د ملګرو ملتونو سرمنشي: د طالبانو ترمنځ د قدرت پر سر لانجې وضعیت پېچلی کړی
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي د طالبانو د بېلابېلو سیالو ډلو ترمنځ د قدرت پر سر لانجې په افغانستان کې وضعیت پېچلی کړی دی.
انتونیو ګوترش له «CNN» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: "موږ ګورو چې ټولګډونه حکومت د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله جوړ نهشو. څه چې اعلان شول د یوه ټولګډونه حکومت لپاره وروستۍ پرېکړه نهده. زما په اند د افغانستان وضعیت د وړاندوينې وړ نهدی، په داسې یو حالت کې باید د دې هېواد په مسایلو کې ونډه ولرو او د هغو افغانانو چې ځورېږي، لاسنیوی وکړو. دا معلومه نهده چې موږ بریالي کېږو، که نه، خو دا زموږ دنده ده چې هلته واوسوو او خدمت وکړو."
د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ چې دا به یو خیال وي که د طالبانو تر ولکې لاندې د ملګرو ملتونو ښکېلتیا ناڅاپه ټولشموله حکومت، د حقونو درناوي او د ترورېستانو د حضور ختمېدو ته زمینه برابره کړای شي.
انتونیو ګوترش وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ظرفیت او نفوذ لږ دی، خو بیا هم هڅه کوي له دغه جګړهځپلي هېواد سره د بشري مرستو لپاره کلیدي رول ادا کړي.
طالبانو تر اوسه د ښاغلي ګوترش د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.