Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

کانګرس ته پر طالبانو او ملاتړو یې د بندیزونو لګولو مسوده وړاندې شوې

0
کانګرس ته پر طالبانو او ملاتړو یې د بندیزونو لګولو مسوده وړاندې شوې

د جېم ریچ په مشرۍ د امریکا د جمهوري غوښتونکو سناتورانو یوې ۲۲ کسیزې ډلې کانګرس ته یوه مسوده وړاندې کړې چې پر طالبانو او ټولو هغو هېوادونو چې د دغه ډلې ملاتړ کوي بندیزونه ولګوي.

که دا مسوده د بهرنیو اړیکو کمېټه تایید او بیا د کانګرس له‌خوا تصویب شي، پر داسې یو قانون به بدله شي چې طالبان او ملاتړي به یې له سختو بندیزونو سره مخ کړي.

دا مسوده "افغانستان کې د ترهګرۍ ضد، څارنې او حساب ورکوونې قانون په نوم کانګرس ته وړاندې شوې او په کې راغلي، دوی له افغانستانه په ډېرې بېړې له وتلو وروسته، د بدو پایلو شاهدان دي.

د دې مسودې په دوو مادو کې غوښتنه شوې چې افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو په ایستلو کې بېړه وشي او تر خوا یې د دوی د افغان متحدانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د ورکړې لپاره د بهرنیو چارو وزارت یوه کاري ګروپ جوړ کړي.

خو د دې ۸ ماده‌ییزې مسودې ۵ نورې مادې یې بیا پر طالبانو او ملاتړو یې د بندیزونو لګېدو، له دوی سره د نړیوالۍ ټولنې د مرستو څارنې او د امریکا د غیرې بشري مرستو محدویت ته ځانګړي شوي دي.

دې ۲۲ امریکايي سناتورانو غوښتي چې پر طالبانو او ملاتړو هېوادونو یې بندیزونه ولګول شي، خو د دې بندیزونو څرنګوالي ته اشاره نه ده شوې.

په دې مسوده کې په روښانه ډول د پاکستان نوم یاد شوی او د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتنه شوې چې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه د خپلې ارزونې راپور له کانګرس سره شریک کړي.

د جمهوري غوښتونکو سناتورانو پر وړاندیز شوې مسوده کې دا هم لیکل شوي چې امریکا دې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو هېڅ استازی په رسمیت نه پېژني.

دې امریکايي سناتورانو زیاته کړې، په نامعلوم شمېر امریکایان او افغان ملګري یې د طالبانو تر ګواښ لاندې پرېښودل شوي، امریکا یو ځل بیا د ترهګرۍ له خطر سره مخ ده او طالبان داسې مهال خپل حکومت ته په نړیواله کچه د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي چې د ښځو ټول حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

د دې مسودې د وړاندې کولو پر مهال سناتور جېم ریچ وویل، هیله‌مند دی چې دا مسوده به ژر تایید شي، څو دوی وشي کولای د امریکا ملي ګټي خوندي او له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

خو طالبان بیا وايي، دوی له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، خو پر دوی د بندیزونو د لګېدو پایله نړۍ ته ګواښ بولي.

د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، هیله لري نړۍ له دوی سره ستونزې د بندیزونو پر ځای له ډپلوماټیکي لارې حل کړي: "اسلامي امارت په دې باور دی چې هغه فکټورونه چې په تېر کې یې ګټه نه درلوده، بیا تکرارول او د هغوی تعقیبول منطقي نه دي. اسلامي امارت په دې باور دی چې د پرمختګ په مخ کې پراته خنډونه باید له ډپلوماټیکو لارو او د خبرو له لارې حل شي."

د چارو شنونکي د امریکا په کانګرس کې د طالبانو ضد د ۲۲ کسانو راپورته کېدل، د دې ډلې لپاره یو ګواښ او د دوی د پیل شوي نوي حکومت له‌خوا د بشر او ښځو حقونو په ګډون په ټولو برخو کې د شوېو ژمنو د ماتېدو پایله ګڼي.

د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد وايي، که دا مسوده تایید شي، طالبان او ملاتړي به یې له سختو ګواښونو سره مخ شي: "پر دې به جدي غور کېږي. زه فکر کوم چې تر ډېره بریده ممکن تصویب شي. داسې مهال چې طالبان یې ملاتړي هېواد پاکستان هم په رسمیت نه دي پېژندلي، خو په نړۍ کې به یې د رسمیت پېژندلو لارې چارې بندې شي."

د امریکا په کانګرس کې داسې مهال د طالبانو په اړه د بندیزونو د لګېدو د قانون جوړېدو هڅه کېږي چې دا ډله د خپل حکومت لپاره په نړیواله کچه د عدم مشروعیت له ګواښ سره هم مخ ده، هغه څه چې د شنونکو په باور د طالبانو واکمنۍ ته یې په هر اړخیز ډول سخت ګزار ورکړی دی.

خو که د امریکايي سناتورانو دا قانون تصویب شي، په افغانستان کې به د طالبانو واکمني له پراخو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي، هغه ننګونې چې دې ډله یې وړاندې هم تجربه کړې ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Стало известно, с кем сыграет Вероника Кудерметова во втором круге турнира WTA-1000 в Риме






Свыше 200 фасадов жилых домов отремонтировали в Подмосковье

Пою тебе, моя Россия

ЭСК вынесла вердикт по решению Карасёва в матче ЦСКА – «Зенит»

На берегу Кольского залива в Мурманске по концессионному соглашению построят акватермальный комплекс