د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره ګوري
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل وايي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ګوري.
خو بورېل زیاته کړې چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د لاسلیکوونکو هېوادونو د وزیرانو په کچه کومه لیدنه په اجنډا کې نهشته.
له دې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان ویلي چې د بریتانیا، چین، فرانسې، چین، جرمني او روسیې وزیران دا اوونۍ د ملګرو ملتونو په مقر کې د ایران له استازي سره په لیدنه کې د اټمي تړون په اړه د خبرو په بیا پيل باندې ټینګار کوي.
له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د امریکا پخوانی ولسمشر په ۲۰۱۸ کال کې ووت او ورپسې یې په ایران سخت بندیزونه ولګول.
دا چاره د دې لامل شوه چې ایران هم تړون کې کړې ژمنې یو په بل پسې ماتې کړي او د نورو لاسلیکوونکو هېوادونو اندېښنې وپاروي.
د ایران او امریکا د بیا جوړولو لپاره هڅې روانې دي، خو لا یې کومه کره نتیجه نهده ورکړې.