Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

افغانستان کې هدفي وژنې؛ ورځ تر بلې یې دوام اندېښنې زیاتې کړي

0
افغانستان کې هدفي وژنې؛ ورځ تر بلې یې دوام اندېښنې زیاتې کړي

له تېرې اوونۍ راهیسې نږدې هره ورځ د افغانستان له یوې سیمې د هدفي وژنو خبر خپرېږي.

له دې ډېرې پېښې یې په ختیځ ننګرهار کې شوي.

طالب چارواکو ازادي راډیو ته منلې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځ د ۶ تنو جسدونه چې په مرموز ډول وژل شوي وو، د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي.

یوازې ننګرهار نه، کابل هم د دې ډول پېښو شاهد دی. 

تازه په ریشخورو سیمه کې د کمانډو ځواکونو یو سرتېری له خپل دوو وروڼو او د عمه له زوی سره وژل شوی.

د مخکني حکومت په ملي امنیت شورا کې یو سلاکار او پخواني پیلوټ رحمان رحماني په خپله ټویټرپاڼه دا پېښه د طالبانو کار بللی.

طالبان که څه هم دا پېښه تاییدوي خو وايي، دوی پورې تړاو نه‌لري او د عاملانو د نیولو هڅه یې پیل کړې.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د دې ډول وژنو مخه ونیسي: "کومې پېښې چې شوي رسېدنه ورته شوې ده او عاملان به یې نیول کېږي. په کابل کې شوې پېښه زموږ مجاهدینو پورې اړه نه لري. اسلامي کسان چې د تېرې ادارې څخه پاتې شوي، د عمومي بښنې تر چتر لاندې دي. دوی ازادنه ژوند کولای شي، ولې کومه استثنايي پېښه که شوي وي، پلټنه یې کېږي."

ښاغلی کریمي په ننګرهار کې شوې پېښې هم له داعش ډلې سره تړي او وايي، د دې ډلې پر ضد یې مبارزه روانه ده.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هم په کابل او د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې هدفي وژنې کېدې او تر ډېره په کې حکومتي چارواکي، نظامي افسران او سرتېري په نښه کېدل.

که څه هم هغه مهال مخکني حکومت د دې پېښو په کولو تورنول، خو د ډېرو هغو وژنو مسوولیت هم لکه د نن په څېر چا نه مانه.

طالبانو بیا د خپلې واکمنۍ سره سم په ټول هېواد کې د سل سلنه امنیت ډاډ ورکړ، خو اوس د دا شان وژنو دوام خلک اندېښمن کړي.

د امنیتي مسایلو پوهان بیا د تېرو جګړو له امله خپلمنځي تربګنۍ، جنايي جرمونه او داعش د داشان پېښو لاملونه ګڼي.

شنونکي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل: "داسې مهال چې طالبان ډېر لږ وخت کېږي چې واکمن شوي او له ډېرو نورو ستونزو سره مخ دي، زه فکر کوم چې دا د حرفوي جنایت کارانو، بانډونو او تر یوه ځایه د داعش کار بلل کېدای شي."

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، که څه هم په لویه کچه د مرګ‌ژوبلې شمېره را کمه شوې، خو ښکاري چې دا ډله د دې ډول وژنو په مخنیوي او د بشپړ امنیت په راوستلو کې پاتې راغلې.

د هدفي وژنو لړۍ داسې مهال دوام ومومي چې دې وروستیو کې د طالبانو یو پخواني چارواکي دا هم ویلي، کېدای شي د دوی حکومت لکه د تېر په څېر سختې سزاوې چې په کې اعدام او نورو شامل دي، یو ځل بیا پیل کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Российский теннисист поднялся на две позиции в топ-10 рейтинга ATP






Silver Basis подала иск о банкротстве завода «Москвич»

День Победы отметили в селе Ильинское Малоярославецкого района

Президент Кубы Диас-Канель Бермудес пожелал России успехов в проведении СВО

Детей наградили конфетами с коньяком на патриотическом конкурсе в Москве