ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۴۵ ملیونه ډالره بېړنۍ مرسته تصویب کړه
ملګرو ملتونو په دې خاطر چې په افغانستان کې روغتیايي خدمات په ټپه ونهدرېږي، له دې هېواد سره د ۴۵ ملیونه ډالرو بېړنۍ مرسته تصویب کړه.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږوونکي مارتین ګریفتس په یوه بیان کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې درمل، طبي مرستې او سونګ مواد په ختمېدو دي.
ملګري ملتونه وايي چې ۴۵ ملیونه فوري مرسته به د افغانستان روغتیايي سیستم له سقوطه راوګرځوي.