انګېلا مېرکل له خپل البانیایي سیال ایدي راما سره ګوري
د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل بالکان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن له خپل البانیایي سیال ایدي راما سره ګوري.
مېرکل له البانیا سربیره د بالکان حوزې د څلورو نورو هغو هېوادونو له مشرانو سره هم ګوري چې اروپایي ټولنه کې د غړیتوب غوښتنه لري.
ټاکل شوې جرمني کې د همدې روانې میلادي میاشتې د پای له ټاکنو وروسته مېرکل له واکه لېرې شي.
د جرمني صدر اعظمې ویلي، د دوی یو هدف دا دی چې د لویدیځ بالکان شپږو هېوادونو ته د اروپایي ټولنې غړیتوب ورکړي، خو په خبره یې دا هېوادونه اوږده لاره مخ کې لري.