امریکا کې د قتلونو شمېر ۳۰ سلنه لوړ شوی دی
د امریکا په متحده ایالاتونو کې تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې د قتلونو شمېر د وړم کال پرتله دیرش فیصده لوړ شوی دی.
دا له ۱۹۶۰ میلادي کال راهیسې چې په کلني ډول د جنایي وژنو شمېر ثبتیږي، د قتل تر ټولو لوړې شمېرې ګڼل کېږي.
د امریکا د څېړنو فدرال ادارې ( ایف.بي.آی) پرون دا شمېرې خپرې کړې او وېې ویل، ۲۰۲۰ کال کې ټولټال د وژنې ( ۲۱۵۷۰) پیښې ثبت شوي دي.
د وژنو دا شمېرې د ۲۰۱۹ کال د شمېرو پرتله ۴۹۰۱ زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې ۷۳ فیصده دغه وژنې د وسلې په وسیله شوي دي.