Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

مسکو: د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنه د شانګهای سازمان اجنډا کې شامله نه‌ده

0
مسکو: د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنه د شانګهای سازمان اجنډا کې شامله نه‌ده

د شانګهای د همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازی وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د دې سازمان په اجنډا کې شامله نه‌ده، خو له دغه ځواک سره چې اوس په افغانستان کې واک په لاس کې لري، تماسونه نیسي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازي بختیار حکیموف پرون (پنجشنبه) په یوه انلاین کنفرانس کې وویل: "طالبان په روسیه کې د یوه ترورېستي تحریک په توګه غیر قانوني دي، خو اوس دا یو حقیقت دی چې د طالبانو تحریک واک په لاس کې لري. نوی موقت حکومت‌یې جوړ کړی. په اوس وخت کې په اجنډا کې د دوی د رسمیت پېژندلو مسئله نه‌ده مطرح، خو له هغو کسانو سره چې واک ته رسېدلي دي، د دې لپاره چې هغوی په رغنده دیالوګ کې شامل شي، تماسونه نیول کېږي."

ده دا هم وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان له افغانستان سره د اقتصادي رغونې او په سیمه‌ییزې همکارۍ کې د ګډون لپاره ملګرتیا ته تیار دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Паула Бадос и Стефанос Циципас расстались | Виды спорта






Исполнилось 100 лет со дня рождения Булата Окуджавы

Столтенберг назвал «неосторожным и опасным вызовом» ядерные учения России

Путин объявил минуту молчания на параде в честь Дня Победы

Путин принимает глав делегаций государств, приглашённых на парад Победы