Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

ارزګان میشتي خلک طالبانو ته: خپل ښخ کړي ماینونه وکاږئ، څو ژوند وکړو

0
ارزګان میشتي خلک طالبانو ته: خپل ښخ کړي ماینونه وکاږئ، څو ژوند وکړو

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وايي، د جګړې د درېدو سره سره لا هم د خپلو سیمو څخه بې ځاي شوي او ځینې نور بیا وايي، که څه هم خپلو سیمو ته راغلي خو وايي، په ډاډه زړه په کې ژوند نه شي کولی.

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د طورې د سیمې اوسیدونکی عبدالرازق چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې یې هغه مهال د ماین په چاودنه کې دواړه پښې او د یوه لاس ګوتې له لاسه ورکړې چې د کور مخه یې د جګړې لومړۍ کرښه وه.

دی وايي: "په ماین چاودنه کې مې دوه پښې او د یوه لاس درې ګوتې له لاسه ورکړې، غوښتنه مې له طالبانو دا ده چې خپل ماینونه وکاږي او دغه راز زما سره دې مرسته هم وکړي."

دا یوازې عبدالرازق نه دی، بلکې په ارزګان ولایت کې دده په څېر په سلګونه کسان نور هم شته چې ماین چاودنو ورڅخه د بدن غړي اخیستي او د ښځو، ماشومانو په ګډون یې سلګونه کسان وژلي دي.

د دغه ماینونو ډېری برخه په دا وروستیو کې طالبانو ښخ کړي چې د ارزګان اوسېدونکي یې اوس د ایستلو غوښتنه کوي.

دوی وايي، طالبان دې بېرته هغه سیمې له ماینونو پاکې کړي چې د جګړو پر وخت یې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې ښخ کړي وو.

د ارزګان د ولایتي روغتون مسولین وايي، کله چې طالبان واکمن شوي تر دا مهاله تر لسو زیات داسې کسان ورته ور وړل شوي چې په خپلو کورونو او یا هم کښتونو کې ماینونو چاودنې پرې کړي چې دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هاخوا د ارزګان لپاره د طالبانو ټاکل شوی امنيه قوماندان ملا عبدالله حاجي بشير ازادي راډیو ته وویل، دوی په ټول توان هڅې پیل کړي.

حاجي بشیر زیاته کړه: "رښتیا هم ځینو سیمو کې ماینونه ځای پر ځای شوي دي، موږ هڅه کوو چې بېرته یې وباسو. په دې اړه مو د ماین پاکۍ له موسسو سره هم خبرې کړي دي."

د ارزګان ترڅنګ د افغانستان له نورو ولايتونو هم دغه ډول راپورونه ورکول کېږي چې خلک له ورته ستونزو سره مخ دي او له طالبانو غواړي چې دغه ستونزې يې ور حل کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Лучший теннисист Казахстана сдал позиции в чемпионской гонке ATP






Плановую проверку чердаков и подвалов ко Дню Победы провели в поселении Михайлово-Ярцевское

Праздники охладили потребителей // Длинные выходные не привели к росту посещаемости торговых центров

Свыше 200 фасадов жилых домов отремонтировали в Подмосковье

Свыше 35 километров дорог отремонтируют в Можайске в 2024 году