Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

ناروې: که افغان نجونې ښوونځي ته لاړې نه‌شي د هېواد راتلونکی رښتینی نه‌دی

0
ناروې: که افغان نجونې ښوونځي ته لاړې نه‌شي د هېواد راتلونکی رښتینی نه‌دی

په افغانستان کې ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د نه‌تګ موضوع ورځ تر بلې غبرګونونه راپاروي.

د ناروې د کډوالو چارو شورا سرمنشي یان ایګلنډ هم په دې اړه خپله چوپتیا ماته کړه.

هغه نن دوشنبه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د یو هېواد نجونې چې په هر عمر کې وي ښوونځي ته لاړې نه‌شي د دغه هېواد راتلونکی رښتینی نه‌دی.

د ده په وینا چې مېرمنې باید د افغانستان په ټولو برخو کې په مساویانه ډول ګډون ولري تر څو اړتیاوو ته بې‌درېغه ځواب وویل شي.

هغه لیکلي دي: "زما خطاب طالبانو ته دی، که نجونې چې په هر عمر کې وي ښوونځي ته لاړې نه‌شي د هغه هېواد راتلونکی رښتینی نه‌دی، موږ دا اړتیا ګورو چې د ښځو ټول حقوق په مساویانه ډول ووېشل شي او هغوی دې ته جوګه شي چې په خپلواکه توګه سفر او کار وکړي."

نوموړي داسې مهال دغه نیوکې کړي چې له دې وړاندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو نه‌تګ ګن شمېر غبرګونونه راپارولي و.

خو د طالبانو د رسنیو دفتر غړی بلال کریمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، هېڅ هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه‌لري.

ښاغلی کریمي زیاتوي: "د نظام په جوړښت کې د ټولو هېوادونو نظریاتو او مشورو ته هرکلي وايو، اسلامي امارت د نظام په جوړښت کې ټولو ملي ارزښتونو ته قدر او لومړیتوب ورکوي، موږ له ټول ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو غواړو چې زموږ په کورنیو چارو کې دې مداخله نه‌کوي، که ځيني هېوادونه غواړي د افغانستان په کورني چارو کې لاسوهنه وکړي له دې چارې دې د سیاسي فشار په توګه بیا استفاده نه‌کوي، موږ ولیده چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دغه مداخلو نتیجه ورنه‌کړه."

ښاغلی یان ایګلنډ په یو بیان کې ویلي په افغانستان کې دی او د دغه هېواد د اقتصادي وضیعت په اړه‌یې هم اندېښنه ښودلې.

نوموړي ویلي، د افغانستان اقتصاد د خرابېدو په حال کې دی.

هغه دا هم ویلي چې د اقتصاد له خرابېدو سره ښايي اساسي خدمتونو ته لاسرسی هم ستونزمن شي او بشري مرستو ته اړتیا نور هم زیاته شي.

په دې بیان کې وړاندې راغلي چې د ملګرو ملتونو سازمان باید په چټکۍ سره یو څو اړخیزه ټړون رامنځته کړي تر څو په افغانستان کې د رامنځته شوي اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

ملګرو ملتونو دوه اوونۍ وړاندې د یو شمېر مرستندویه سازمانونو او هېوادونو په کډون یوه غونډه وکړه، په دغه غونده کې غوښتنه وشوه چې باید ژر تر ژره د افغانستان د خلکو لاسنیوي ته ودانګل شي.

له دې ناستې وروسته د ګډونوالو هېوادونو له‌خوا له افغانستان سره د شااوخوا یو میلیارد ډالرو مرستې اعلان وشو.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере






Великобритания выслала российского военного атташе. В российском МИД обещают дать «адекватный ответ»

Подмосковные поисковики помогли перезахоронить 800 бойцов Великой Отечественной войны

Фестиваль «Московская весна» приглашает детей на мастер-классы

В Тамбовской и Липецкой областях ввели режим ЧС в сельском хозяйстве