امریکا کې له پټلۍ د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله ۳ تنه مړه شوي
په امریکا کې له پټلۍ څخه د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله لږ تر لږه ۳ تنه مړه شوي دي.
دا پېښه پرون شنبې په مونتانا ایالت کې وشوه.
شیکاګو ته په دغه روان رېلګاډي کې ۱۴۶ تنه سپرلۍ او ۱۶ تنه عمله سپره وه چې له پټلۍ ووت.
تراوسه پورې له پټلۍ څخه د دغه رېلګاډي د وتلو علت نه دی څرګند شوی.