Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یوه الوتکه نن سهار د کابل هوايي ډګر کې کېناسته

0
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه الوتکه چې نړیوال بانک چارتر کړې وه، له افغانستانه د خلکو د ایستلو په هدف نن سهار د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې کېناسته. 


یوې سرچینې چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی ویلي په دې الوتکه کې له اسلام‌اباده ۳۹ مسافر چې ډېری ژورنالېستان وو، کابل ته ورسول شول.


د جرمني «DPA» خبري اژانس د «PIA» د ویاند عبدالله حفیظ خان په حواله راپور ورکړ چې وايي د دې شرکت یوې بوئینګ ۷۷۷ الوتکې د ستنېدو پر مهال د سفر د قانوني اسنادو لرونکي شااوخوا ۸۰ کسان اسلام‌اباد ته ولېږدول. 


د «PIA» ویاند وايي کابل ته له پاکستانه چارتر الوتنې به د اړتیا په اساس ترسره شي او زیاتوي چې بله الوتنه د چهارشنبې ورځې لپاره پلان شوې ده. 


«PIA» هیله ښودلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ عادي الوتنې به ډېر ژر پیل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса