طالبانو هرات کې د ۴ کسانو مړي په عام حضر کې راوځړول
طالبانو د هرات له ګڼه ګوڼې په ډکو ساحو کې د څلورو کسانو مړي په عام حضر کې راوځړول.
د طالبانو په حکومت کې د هرات د والي مرستیال شېر احمد عمار، ازادي راډیو ته وویل، دغو څلورو کسانو یو سوداګر او د هغه زوی نن سهار په هرات کې تښتولي وو.
د هغه په خبره د تښتول شوېو کسانو د خوشې کولو په عملیاتو کې څلور دخیل کسان وژل شوي او یو طالب ټپي شوی دی.
دا واک ته د طالبانو تر رسېدو وروستی لومړی وار دی دغه ډله هغه کسان چې ځینې کسان مجرم ګڼلي په عامه راځوړندوي.