سلواکیا: لا هم دې ته چمتو نهیو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو
د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې لا هم دې ته چمتو نهدی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
ایوان کورچوک د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلۍ له ستنېدو وروسته نن په پلازمېنه براتیسلاوا کې یوه کنفرانس ته دا خبره وکړه.
ښاغلی کورچوک وايي: "طالبان په رسمیت نهدي پېژندل شوي، موږ هم د دوی په رسمیت پېژندلو ته چمتو نهیو، خو طالبان هغه ډله وه چې د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۹م کال کې ورسره تر خاصو شرایطو لاندې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو موافقه نهايي کړه."
طالبانو چې د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړه او وروستهیې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه، تر اوسه د نړۍ د یوه حکومت لهخوا هم په رسمیت نهدی پېژندل شوی.