Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

امریکا له افغانستان سره د ۶۴ ملیونه ډالره مرستې ژمنه وکړه

0
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېندا توماس ګرینفېلد په ژنیو کې د افغانستان لپاره د بسپنې په نړیوال کنفرانس کې د ۶۴ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه. 


د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په نوښت دا کنفرانس نن مازیګر پیل شو.


ښاغلي ګوترش غونډې ته په وینا کې پر مرستندویو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د ۶۰۶ ملیونه ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.


ښاغلي ګوترش وویل، افغانان له څو لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته اوس له ډېر خطرناک وضعیت او د خپل هېواد د بشپړ سقوط له احتمالي ګواښ سره مخامخ دي. 


که څه هم ډېرو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو لپاره لېوالتیا ښودلې، خو ځینو مرستندویانو له دې کبله اندېښنه ښودلې چې د بشري مرستو لپاره د دوی پیسې به په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي، په څه ډول مصرف شي.


په همدې دلیل ځیني هېوادونو د دې پیسو د ورکولو په برخه کې د شرایطو غوښتنه کړې.

Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса