د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د وروستي اقدام هرکلی کړی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د وروستي اقدام چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو شمېر ادارو ته د فعالیت او د پیسو د ځینو انتقالاتو ته اجازه ورکړې، هرکلی وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون شنبې رسنیو ته په یوه استولي اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي امارت د امریکا د خزانې وزارت وروستنی اقدام چې له مخې یې د امریکا دولتي ادارو، نړیوالو او غیر رسمي ټولنو او بانکونو ته اجازہ ورکړل شوې چي له افغانستان سرہ د خوراکي توکو او درملو مرستو رسولو ته اسانتیاوې برابرې کړي، هرکلی کوي.
په اعلامیه کې دغه راز هیله ښودل شوې چې د امریکا د متحدہ ایالاتو په شمول ټول ھېوادونه او نړیوال سازمانونه د افغانستان له حکومت سره اړیګې ټینګې او له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د متحد ایالاتونو د خزانې وزارت د تېرې جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د متحد ایالاتونو حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو سازمانونو ته یې اجاره ورکړې چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او بشري مرستندویه هلو ځلو کې ونډه واخلي.
د امریکا د خزانې وزارت دغه راز ویلي چې د زراعتي موادو، دارو درملو او طبي وسایلو ته یې هم اجازه ورکړې ده چې افغانستان ته صادر شي.