Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

بلومبرګ رسنۍ: کام اییر شرکت د خبریالانو پرځای خپل همکاران بهر ته لېږدولي

0
بلومبرګ رسنۍ: کام اییر شرکت د خبریالانو پرځای خپل همکاران بهر ته لېږدولي

په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو ملاتړي بنسټونه د کام‌اییر هوايي شرکت دا عمل غندي چې د ژورنالیستانو له نوم په ګټې یې بهر ته د یاد شرکت د خاوند او همکارانو د کورنۍ غړي لېږدولي دي.

بلومبرګ رسنۍ د سېپټمبر په ۲۵مه د یو شمېر امریکايي چارواکو او د هغې الوتنې د لګښت ورکوونکو له قوله چې خبریالانو ته یې د وتلو زمینه برابره کړې وه ولیکل، دوی غوښتل ۱۸۸ خبریالان چې ژوند ته یې ګواښ پېښ و، له کابل ابوظبۍ ته ولېږدوي.

خو سرچینه لیکي، کام‌اییر هوايي شرکت د دې کسانو پرځای د شرکت د خاوند او همکارانو د کورنیو د غړو ۱۵۵ کسیزه ډله ځای کړه او بهر ته یې ولېږدول.

اوس دې خبر په افغانستان کې دننه د خبریالانو او له دوی د ملاتړو بنسټونو پراخ غبرګون را پورته کړی دی.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ د کام‌اییر شرکت دا عمل د خبریالانو پر حقونو تېری او جرم بولي.

د دې بنسټ د عدالت غوښتني مسوول نصیر احمد نوري ازادي راډیو سره خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د خبریالانو له هویت سره د شوې جعل‌کارۍ پوښتنه وکړي: "د خبریالانو حق ته زیان رسېدلی او نوم له یې ګټه پورته شوې ده. اوس باید د امارت حکومت هم په دې برخه کې چوپ پاتې نه‌شي او له هغوی سره چې د خلکو هویت غلا کوي او جعل کوي، سخت چلند وکړي."

د افغانستان د خبریالانو ملي کور هم د کام‌اییر شرکت دا عمل د ژورنالیسټانو پر وړاندې جفا او خیانت بولي. 

دې بنسټ په یوه اعلامیه کې د طالبانو په ګډون د خبریالانو د ملاتړ له نړیوالو ادارو غوښتي چې دا قضیه په هر اړخیز ډول وپلټل شي.

خبریالان هم د کام‌اییر شرکت دې عمل غوسه او مایوسه کړي. دوی وايي، وروستیو کې د خبریالانو له نوم په ګټې، بېلابېلو بنسټونو بهر ته د تلونکو افغانانو په پروسه کې لاس‌وهنه کړې.

خبریال اکمل ظاهر ازادي راډیو سره خبرو کې غوښتنه وکړه چې د خبریالانو په نوم بهر ته تللي خلک باید بېرته افغانستان ته را ستانه کړل شي: "کام‌اییر شرکت د خبریالانو په حق کې ستره جفا کړې ده. لوی جعل یې کړی دی. د دې پرځای چې دلته خبریالان انتقال کړي، خپل خپلوان او ملګري یې انتقال کړي چې دا د خبریالانو په حق کې ستر خیانت دی."

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د دې موضوع په اړه د کام‌اییر شرکت نظر هم واخلي، خو سره له ډېرو اړیکو د دوی مسوولان خبرو ته حاضر نه‌شول، همداراز دې راډیو طالبانو سره هم د خبریالانو غوښتنې شریکې کړې، خو ځواب یې ور نه کړ.

د بلومبرګ د راپور پر بنسټ، د کام‌اییر دا عمل د هغو ادارو غوسه هم پارولې چې د یادو خبریالانو د ایستلو لپاره یې مالي امکانات دې شرکت ته ورکړي و.

ابوظبۍ ته د دې شرکت نږدې خپلوان او همکاران اوس هم هلته دي او د بلومبرګ د راپور پر بنسټ، تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ ډول معلومات نه‌شته.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم، ډېر شمېر خبریالان له دې وېرې چې ګنې ژوند یې خوندی نه دی، د خپلو ادارو او د رسنیو د نړیوالو ملاتړو بنسټونو له‌خوا، له دې هېواد وویستل شول.

خو یو ډېر شمېر خبریالان لا هم افغانستان کې پاتې دي، هغوی چې د  خپل راتلونکي او خوندیتوب په اړه له بل هر وخت ډېر اندېښمن دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев не отстал от «Реала»! Как русская звезда тенниса покорила Мадрид






Как китайцы снимали сериал со Сталиным и почему в их версии вождь матом посылает министра СССР

Проверку воздуха провели в Новой Москве

Свечников Алексей Владиславович 11.11.1992 г.р. Музыкант, Артист (Выступающий под ником: RastaStyle)

Воробьев с учениками лицея Балашихи возложил цветы к Могиле Неизвестного Солдата