Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

د طالبانو حکومت په راتګ سره د 'سوداګرو مېرمنو فعالیتونه' درېدلي

0
د طالبانو حکومت په راتګ سره د 'سوداګرو مېرمنو فعالیتونه' درېدلي

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښخینه سوداګرو ستونزې.

یو شمېرو يې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره‌یې کارونه درېدلي چې له امله‌یې له ستونزو سره مخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرافغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته ډېری دوی او د سوداګرو ښځو د خونې مسؤلین له هېواده وتلي دي.

شهرزاد مصطفوي چې د تازه مېوو په سوداګرۍ بوخته او د هوايي دهلېزونو له لارې یې هند او عربي متحده اماراتو ته صادرولې، اوس‌یې کارونه ځنډېدلي دي.

مېرمن مصطفوي وايي، مخکې له دې یې هره میاشت کې شااوخوا شپږ زره ډالره عواید درلودل، خو اوس‌یې سره له دې چې ۴۰ زره ډالره زیان کړی، د امنیت اندېښنه هم لري.

اغلې مصطفوي زیاتوي: "ما د تازه مېوو تجارت درلود، هند او عربي اماراتو ته مې صادرولې، اوس پروازونه بند دي، هوايي دهلېزونه نه‌شته، مخکېني حکومت د صادراتو لپاره ډېرې پیسې مصرفولې، خو اوس هر څه بند دي، د ستونزو د حل لپاره مو هېڅ لاره نه‌شته."

ناصره بیګي‌زاده بله مېرمن ده چې یو کال مخکې یې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د پنځه زره ډالرو په پانګونه، یو رستورانت پرانیستی و، خو اوس د دې په خبره له ډاره خپل رستورانت ته نه‌شي تللی.

دا وايي: "ما یو کال مخکې په فیض‌اباد کې د پنځه زرو ډالرو په پانګه یو کوچنی رستورانت پرانیست، پنځو کسانو په‌کې کار کاوه، کارونه مو ښه پر مخ تلل، ورو ورو ښه کېدل، خو اوس مو ټولې هیلې له‌منځه لاړې."

له دې مېرمنو بله فاطمه نېک رسولي په جوزجان ولایت کې د سوداګرۍ د خونې غړې ده چې د شبرغان په ښار کې یې د  ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت، یو ښځینه ورزشي کلپ جوړ کړی و.

دې ازادي راډیو ته په استول شوي پیام کې ویلي چې اوس دغه کلپ بند دی او په خپله هم د وسله‌والو له‌خوا ګواښل کېږي.

مېرمن نېک رسولي وايي، د کلپ تجهیزات هم له‌منځه تللي او د سوداګرو ښځو خونې هم ورسره هېڅ مرسته نه‌ده کړې.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د سوداګرو ښځو د خونې فعالیتونه هم درېدلي او  ویل کېږي چې مسؤلین‌یې له هېواده وتلي دي.

ازادي رادیو هڅه وکړه چې د ښځو د سوداګرۍ د خونې د فعالیتونو په اړه د طالبانو نظر ولري، خو هڅو یې نتیجه ورنه‌کړه.

طالبانو د ښځو فعالیتونو ته په محدودو برخوکې اجازه ورکړې او په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې ورته تر اوسه د کار اجازه نه‌ده ورکړل شوې‌.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Двенадцать казахстанских теннисистов поднялись в рейтинге ATP






Песков заявил, что интеграция ЕАЭС обеспечивает опережающее развитие стран союза

Статья про Олега Ледяева!

Депутат Вшивцев встретился с близкими бойцов и волонтерами, помогающими фронту

Свердловский истеблишмент продолжил многолетнюю традицию накануне Дня Победы. ФОТО