Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

واشنګټن پوسټ؛ د 'لال مسجد' خطیب: افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل د خدای کار و

0
واشنګټن پوسټ؛ د 'لال مسجد' خطیب: افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل د خدای کار و

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د لال مسجد یا سره جومات د خطیب په باب لیکنه خپره کړې، هغه جومات چې له کلونو راهیسې د مذهبي مبارزې د سنګر حیثیت لري او د تُندلارو کسانو د تبلیغ مرکز هم ګڼل کېږي. 

په لیکنه کې راغلي: طالب ­پلوه خطیب مولانا عبدالعزیز په دغه جومات کې په زرګونو لمونځ ­کوونکي د افراطي وسله والو په ملاتړ د کېدونکو تبلیغاتو اورېدو ته جذب کړي دي.  

دغه جومات چې څنګ ته یې د نجونو مدرسه هم ده، په ۲۰۰۷میلادي کال کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د خونړۍ محاصرې شاهد و چې د جومات په انګړ کې دننه افراطي وسله والو د یوې اوونۍ لپاره د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړ، په هغه پېښه کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي وو.  

تر هغه وروسته د جومات خطیب، مولانا عبدالعزیز په څو جنايي تورونو تورن شو، خو تر پایه محکوم نه شو.  

اوس چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د لال جومات خطیب مولانا عبدالعزیز وايي،  د ده د ملګرو جګړې رنګ راوړی دی. 

دغه ۵۸ کلن ملا روانه اوونۍ د جومات تر څنګ د نجونو په مدرسه کې چې په «جامعه حفصه» مشهوره ده او دی یې مهتمم دی، په یوه نادره مرکه کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل د خدای کار و.  

د هغې موافقې له مخې چې تېر کال د پاکستان له حکومت سره وشوه، مولانا عبدالعزیز نور په لال مسجد یا سره جومات کې وعظ نه کوي.  

د اسلام اباد پولیسو د سېپټمبر پر ۱۸مه د مولانا عبدالعزیز پر خلاف دوسیه پرانیستې وه، هغه هم وروسته له هغې چې دغه خطیب، د جامعه حفصه پر ودانۍ د افغان طالبانو د لګول شوي بیرغ له لېرې کولو انکار وکړ. 

واشنګټن پوسټ په خپله لیکنه کې د مولانا عبدالعزیز هغه خبرې هم رااخیستي چې ویلي یې دي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امریکا ماتول به په پاکستان کې د اسلامي نظام د نافذېدو لپاره د دوی پر مبارزه هم مثبت تاثیر وکړي. 

د ورځپاڼې په لیکنه دیني مدرسو په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې د افراطي ډلو په روزنه کې مهم رول لوبولی دی چې دغه ډلې تر ډېره له پاکستانه بهر نور اهداف په نښه کوي.  

د لیکوال په باور، د طالبانو غورځنګ هم د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان په افراطي مدرسو او لشکرطیبه افراطي ډله کې تشکیل شو چې د هند خلاف نظریات لري.  

ډېلي مېل 

د بریتانیا ډېلي مېل ورځپاڼې په خپله خپرونۍ ګڼه کې د افغانستان پر موضوع د هندي او پاکستاني چارواکو پر تازه څرګندونو لیکنه خپره کړې ده.  

د جمعې په ورځ هندي چارواکو په واشنګټن او په نیویارک یعنې ملګرو ملتونو په مقر کې د پاکستان پر سیاستونو انتقاد وکړ، بل خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان له نړۍ غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره کار وکړي. 

ډېلي مېل ورځپاڼې د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، د هند صدراعظم ناریندرا مودي د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د څلور اړخیزو خبرو پر مهال چې د امریکا او هند تر څنګ د اسټرالیا او جاپان مشران په کې حاضر وو، د پاکستان په اړه اندېښنه وښوده. 

په سپینه ماڼۍ کې تر دغو خبرو وروسته په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر هراش وردان شرینګلا خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د پاکستان رول باید په دقت وڅارل شي. 

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو هم په وار- وار پر پاکستان تور لګاوه چې د افغان طالبانو په مرسته په افغانستان کې خپل ورانکارانه سیاستونه عملي کوي، خو اسلام اباد او طالبانو دا تورونه رد کړي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Российский теннисист поднялся на две позиции в топ-10 рейтинга ATP






На конференции по онлайн-образованию INSTADIUM в качестве эксперта выступила Настенька Цы

В Ступине почтили память погибших в годы ВОВ металлургов

Владимир Путин: ЕАЭС показал эффективность против демонтажа мировых устоев

Три цвета: прокуратура оценит «серую» долю детского отдыха