جرمني ته لېږدول شويو افغانانو ته د څو واکسینونو د لګولو بهیر بشپړ شو
د امریکا متحده ایالاتو پوځ وايي، هغو کسانو تهیې چې په وروستیو کې له افغانستانه جرمني ته لېږدول شوي د شري، کڅوک یا چېچک او کلهچرک پر ضد د واکسین لګولو بهیر بشپړ شو.
د جرمني خبري اژانس په حواله، دغه واکسینونه په دوو پوځي مرکزونو کې پر اته زره او اته کسانو تطبیق شوي دي.
د دغو واکسینونو لګولو هدف د ناروغیو د خپراوي مخنیوی ګڼل شوی دی.
د جرمني رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړی وو په هغو کسانو کې د شري او کڅوک ناروغي زیاته لیدل شوې چې په وروستیو کې له افغانستانه جرمني ته لېږدول شوي دي.