Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

د طالبانو د حاکمیت یوه میاشت؛ ولې عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی؟

0
د طالبانو د حاکمیت یوه میاشت؛ ولې عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی؟

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د يوې مياشتې په تېرېدو سره لا هم دولتي ادارې په منظمه توګه نه‌دي فعالې او عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود دی.

عام خلک بيا له طالبانو غواړي چې د ستونزو د هواري لپاره د دولتي ادارو د فعاليت لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

له دې سره هم‌مهاله يو شمېر دولتي کارکوونکي وايي، د کاري طرزالعمل سربېره د دوی د حقونو په اړه هم واضع کړنلاره نه‌ده رامنځته شوې.

د زرګونه نورو افغانانو په څېر وحيد خطيبي هم د پاسپورټ په اخيستلو پسې سرګردان دی.

ټاکل شوې وه چې خپل او د مېرمنې پاسپورټ د روانې مياشتې په پيل کې ترلاسه کړي، خو د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو ورسته د پاسپورټ ریاست وتړل شو.

خطيبي له طالبانو غواړي چې دولتي ادارې په ځانګړې توګه د پاسپورټ رياست د خلکو پر مخ خلاص کړي.

ښاغلی خطیبي زیاتوي: ’'له بده مرغه د پاسپورټ رياست تړل کېدل د خلکو لپاره په يوه سرخوږي بدل شوی. د پاسپورټ ریاست ته مو دوه مياشتې وړاندې خپل پاسپورټ د نوي کولو لپاره ورکړی وو، ټاکل شوې وه چې تېره مياشت‌يې ترلاسه کړو، خو اوس هېڅوک په دې اداره کې د ځواب لپاره نه‌شته.''

د طالبانو له‌خوا د کابل له نیول کېدو يوه مياشت تېرېږي، خو د خلکو په وينا چې ډېری دولتي ادارې لا هم غير فعالې دي.

حبيب‌الرحمان طارق د کابل پوهنتون د ماسترۍ برخې دوهم کال محصل دی.

د حکومت سقوط د هېواد په دې لوی پوهنتون هم بده اغېزه کړې.

طارق له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې د کابل پوهنتون بېرته پيلېدو لپاره اقدام وکړي.

طارق وايي: "هوا مخ په سړېدو ده او که پوهنتون ژر پيل نه‌شي ولايتي محصلين به له ستونزو سره مخ شي، موږ له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره اقدام وکړي، بله دا چې ډېری محصلين په اندېښنه کې دي چې راتلونکی به‌يې څنکه وي؟ يو ځل د «کووېډ-۱۹» او اوس د نظام بدلون له امله مو زده‌کړې ځنډېدلي."

له دې سربېره يو شمېر دولتي کارکوونکي بيا خپلو دندو ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.

دا کارکوونکي وايي، برخليک‌يې نامعلوم دی او د مياشتني حقونو او امتياز نه‌ورکولو له امله له دندو نهيلي شوي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې مېرمنې بيا تر نورو ډېرې له قربانۍ سره مخ دي.

شايسته يو له هغه زرګونه کارکوونو څخه ده چې طالبانو د کار کولو حق ترې اخيستی.

دا چې په کابل کې اوسېږي او اوس وزګاره ده، د مېرمنو د کار په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړې ته په تمه ده.

شایسته وايي: "ټولې دولتي ادارې تړل شوي او کارکوونکي يې دندو ته نه‌ځي، ډېريو هېواد پرېښود او يو شمېر نور دندو ته نه‌ځي او په کور دي، په ځانګړي ډول مېرمنې. سره له دې چې طالبانو ويلي و چې د ټولو لپاره‌یې بخښنه اعلان کړې، خو موږ بخښنه ونه‌ليده، ټول په کور يو او تنخوا مو هم نه‌شته."

بل‌خوا د طالبانو په واکمنېدو سره د زرګونه معلولينو او د جګړې د قربانيانو د مياشتنۍ تنخوا برخليک هم نامعلوم دی.

د شهیدانو او معلولینو وزارت پخوانی وياند بشير دېره وايي، د طالبانو په کابينه کې د شهيدانو او معلولينو وزارت نه‌شته.

ښاغلی دېره وايي: "د اسلامي امارت له لوري چې کومه کابينه اعلان شوې په‌کې د شهيدانو او معلولينو وزارت معلوم نه‌شو چې شته او که د ۷۵یم او ۸۰يم کال په ځېر به تر يو کمېسيون لاندې فعاليت کوي، موږ له اسلامي امارت غواړو چې دا وزارت فعال وساتي."

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له بيا بيا هڅو سره سره بريالي نه‌شوو.

مخکې له دې دغې ډلې په بېلابېلو اعلامیو کې له یو شمېر دولتي کارکوونکو غوښتي چې خپلو دندونو ته حاضر شي.

دغه‌شان د ښځو د کار په اړه‌یې ویلي، معاشونه‌یې ورکول کېږي، خو د زمینې تر برابرېدو دې دندو ته نه‌راځي.

خو له دې ټولو سره کومو کسانو چې له ازادي راډيو سره خبرې کړي هيله لري چې طالبان به يو ځل بيا دولتي ادارې فعالې او عامه خدمات به په سمه توګه خلکو ته ورسوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере






Матч ЦСКА - "Рубин" завершился со счетом 2:2

Встретили благодатный огонь и Пасху

Юрист Гаврюшкин рассказал о штрафах за задолженность по коммунальным платежам

Экс-футболист Деменко: в матче "Зенита" и ЦСКА в Кубке нет фаворита