ازموینې چې شمالي کوریا په تېرو دوو ورځو کې ترسره کړې، د دې هېواد ګاونډیانو او له هغې ورهاخوا نورو ته ګواښ متوجې کړی دی. 


د امریکا د هند پاسیفیک قوماندانۍ په یوه بیان کې وویل چې د شمالي کوریا دغه فعالیتونه د دې ښکارندویي کوي چې دا هېواد پوځي پروګرام ته پراختیا ورکوي او په دې توګه خپل ګاونډیان او نړیواله ټولنه ګواښي.


شمالي کوریا ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د کروز میزایلو ازموینې بریالۍ ترسره کړې او ټاکل شوي د ۱،۵۰۰ کیلو متره واټن هدفونه‌یې ایشتي دي.


پیونګ یانګ دغه نوي میزایل مهمې ستراتېژیکې وسلې بولي او وایي چې په دې سره د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون هغه غوښتنه پوره شوې چې د هېواد د پوځي وړتیا پر لا زیاتېدو یې ټینګار کړی دی.

Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса