کابل کې سولهییز حرکت: د ښوونکو او روغتیاپالانو اقتصادي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي
په کابل کې یو شمېر ښځينه مدني فعالان وايي، که د ښوونکو او روغتیا پالانو د معاشونو او نورو حقوقو د ورکړې په برخه کې جدي ګام پورته نهشي، لیرې نهده چې دغه دوه برخې له نشت سره مخ شي.
دغو مدني فعالانو د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۶» په کابل کې د یو سولهییز حرکت په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې د ټولنې د دې دوو مهمو برخو ښوونکو او روغتیا پالانو اقتصادي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
د دې مدني فعالانو یوې غړې تورپېکۍ مومند ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "یو شمېر مېرمنې چې د تعلیم او روغتیا په برخه کې کار کوي تر اوسهیې خپل معاشونه نهدي ترلاسه کړي او دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، که د ټولنې دې مهمې برخې ته پام ونهشي په راتونکي کې به ورته زیاتې ستونزې جوړې شي."
اغلې تورپېکۍ وايي، د یوې ټولنې وګړي ښوونکو او روغتیا پالو ته جدي اړتیا لري او د ټولنې حاکمان باید د دوی ستونزې له ځڼد پرته حل کړي.
د نوموړې په خبره، نړیوال باید د افغانانو هغه پیسې هم ازادې کړي چې د دوی لهخوا کنګل شوې دي.
له کومه راهیسې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي، د ډېری دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه نهدي ورکړل شوي چې له املهیې د ښوونکو او روغتیا پالانو په ګډون اکثره دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
طالبان بیا وايي، دغې ستونزې ته د حل په لټه کې دي.
د دې ډلې د رسنیز ټیم یو غړي بلال کریمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، جدي هڅې روانې دي چې دا او دې ته ورته نورې ستونزې ژر تر ژره هوارې شي.
ښاغلی کریمي وايي: "د معاشونو په برخه کې د اسلامي امارت چارواکي په جدیت کار کوي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي، یوازې په تخنیکي برخو کې اوس هم کار ته اړتیا ده او دغه تخنیکي ستونزې چې حل شي د مالیې وزارت او بانکونو سره همغږي شوې، د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه به تادیه شي."
ښاغلی کریمي دغهشان وايي، له نړیوالو سره هم په دې اړه بحث روان دی چې د امریکا له لوري کنګل شوې پیسې هم ژر خلاصې شي.