Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یوه معبد کې ټیل ماټیل ۱۲ کسان ووژل

0
د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یوه معبد کې نن سهار د ګڼې ګوڼې له امله په ټیل ماټيل کې لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي دي.


چارواکو خبر ورکړ چې د ویشنو دیوي په نوم د هندوانو په مشهور عبادت ځای کې د دې پېښې پر مهال ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.


د ځینو ټپيانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.


عیني شاهدان وایي، کله چې خلکو د نوي کال د عبادت لپاره بېړه وکړه، یو بل پسې ولوېدل.


د ویشنو ډیوي معبد د جمو له ښاره نژدې شپېه کیلومتره لېرې دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса