Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

فعالانو د هغو شتمنیو سپیناوی غوښتی چې طالبانو ویلي د صالح کور کې یې موندلي

0
فعالانو د هغو شتمنیو سپیناوی غوښتی چې طالبانو ویلي د صالح کور کې یې موندلي

طالبانو په وروستیو کې د ځینو ویډیوګانو په خپرولو سره د مخکنیو افغان چارواکو له کورونو د پیسو او ځینو نشه‌يي توکو د نیولو خبره کړې.

طالبانو په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو یې خپره کړې او ادعا یې کړې چې ګنې له افغانستانه د وتلي جمهور رییس محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په کور کې یې پیسې او د سرو ‌زرو خښتې موندلي.

په دې ویډیو کې د طالبانو یو شمېر عسکر ادعا کوي چې د پیسو شمېر ۶،۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي او ورسره د سرو زرو کوچنۍ ۱۸ خښتې هم شته.

دا ویډیو پرون په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، خو د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي نن سهار په خپله ټویټرپاڼه نشر کړې او ورسره یې لیکلي: "د اسلامي امارت مجاهدینو د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په کور کې له ۶۰ لکو ډېر ډالر او ۱۸ خښتې سره‌زر موندلي دي."

خو ښاغلي کریمي په دې اړه د ازادي راډیو پیغام ته ځواب ور نه کړ.

بل خوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې دا موضوع نه تایید او نه هم رد کړه.

ښاغلي مجاهد وویل، په دې اړه څېړنې پیل شوي، خو هغه ومنله چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو د دوی د کسانو ده: "د امرالله صالح په کور کې د پیدا شوېو پیسو موضوع تر څېړنې لاندې ده، زه یې تر اوسه نه شم تاییدولای، خو که وي هم دا پیسې په پوره امانت‌دارۍ سره د افغانستان بانک ته تحویلېږي او کومه ستونزه نه‌شته، ځکه کومو کسانو چې ویډیو کړې، هغه زموږ کسان او مجاهدین دي."

تر دې دمه، خپله امرالله صالح هم په دې اړه سپیناوی نه دی کړی.

له دې وړاندې له افغانستانه وتلی جمهور رییس محمد اشرف غني هم په دې تورن شوی چې ګنې له ځان سره یې میلیونونه ډالر وړي دي، خو هغه یوه اعلامیه کې دا خبره رد کړه او ویې ویل، چمتو دی چې په دې اړه د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی پلاوی د ده شتمني وڅېړي.

د طالبانو له‌خوا له دې ادعا یوه ورځ وروسته، د دې ډلې کسانو یوه بله ویډیو هم خپره کړه چې په کې ښودل کېږي، د جمعیت اسلامي د پاشل شوي ګوند د یوې ډلې د مشر صلاح الدین رباني په کور کې یې د الکولي څښاک بوتلونه موندلي دي.

خو د طالبانو هېڅ یو ویاند د دې ویډیو د سپیناوي په اړه وضاحت نه ورکوي. ښاغلي رباني هم تر اوسه د دې ویډيو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادې ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، په ټولنیزو رسنیو یو شمېر پوښتنې مطرح شوي.

یو شمېر فعالانو طالبان پوښتلي، داسې مهال چې دا ډله په کابل نږدې میاشت وړاندې واکمنه شوه، ولې له دومره ځنډ وروسته، دا ډول ویډیوګانې خپروي؟

ځینو نورو بیا د هغو پیسو او د سرو زرو د خښتو  په اړه سپیناوی غوښتی چې طالبانو ویلي، د امرالله صالح له کور یې موندلي دي.

خو طالبانو لا په دې اړه نه یوازې دا چې غوڅ دریځ نه دی نیولی، بلکې ویشلو نظریاتو یې پوښتنې او اندېښنې هم لا زیاتې کړي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Свентек выиграла титул WTA в Мадриде






В Воронеже умер актер и бывший музыкант группы «Крематорий» Вячеслав Бухаров

Развитие сельских территорий обсудят на первом всероссийском форуме «Труженики села»

Москва рассчитывает, что учения с применением ТЯО «остудит горячие головы» на Западе

Виражи судьбы Софьи Синицыной